دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، او د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځی .
داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل مخ ئې په غت سرټکی سره لیکلی دی ، د غبرګولې څوارلسمه نیټه یعنی سبا د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی درحلت کلیزه ده چې په دې مناسبت درست تدبیره غوره شوی دی او له نن شپې دزیارتوالو قافلې د ارواښاد امام حرم ته رسیږی ، وئیل کیږی ، دحضرت امام خمینی د دیرشم تلین د دستورو د خبری پوښښ لپاره څه دپاسه درې نیم سوه داخلی اوبهرنیو خبریالانو هم خپل تجیهزات برابر کړی او تیار شوی دی .
جمهوری اسلامی ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د اتلو لوبغاړو د ستاینې په دستورو کې پخپلې وینا کې یوځل بیا روښانه کړې ، دایران ملت دخبرواترو لیواله دی ، خو البته له هغه چاسره دخبرواترو پر میز کینی ،چې دمتقابل احترام وړ وی ،نه هغه چا سره چې د خبرواترو حکم صادروی .
داپه داسې حال کې دی چې دواشنګټن چارواکو یو ځل بیا دایران په وړاندې شاتګ کړی او دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو وئیلی دی ، له ایران سره له شرط پرته خبرواترو ته تیار یوو ، خو دایران په ضد ددباؤنو زیاتولو ته به هماغه راز دوام ورکړو.
دایران د اوبه خور د ادارې مسئولانو په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، دایران درست ډیمونه اود اوبو زیرمه کونې ډنډونه تر اتیا فی صدو پورې له اوبو ډک دی او ان شاا.... سږ کال د اوبو هیڅ ډول کمښت نه رامینځةکیږی .
په الاقصی جومات کې د وحشی صهیونیسټی پوځیانو په بشپړ ملاتړ سره دصهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو په الاقصی جومات په یرغل کې لمونځ ګوزار هم لاس په کار شوی او دواړو لورو څخه په اخ وډب کې یو شمیر کسان سخت ټپیان شوی او وئیل کیږی ، چې په لسګونو لمونځ ګوزار نیول شوی هم دی .
د روسیې د سیاسی اوپوځی چارو یوه لوړ روتبه کارپوه او شناندی الیګذنډرکنیازف وئیلی دی ، دامریکا د :پیړۍ معامله: د فلسطین د مظلوم ولس د چغې په مرئ کې دغلی کولو لپاره رسئ ده .
د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفی په یولړ څرګندون کې دعربانو تیریګر ائیتلاف په نه اټکل کیدونکو او غافلګیر کونکو پیښو ګواښلی او ټینګار ئې کړی ، د یمن پوځ او ولسی مبارزان اوس له دفاعی مرحلې حمله کونکی مرحلې ته وارد شوی دی او که تیریګر او جنایتکار په خود کې نشی ،نو د هغوی یو ځای هم د یمن له توغندیو او د مبارزانو له سختو ګوزارونو خوندی نه دی .
انګلستان ته د امریکا د جنجالی ولسمشر ډونالډټرمپ دسفر په درشل کې دلندن په زرګونو ښاریز د ټرمپ د سیاستونو په ضد دپراخو مظاهرو لپاره ځانونه تیارکړی دی . ګارډیّن ورځپاڼې لیکلی دی په لندن کې دلسګونو مدنی ټولنو فعالان شپه ورځ هڅې کوی ، څو د ټرمپ په ضد د دسترو مظاهرو لپارو لپاره تدبیرونه غوره کړی .
دلبنان په بیروت کې په کراؤن پلازه هوټل کې د عربانو په لسګونو ګوندونو او ډلو ټپلو د پیړۍ دمعاملې په ضد د متحدانو په عنوان سره د فلسطین له ملت سره په پیوستون کې نړیوال سیمنار جوړ کړ او د بحرین په منامې کې ددغې سپیرې او تپونکی معاملې د لومړنۍ غونډې په ضد ئې خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ .
دسعودی عربستان پاچا ملک سلمان په یوه فرمان کې په دې دلیل چې د هیواد امنیت دملاتړ او له ګواښونو سره مقابله ئې دایجنډا په سر کې ده ، د سربازۍ خدمات ئې اجباری کړی دی .
