د تهران او ځینی نوره نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82767-د_تهران_او_ځینی_نوره_نړیوالې_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیتی سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم ځینی بهرنۍ ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو ، نو ترپایه راسره ملګرتیا و کړئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 13, 2019 07:53 Asia/Kabul
  • د تهران او ځینی نوره نړیوالې نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیتی سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم ځینی بهرنۍ ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو ، نو ترپایه راسره ملګرتیا و کړئ .

د تهران  زیاتره ورځپاڼو  ایران ته د جاپان  د لومړی وزیر آبه شینزوا  مهم سفر ته ډیر انعکاس ورکړی  او لیکلی ئې دی ، په سیمې کې   مثبتو بدلونونو او  ښه راتلونکی  ته   ایران او جاپان   خوشبینه  دی .  ورځپاڼو پخپل لومړی سرټکی  کې لیکلی دی ، د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د ایران او جاپان د لوړ رتبه پلاؤ په ګډې غونډې  کښې وئیلی دی ،  د ایران اسلامی جمهوریت له جاپان سره د اړیکو  پراختیا ته ډیر  اهمیّت ورکوی او هیله من یوو چې دغه سفر به د تهران – ټوکیو په مناسباتو  کښې د بدلانۀپیچومی شی . همداراز  ورځپاڼو په دوام کې لیلکی  دی ،د اسلامی  ایران ولسمشر همداراز جامعې نړیوالې  اېټمی موافقې ته اشاره  کړې او د دې  خبرې په کولو سره  چې ټول هېوادونه د دغې نړیوالې موافقې او د ملګرو ملتو د ۲۲۳۱ پرېکړلیک په وړاندې ټاکل شوې دندې په غاړه لری هیله وښودله، جاپان  هم په دې باب  خپلې ذمه وارۍ پوره کړی.

ډاکټر روحانی د دواړو هیوادونو  په دغه لوړپوړی پلاوی  په ناستې کې  د دې په بیانولو سره چې که له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په باب  د ایران اقدامات نه وائ  ،نو د داعش په شمول ترهه ګرو ډلو ټوله سیمه له لازیاتو  ترینګلتیاؤ سره مخامخ  کوله وویل، د سیمې د امنیت موضوع  د  ایران د اسلامی جمهوریت لپاره زیات اهمیت لری.

د اسلامی ایران ولسمشر ټینګار کړی ، د  ایران اسلامی جمهوریت د امریکا په شمول له هیڅ یوه هېواد سره د تاوتریخوالی او جنګ اراده نه لری،خو که  څوک د تیری  فکر ولری ، نو د ایران ځواب به غاښ ماتونکی او پښېمانه کونکی وی .

=      داهم دتهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی، د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د یوه ستر دینی مرجع او د افغانستان د جهاد دو خت تکړه مبارز  روحانی  او ټولینز شیخصیت  آیت ا...  شیخ قربانی علی محقق کابلی   درحلت په مناسبت  د هغه محترمې کورنۍ او د هغه درستو مقلدانو  ته د تلسیّت په پیغام کې  وئیلی دی آیت ا... محقق کابلی رحلت  د مسلمان ملت او  دهغه  روزل شوو شاګردانو لپاره ستره ضائعه ده .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د جرمنی او سویډ خارجه وزیرانو  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب داندیښنې په څرګندولو سره وئیلی دی ، چې دد غې نړیوالې ایټمی موافقې  له مینځه تلل د هیچا په ګټه  نه دی .

داسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی  د سنګاپور د خارجه وزیر له ځانګړی استازی سره په کتنې کې وئیلی دی  دایران په ضد دامریکا اقتصادی بندیزونو د درستې سیمې امنیت په نښه کړی دی .

 د سپینې ماڼۍ  چارواکو په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ   له هغه څه سره د مقابلې لپاره  کانګرس ته په یوه لیک کې چې  هغه  د داعش په ضد عملیات بللی دی ،  د مینځنی ختیځ سیمې  څو عربو هیوادونو ته د زرګونو عسکرو د لیږدولو  حکم صادر کړی دی .

