په نړۍ کې د روسیې رول ډیر مهم دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82683-په_نړۍ_کې_د_روسیې_رول_ډیر_مهم_دی
ګوتریش دنړۍ د بیلابیلو سیمو دبحرانی حالاتو او همداراز په مختلفو حوزو کې د ضروری موضوعګانو په باب د روسیې له حکومت سره دملګروملتو د کوټلو سلامشورو دساتنې غوښتنه هم وکړه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 08, 2019 03:24 Asia/Kabul
  • په نړۍ کې د  روسیې رول ډیر مهم دی

ګوتریش دنړۍ د بیلابیلو سیمو دبحرانی حالاتو او همداراز په مختلفو حوزو کې د ضروری موضوعګانو په باب د روسیې له حکومت سره دملګروملتو د کوټلو سلامشورو دساتنې غوښتنه هم وکړه .

 زمونږ خبریال راپور راکړ د ملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش  پرون  په سن پیټرزبرګ کې  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په  کتنې کې د دورسیې  پر مهم رول په ټینګار سره  وئیلی دی ،  روسیې  په ملګروملتو کې  له څو اړخیز پالنې بشبړ ملاتړ کوی  او  په نړیوال ډګر کې  یو حیاتی لوبغاړی هیواد دی .

 ګوتریش دنړۍ د بیلابیلو سیمو دبحرانی حالاتو او همداراز  په مختلفو  حوزو کې د ضروری موضوعګانو په باب  د روسیې له حکومت سره دملګروملتو د  کوټلو  سلامشورو  دساتنې غوښتنه هم وکړه . 

 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په  دغې کتنې کې  په بیلابیلو زمینو کې  د ملګروملتو او روسیې ملګرتیا ته په اشارې سره ووئیل ، روسیه د امنیت شورا د دایمی غړی  په توګه  په نړۍ کې  فعال او رغنده رول لوبوی  او دغه بهیر ته  به هماغه راز دوام ورکړی .