*************************
= داهم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې په غټ سرټکی سره ئې لیکلی دی ، دعربانو یوه مشهور شناندی اولیکوال او رای الیوم ورځپاڼې مسئول چلونکی عبدالباری عطوان په یولړڅرګندونو کې په مکې کې د عربانو دمشرانو دغونډې ویناوې بې ارزښته او ریاکارې بللی او وئیلی دی د فلسطین د مقاومت او مبارزو ډلو توغندیو د امریکائی صهیونیسټی پیړۍ معامله سَړه کړې ده .
دامریکا سی این این ټیلیویژنی چینل په یوه راپور کې په ډاګه کړې امریکا قطر مجبوره کړی څو دمکې په ایرانی ضد ناستې کې ګډون وکړی .
په داسې حال کې چې دانګلستان خلک خپل هیواد ته د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ دنننی سفر په ضد مظاهرو ته ځانونه تیاروی ، د لندن ښاروال صادق خان ډونالډټرمپ دشلمې پیړۍ فاشسټ بللی دی .
دچین دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ګواښ کړی ، پر تایوان دخپل حاکمیّت څخه به په پوځی ټاکنې سره دفاع وکړی .
دجنوبی کوریا په لسګونو زره خلکو د دواړو کوریاؤ دپخلاینې په لاره کې د امریکا دخنډونو جوړونې په ضدپه سئول کې د امریکا دسفارت په وړاندې په غونډیدو سره دامریکا په ضد سخت شعارونه ورکړی دی .
د افغانستان په کابل کې پرون درو چاودنو دغه ښار یو ځل بیا لړزولی او دځینو روژتیانو وینه ئې توی کړی او پړه ئې هم داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې ده .
*******************
= همشهری ورځپاڼې هم پخپلې نننۍ ګڼې کې لیکلی دی ، اروپائی اتحادئې دیوې اعلامیې په خپرولو سره دلویدیځی غاړې په کلو کې ددغې اتحادئې له خوا د جوړو شوو ښونځیو ورانول او په دغو ښونځیو کې د موجودو تجهیزاتو نیلام کول په کلکه محکوم کړ ی دی .
د قطر د بهرنیو چارو وزیرمحمد بن عبدالرحمن آل ثانی په مکه مکرمه کښې د عربی اتحادئې او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د سرمشریزو له اعلامیو سره د خپل هیواد په مخالفت کولو سره وئیلی دی ددغو دواړو سرمشریزو پایزه اعلامیه له مخکې ټاکل شوې وه .
د افغانستان په لویدیځ کښې د فراه ولایت په یوې پوله ایزې پستې دطالبانو په حملې کې شپږ عسکر وژل شوی دی . همداراز په کابل کې هم پرون په یو شمیر چاودنو کې دلسګونو خلکو وینه بهول شوې ده چې پړه ئې هم داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې ده .
دسورئې په ادلب او حماه ولایتون کې ددغه هیواد پوځیانو او دمقاومت ځواکونو له تکفیری ترهه ګرو یو شمیر نور کلی هم آزاد کړی او د تکفیری ترهه ګرو په لسګونو ګاډی او تجهیزات ئې هم تباه کړی دی .
*******************
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .)
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسئلو ترڅنګ د افغانستان د سولې روان بهیر، په کوچنی اختر کې د احتمالی اوربند او په هېواد کې روانو ناامنیو په اړه لیکنې او تبصرې کړی دی.
د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سولې بهیر کې تر دې جدی هڅو ته اړتیا ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، د سولې په روانو مذاکراتو کې پرته له دې چې طالبان په نړیوال ډګر ځانونه مطرح کړی او امتیاز ترلاسه کړی، بله د قناعت وړ نتیجه ئې نهده لرلې.
په سرمقاله کې راغلی، له دې ښکاری چې طالبان لا هم د فرصت په لټه کې دی او د سولې بریا ته چندان پاملرنه نهلری او په همدې هدف دوی تر ډېره ځانونه لوړ ښیې او د جګړې په ډګر کې د لاسبری خبره کوی.د سرمقالې د لیکوال په اند، امریکا چې د سولې او جګړې د کِلی اصلی مالکه ده، باید د افغانانو وضعّیت درک کړی او پهدې برخه کې جدی هڅې وکړی او په ټولو لورو جدی فشارونه راوړی، څو د سولې بهیر بریا ته ورسېږی.
د سرمقالې په پای کې راغلی، که امریکا لاس پهکار نشی، نور به څوک نه د خلیلزاد ناستو ته تمه وکړی او نه به د سولې روان بهیر ته، بلکې جګړې، چاودنې او تشدد به افغانان لا زیات مایوسه کړی.