 د المیادین  چینل  خبری سایټ  د قاسم عزالدین   په قلم سره  په یوه یاددښت کې د :  ایران په وړاندې  خپلو ژمنو ته داروپا دنه  پابند کیدا تر پردې شا څه دی ؟:  په عنوان سره  لیکلی دی ،  دایران په وړاندې  خپلو ژمنو ته د اروپا دپابندۍ خنډ  ،د هغوی د ګډو ګټو  خنډ نه ،بلکې   له امریکا سره  د اروپا  ګډه او پټه  سټراټژی ده .

 په عربستان د  ډونالډټرمپ  د حکومت د وسلو   د خرڅلاؤ په باب  د  امریکا د کانګرس د نیوکو له زیاتیدا سره په یووخت  د امریکا ددفاع وزارت پنټاګان  سرپرست پاټریک  شاناهن  مدعی شوی ، مونږ  په سعودی عربستان د چین او روسیې د وسلو  د خرڅلاؤ د مخنیوی  لپاره دغه کار ته مجبوره یوو .

 د   فلسطین د آزادۍ جبهې ( پی ایل او) عمومی منشی صائب عریقات  دبحرین د تش په نامه اقتصادی غونډې کې ځینو ګډون کونکو عربو هیوادونو ته  په خطاب کې وئیلی دی  چې  د فلسطین غورځنګ  دې  دخپلو ګټو لپاهر نه کمزوری کوی  او  ل خپل جیبه دې خرڅه وکړی . عربی هیوادونه دې  له امریکا سره د ګټو د مبادلې لپاره  د فلسطین  په سودا سره د فلسطینیانو له جیبه نه ،بلکې  له خپلو جیبونو او خپلو  ټاټوبو لګښت ورکړی .

 د  امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسی پلوسی  په همداوروستیو کې د  ډونالډټرمپ  نیوکو ته په بې پامۍ سره ټینګار کړی ،له ټرمپ سره هیڅ کار نه لری  او هیڅ ګروهنه هم  نه لری ، خپل وخت د امریکا د ولسمشر  په باب  په بحث ولګوم .

 دیمن  دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو   د توغندوی یونټ مبارزانو  پرون سهار  دسعودی عربستان  آبها هوائی ډ ګر  په کروز توغندی وویشت.  دا د یمن د مبارزانو  دسعودی  عربستان په هوائی ډګر  د  کروز توغندی دوهمه   حمله ده  او  دیمن   پوځ ګواښ کړی ، که تیریګر  په خود کې نشی او خپلو تیریو ته دوام ورکړی ، نو دهغوی  یعنی د عربستان او متحده عربی اماراتو د هوائی ډګرونو پشمول درې سوه مهم تاسیسات او پوځی مرکزونه ئې  د توغندیو په شیشت کې دی .

=    داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې  ئې پر نورو مطلبونو سربیره  لیکلی دی ،په افغانستان کې دامریکائی  پوځ ویندوی ډګروال کول ډیو بټلر  اعتراف کړی ،   د افغانستان درست ولس  په چورلټ ډول  له خپل هیواده  د بهرنیو عسکرو  وتل غواړی ، خو مونږ هم ځینی موخې لرو چې باید په  دغه هیواد کې ئې په شتون سره  ترلاسه کړو.

 پر عراق سربیره  د مراکش او اردن  حکومتونو هم  د بحرین  په منامنې ناستې کې  دګډون لپاره  دامریکا له غوښتنې سره سره ، رسما اعلان کړی دی ،  چې په دغې غونډې کې ګډون نه کوی .

د سوډان  د ډاکټرانو د ټولنې مرکزی کمیټې  د ډارفور  د پیښو په باب  د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په دغو پیښو کې  یولس کسان وژل شوی او شل نور ټپیان شوی  دی  په د غې  ا علامیې کې  همداراز  ددغې پیښې مسئول د  الجنجوید وسلواله ډله   بلل شوې ده  او وئیل شوی دی  چې  دوی د سوډان د پوځی شورا په  فرمان سره  پر ښاریزو ړنډې  ډزې کړی دی

 دامریکا د اوسنیو او پخوانیو  چارواکو ترمینځ د خولې شخړې هماغه راز په زیاتیدا دی ، ددغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ  په یولړ سپین سترګو څرګندونو کې   وئیلی دی ،  باراک اوباما  جوزف بایډن  د  خځلو له ډرَمه(سطل  اشغال) پیداکړی  او خپل مرستیال ئې ټاکلی ؤ .

