امریکا د اروپا په ملګری کولو کښې ناکامه شوی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82667-امریکا_د_اروپا_په_ملګری_کولو_کښې_ناکامه_شوی_ده
زمونږ خبریال وایی د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی جیمز جیفرې ( James Jeffery) وویل اروپا د سوریې په شمال کې د امنه سیمې د رامینځته کولو په پلان کې ګډون نه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2019 07:12 Asia/Kabul
  • ترکیې او د امریکا ترملاتړ لاندې د سوریې پوځیانو موافقه کړي ده چې کرد(Kurds) ځواکونه شاته بوځي .
    ترکیې او د امریکا ترملاتړ لاندې د سوریې پوځیانو موافقه کړي ده چې کرد(Kurds) ځواکونه شاته بوځي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی جیمز جیفرې ( James Jeffery) وویل اروپا د سوریې په شمال کې د امنه سیمې د رامینځته کولو په پلان کې ګډون نه کوی .

هغه دې ته په اشارې سره چې امریکا د سوریې او دترکیې په سرحد کې  دامنه سیمې د رامینځته کولو لپاره کلی موافقې ته رسیدلی ده وویل اروپایی هیوادونه په دغه پلان کې رول نه لوبوی .

د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی جیمز جیفرې وویل ترکیې او د امریکا ترملاتړ لاندې د سوریې پوځیانو موافقه کړی ده چې کرد(Kurds) ځواکونه شاته بوځی او دسوریې په شمال ختیځ کې امنه سیمه رامینځته کړی خو د واشنګټن اروپایی متحدان په دغه پلان کې ګډون نه کوی .

جیمز جیفرې دغه دریځ د وړاندیز وړ سیمې ته د ځواکونو داستولو پاره د بریتانیا او د فرانسې د قانع کولو په زمینه کې د امریکا له میاشتو میاشتو هڅې وروسته غوره کوی .

دامریکا اروپایی متحدان په سوریې کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د ائتلاف د علمیاتو د ختمیدا ، د امریکا د ځواکونو دشمیر دکمیدا او سیمې ته د نویو ځواکونو د استولو په هکله د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره اختلاف لری .