د تهران او ځینی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82897-د_تهران_او_ځینی_نورې_نړیوالې_نننیۍ_ورځپاڼۍ
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم ځینی بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 20, 2019 08:17 Asia/Kabul
  • د تهران  او ځینی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم ځینی بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ

دتهران ورځپاڼو په سر کې دا هم  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د واشنګټن پوسټ  ورځپاڼې یوه لیکوال اوشناندی ډیویډ ایګناټیّس دایران په وړاندې په بهرنی سیاست کې  د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  ګډوډو خبرو ته په اشارې سره لیکلی دی ،ټرمپ د ا یران په باب په نړۍ کې خپل اعتبار او باؤر له لاسه ورکړی دی او د پنټاګان د موقته  سرپرست په لیرې کولو سره  ئې حالات نور هم ترینګلی شوی دی .

روئیټرز خبری آژانس راپورورکړی ،  د جرمنی ، انګلستان اوفرانسې  خارجه وزیران ټاکل شوې ده،دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې د خوندی ساتلو  لپاره لاس په شوی او ددغې نړیوالې موافقې د ساتلو لپاره ئې  نوی پیکیج برابر کړی او په همدې خاطر ددغو درو اروپائی  هیوادونو خارجه وزیران ممکنه  ده په راتلونکو ورځو کې ایران ته په سفر راشی .

ملګرو ملتو   پرون  په یوه راپور کې وئیلی دی  دعربستان ولی عهد محمد بن سلمان په آل سعود رژیم کرکتونکی  او نیوکه کونکی  خبریال جمال خاشقجی په وژلې کې چې په ترکیې کې د سعودی عربستان په  کونسلګرۍ کې په بوږنونکی ډول وژل شوی ، بشبړ لاس درلودلی دی .

دسوډان  د پوځی واکوالانو مخالفانو  په جوته  ددغه هیواد په داخلی چارو کې د متحده عربی اماراتو د لاسوهنې  په باب سخت خبرداری ورکړی او وئیلی ئې دی ،اماراتی  چارواکی دې په خود کې شی او  له لاسوهونکو  چارو  دې  ډډه وکړی .

د عراق لومړی وزیر  عبدالمهدی د  دغه هیواد دپوځ د درستو قواؤ د مشر قوماندان په توګه دیوې اعلامیې په خپرولو سره  دعراق په خاورې کې د مرکزی حکومت له اجازت پرته دبهرنیو عسکرو هرډول فعالیتونه او اقدامات  منع اعلان کړل .

 د روسیې  دپارلیمان دوما  دنړیوالو چارو دکمیشن  مشر لنوئیډسلاتسکی  خبرداری ورکړی  که امریکاد روسیې له سرحدونو سره نزدې   خپل پوځی مرکزونه  جوړ کړی ، نو دوی ته ځواب ورکولو ته تیار یوو .

 دامریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ  له ډالر سره  د سیالۍ په زمینې  کې   دسیاستونو  د غوره کولو په دلیل  د اروپا د مرکزی بانک  پر مشر ماریو ډراګی سختې نیوکې  کړی دی .

=    دا هم دتهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې په غټ سرټکی سره لیکلی دی ، د امریکا د پنټاګان یا جنګ وزارت سرپرست شناهن  هم  استعفی ته اړ شو ، فرانس پریس  آژانس  راپورو رکړی دی ، چې  دامریکا  ددفاع وزارت دسرپرست په استعفی سره  دامریکا دپنټاګان  حالات تر ډیره حده ترینګلی او سربداله شوی دی . 

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د ایران دملی امنیت  او بهرنی سیاست د لوړې شورا منشی علی شمخانی  دروسیې  دملی امنیت له منشی سره په کتنې کې په ډاګه کړې که په ټاکلی  الټی میټم کې  دجامعې نړیوالې ا یټمی موافقې نور لوری  پخپلو ژمنو عمل   ونه کړی ، نو  ایران به  خپلې  ایټمی ژمنتیاوې وار د واره کمې کړی .