 د عراق د صدر غورځنګ مشر مقتدا صدر  پر عربستان غږ کړی ، په سیمې کې د  مذهبی او قومی شخړو اواختلافاتو دکمولو لپاره دې د بقیع هدیره  ورَغوی .

 د سورئې  د پوځ د هوافضا ضد توغندوی دفاعی سسټم   دشپې مهال دوه بجې د درعا ولایت په شمال لویدیځی برخې کې  د  واقع  تل الحاره سټراټژیکې سیمې په ضد د وحشی تیریګر صهیونیسټی رژیم  د توغندوی حملې  مخه نیولې او په فضا کې یو شمیر توغندی  شنډ کړی دی .

=  اوس  هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو  ورځپاڼو ته  چې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب ئې لیکنې کړی   دی او  مونږ هم له انټرنیته راخستی او له تاسو سره ئې شریکې کوو،                              ( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

=        رلیف وېب خپرونې د چهارشنبې په ورځ خپاره شوی د نړۍ د سولې شاخص  یا ګراف ته پام کړی دی.

افغانستان په‌ دې فهرست کې د نړۍ تر ټولو نارامه هېواد په توګه معرفی شوی دی.

د سولې نړیوال شاخص- هېوادونه د جګړې، ترورېزم د تهدید، پناه غوښتونکو او بې ځایه شویو د شمېر، د اقتصادی وضعیت او یو څو نورو عواملو له لحاظه ارزولی دی.

د رلیف وېب خپرونې په لیکنه، اسټرالیا مېشت د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ ۱۹مه سروې کړې او په هغه کې یې د سولې، امنیت او پرمختګ له پلوه  د ژوند معیارونو ته پام کړی دی.

په‌دې سروې کې، افغانستان پر اخری ځای ،یعنې ۱۶۳م مقام  کې راغلی او سږ کال ئې وضعیت تر سورئې لا هم بد بلل شوی دی.

د طالبانو، داعش او نورو سخت دریځو ډلو حملو افغانستان په نړۍ کې له نا امنو هېوادونو څخه په یوه بدل کړی دی.

تر افغانستان او سوریې وروسته، جنوبی سوډان، یمن او عراق د سولې او پرمختګ له لحاظه په نړۍ کې تر ټولو بد بلل شوی دی.

رلیف وېب خپرونې لیکلی: افغانستان، سوریې او د مرکزی افریقا نورو هېوادونو په نړۍ کې د تاوتریخوالی په نتیجه کې په ۲۰۱۸میلادی کال کې تر ټولو لویه ضربه لیدلې ده.

په‌دې جدول کې تر ټولو سوله‌یېز هېواد ایسلنډ بلل شوی دی او وروسته نیوزلینډ، پرتګال او اتریش په دوهم، درېیم او څلورم ځای کې یاد شوی دی.

=   واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان امنیتی وضعیت ته پام کړی دی او په کندهار ولایت کې د بمی چاودنې په نتیجه کې د شپږو ملکیانو د وژنې په اړه یې لیکلی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړی وو.

چاودنه  پرون د سړک پر غاړه د ښخ شوی ماین د چاودلو په نتیجه کې شوې او دوې ښځې، دوه ماشومان او دوه نارینه په‌کې ووژل شول.

د دې پېښې مسؤلیت  چا په غاړه نه‌دی اخېستی، خو ځایی چارواکی طالبان مسؤل ګڼی.

واشنګټن پوسټ د افغان چارواکو له قوله لیکلی چې طالبانو د افغانستان په جنوب کې د افغان امنیتی ځواکونو او حکومتی چارواکو پر ضد دومداره حملې کړی دی.

په بله برخه کې ورځپاڼې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتی ځواکونو تر منځ نښتو ته پام کړی دی.

ځینو سرچینو د چهارشنبې په ورځ په‌دې ولسوالۍ کې د سختو نښتو خبر ورکړی، خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تخار د والی ویاند جواد هجری له قوله لیکلی چې طالبان له ښاره پر شا تمبول شوی دی.

د خواجه غار ستراتیژیکه ولسوالۍ چې له تاجکستان سره پوله لری، له کلونو راهیسې د افغان امنیتی ځواک  او طالبانو تر مینځ د نښتو شاهده ده او څلور کاله مخکې یو ځل د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.