دتهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو د په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پیل کې د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپانې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .
دا هم د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،تهران ته د جرمنی د خارجه وزیر هایکو ماس د سفر په وخت د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له هغه سره په ګډ خبری کنفرانس کې په ډاګه کړې ، ایران به په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې داروپا له اقداماتو سره په تناسب کې عمل وکړی ، دایران ،اروپائی اتحادئې او جرمنی موخه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ساتل او په سیمې کې د تاؤتریخوالی او شخړو مخه نیول دی .
کره راپورونه ښئ سپینه ماڼۍ پر عربی او اسلامی هیوادونو ددباؤ اچولو هڅه کوی څو دوی مجبوره کړی ، دپیړۍ د معاملې د لومړنۍ مرحلې په مناسبت په بحرین کې په کیدونکی غونډې کې ګډون وکړی .
دایران د سرحدی ځواک قوماندان سردار قاسم رضائی وئیلی ، تیر کال د پوله ساتی ځواک په هلوځلو سره د هیواد په درستو پولو کې د څه دپاسه اته لکه غیر قانونی کسانو دتګ راتګ مخه ونیول شوه .
په سوډان کې د سِول نافرمانۍ(دحکومتی اورګانونو د امر نه منلو) د غورځنګ په لومړنۍ ورځ د پوځی ځواک او خلکو ترمینځ په اخ وډب کې اته کسان وژل شوی او په لسګونو نور ټپیان او په سلګونو هم نیول شوی دی .
د بشری حقوقو دفاعی موسسې خبرداری ورکړی ، په عربستان کې د نیول شوی دیارلس کلن زلمی مرتجی القریریص د پانسۍ په اجرا کې دې آل سعود رژیم محکمه بیا کتنه وکړی .
د مصر دپارلیمان استازو د لس زره ډالرو په بدل کې بهرنیانو ته د دغه هیواد د تابعیّت له ورکولو سره موافقه وکړه
د افغانستان په کابل کښې د پاکستان د وېزې د اخېستلو ځینو غوښتونکو په کابل کښې د پاکستان سفارت ته تلونکې لارې وتړلې چې د افغان امنیتی ځواک په مداخلت سره دغه کسان تیت پرک شول ، چې دغه چارې دپاکستان د حکومتی چارواکو اعتراض او غوسه هم راپارولې ده .
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون د جرمنی له خارجه وزیر هایکو ماس سره دخبرواترو په دوام کې وئیلی دی ، د اسلامی ایران ولس او حکومت په سیمې کې د تاؤتریخوالو دکمولو او د سولې او ثبات په باب دهرچا دهلوځلو هرکلی کوی ، خو باید ټول دې په دې پوه شی ، چې اسلامی ایران دخپلو دفاعی او پوځی توانمنیو او همداراز د خپل ولس د ګټو په باب له هیچا سره هیڅ ډول خبرې اترې نه کوی او باید دا هم ټولو ته ورسول شی ، چې د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې مقابل لوری ته ورکړل شوی شپیت ورځنی الټمی میټم جدی دی او که په دغې مودې کې اروپائی لوری په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې پخپلو ژمنو عمل ونه کړ ، نو ایران به ورپسې اقدامات ترسره کړی او په دې اړه هیڅ اندیښنه هم نه لری .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د یمن دانصار ا... و ولسی غورځنګ مشرانو ګواښ کړی ،که د دغه هیواد د پلازمینې صنعاء هوائی ډګر کلابندی ختمه نشی او دغه هوائی ډګر له څلور و کلونو تړل کیدا وروسته خلاص نشی ، نو باید تیریګر دې یاد وساتی چې د هغوی حساس هوائی ډګرونه د یمن دپوځ او مبارزو کمیټیو د توغندوی یونت دتوغندیو او بې پیلوټه الوتکو په شیشت کې دی
دپاکستان پخوانی ولسمشر او داوسنی پارلمان غړی او پیپلز ګوند قایمقام آصف علی زرداری د مالی فساد او درغلیو په تور ونیول شو .
په افغانستان کې په بیلابیلو سیمو کې هماغه راز د افغان او بهرنیو عسکرو په ضد بمی چاودنې او حملې په داسې وخت کې په زیاتیدو دی چې وئیل کیږی ، دطالبانو او امریکائی لوری ترمینځ دسولې خبرې اترې چې په قطر کې په شپږو پړاؤنو کې له کومې بریا پرته پای ته رسیدلې وې ،بیرته پیل شی .
رای الیوم ورځپاڼې دسوډان په داخلی چارو کې د عربستان او متحده عربی اماراتو لاسوهنو او په دغه هیواد کې د اړۍ ګړۍ زیاتیدو ته په اشارې سره، په یوه بل یمن د دغه هیواد دبلیدو په اړه اندیښنې څرګنده کړې د ه .
= داهم دتهران همشهری ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې تهران ته د جرمنی د خارجه وزیر په سفر په یوې مقالې کې لیکلی دی، داسې ښکاری په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې پخپلو ژمنو دعمل نه کولو په علت اروپائی لوری ته د اسلامی ایران له خوا ورکړل شوی الټی میټم، د اروپائی لوری خوبونه حرام کړی دی او ښائی اروپائی لوری یو ځل بیا په دې پسې شوی څو له ایران سره د اقتصادی راشه دیرشه دلاپراختیا په خاطر جدی ګامونه پورته کړی، خو د ایران اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په ډاګه کړی چې نور باید د لویدیځوالو په ژمنو باؤر نشی کولی، د نړیوالې ایټمی موافقې پخپل ځای باقی ساتل نه ، بلکې نتیجې ئې مهمې دی ، باید ددغې نړیوالې موافقې ګټې دایران حکومت او ولس په اوڅاره توګه احساس کړی.
د پاکستان په سیاسی ډګر کې په یولړ بدلونونو سره یو ځل بیا سیاسیتوالانو دنوو انتخاباتو دترسره کیدا په باب خپلې غوښتنې مطرح کړی او په دآګه ئې وئیلی دی ،که موجوده حکومت خپل کړچار بدل نه کړی او دسیاستوالانو د راتلونکی په با دنورو په فیصلو عمل کوی او خپله خپلواکی ونه ساتی نو مخالف لوری به واټونو ته دخلکو په بللو کې خپل حق روا وګڼی او ددغه هیواد داوسنی حکومت لپاره به ستونزې راولاړې کړی .
= اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې شریکې کوو ،( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .)
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ کابل ته د خلیلزاد سفر او سترې محکمې ته د ولسی جرګې د ستونزې د راجع کولو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دی.
د مسیر خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، خلیلزاد په کابل کې په څه بوخت دی؟
ورځپاڼې وړاندې لیکلی، په کابل کې زلمی خلیلزاد غواړی ،حکومت ته ډاډ ورکړی چې دوی به داسې ګام نه اخلی چې حکومت یو مخ پکې څنګ ته شی.
د سرمقالې د لیکوال په باور، بل بحث چې خلیلزاد ته په دې سفر کې مهم دی، هغه دا چې خلیلزاد لاهم پخوانی ولسمشر او له حکومته دباندې سیاستوالو ته ارزښت ورکوی.
د ورځپاڼې لیکوال لیکلی، دغه چارواکی ښیې خلیلزاد او امریکا ته ځکه مهم وی چې دوی د مسکو غونډې ته ورغلی او طالبان هم له دوی سره خبرې کوی.
= د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، په افغانستان کې د سولې لپاره بین الافغانی خبرې!
ورځپاڼې وړاندې لیکلی، په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅې ډېرې پراخې شوی، خو له بده مرغه چې تراوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.
ورځپاڼې لیکلی، د افغانانو غوښتنه یوازې او یوازې له امریکا او متحدانو یې دا ده چې د طالبانو او ترهګرۍ پر ملاتړو لورو لکه پاکستان او روسیه فشارونه راوړی چې د جګړې له تمویلولو لاس واخلی.
ورځپاڼې په پای کې لیکلی، د سولې د هڅو د بریا لپاره باید ژر تر ژره بین الافغانی خبرې پیل شی.
= سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلی، امریکا دا ځل په عمل کې غواړی چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوی، څو دوی پر خپلو ستونزو او احتلافاتو بحث وکړی.
خو ورځپانې لیکلی، که طالبان د تېر په څېر بیا هم پر خپل دریځ ولاړ وی، د افغان سولې پروسه به د افغانی کېدو پرځای د سېمې، عربی او نړېوالو هېوادونو ترمنځ په رقابت بدله شی.
د ورځپاڼې په وینا، که چېرې دا پروسه له ستونزو سره مخ شی، طالبان به په دې سره نه یوازې د افغانانو هغه سترګې چې دې مهمې پروسې ته یې نیولی له خاورو ډکې کړی، بلکې په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې چې قربانی یې یوازې او یوازې افغانان دی، د دوام لامل شی.
= ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د ولسواکۍ مسخره تصویر.
ورځپاڼې لیکلی، حکومت وایی چې د ولسی جرګې د رئیس د ټاکلو مسئله به سترې محکمې ته وړاندې کړی، خو د جرګې غړی بیا دا د قانون خلاف او د درې ګوڼو قواوو ترمینځ د یو بل په چارو کې مداخله بولی.
د ورځپاڼې لیکوال پوښتنه کړې چې دغه مسئله ولې دومره اوږده شوه؟ په داسې حال کې چې د ولسی جګرې د انتخاباتو له فساد او درغلیو ډک بهیر تر ډېره حده د ولسی جرګې مشروعیت له مخکې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
ورځپاڼې وړاندې لیکلی، د ولسی جرګې ترکیب داسې دی چې په لویو ملی مسایلو کې د ولس په په پلوۍ له دوی د غږ اوچتېدو تمه ډېره نه کېږی او دا د ولسواکۍ هغه مسخره تصویر دی چې تراوسه د نړۍ په هېڅ ګوټ کې نه دی لیدل شوی.