دملګروملتو  د  هغو څیړنو د نتیجو په خپریدا سره  چې  په ترکیې کې د  عربستان په کونسلګرۍ کې د  یوه تکړه  او کرکتونکی عرب خبریال جمال خاشقجی  د مرموزی وژلې  په باب ئې کړی ، په ډاګه وئیلی دی ، د جمال خاشقجی د وژلې په جنایت کې  د  آل سعود رژیم چارواکی په تیره بیا ولی عهد محمد بن سلمان   نیغ په نیغه   دخالت کړی دی .

د بحرین  انقلابی ولس یو ځل بیا  په دغه  هیواد کې د پیړۍ دمعاملې  د امریکائی دسیسې  دلومړنۍ ناستې  په کوربتوب  په آل خلیفه رژیم په سختو نیوکو سره  سترې مظاهرې کړی او ګواښ ئې کړی  چې  په دې باب به خپلو اعتراضونو او مظاهرو ته دوام ورکړی .

 دعراق  په بصرې کې  دتیلو دیوه بهرنی شرکت  آکسن په تجهیزاتو د دنامعلومو عواملو له خوا  له  توغندوی حملې وروسته  دغه شرکت  خپل کارکونکی له دغه هیواده وباسی .

دمصر په یوې محکمې کې  د نسکور شوی  ولسمشر محمد مرسی  ناڅاپی  مرګ  چې   ډیر شناندی او کارپوهان ئې مشکوک  ګڼی او په دې اړه ئې  دمصر اوسنی حکومت ګرَم بللی دی ،  په دې مینځو میان کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په ډاګه وئیلی دی  محمد مرسی په طبیعی مرګ نه دی  مړ شوی  او دهغه دمرګ ترشا د مصر دحکومتی ستره دسیسه  ده.

 د اکلډ  موسسې رلیف ویب  خبری سایټ  په یوه نوی راپورکې  چې د  یمن د جنګ په باب ئې خپور کړی ،وئیل شوی د   یمن په ضد د عربستان  دائیتلاف  دجنګ  له هماغه پیله تر دې دمه  په دغه نابرابر جنګ کې  دیمن  دماشومانو ، ښځو اوبوډاګانو په شمل  کابو یو لک  کسان  قربانی شوی او دغه راز  په لسګونو زره نور  هم پرکوټ شوی دی  او ددغه جنګ راتلونکی  هم هماغه شان  په تورتم کې دی .

 دملګروملتو  د  کډوالو د چارو  ادارې پخپل وروستی راپور کې وئیلی دی ، په د رستې نړۍ کې د کډوالو شمیر ورځ تر بلې په زیاتیدا دی او تر دې  دمه کابو یو اویا میلیون  کسان  له خپلو کورونو کوچیدلی او  دپناه  په تکل کې سربداله دی .

د یمن  دانصار ا... ولسی مبارز غورځنګ په یوې اعلامیې کې  خبرداری ورکړی ، د عربستان  په حیاتی  مرکزونو له بریالیو حملو وروسته اوس   د متحده عربی اماراتو د هوائی ډګرونو اوبندرونو وار  دی  چې باید دجنایتونو د غچ اخستنې خوند  وڅکی .

 د سورئې  پوځ او مقاومتی ځواک په ادلب او حماه ولایتونو کې  له تکفیری ترهه ګرو یو شمیر سیمې آزادې کړی او ددغو سیمو ځای ا وسیدونکی ئې نورو کرارو سیمو ته منتقل کړی  او ددغو سیمو په پاکولو بوخت شوی دی . وئیل  کیږی په دغو عملیاتو کې  دتکفیری ترهه ګرو  په لسګونو  جنایتکار هلاک شوی  او دغه راز د هغوی  په لسګونو په سترو وسلو سنبال ګاډی هم تباه شوی دی .

=     داهم  ایران ورځپاڼه دچې پخپلې نننۍ  ګڼې کې ئې لیکلی دی ،  دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو د   ایران  دهرمزګان ولایت په کوه مبارک سیمې کې  دایران د فضائی حدودوله خلاف ورزۍ  ورسوته  د امریکا ګلوبل هاؤک نومې بې پیلوټه  جاسوسی الوتکه   نسکوره کړې  ده .

  د امریکا ډیلی یسټ خبری سایټ راپور ورکړی،دامریکاولسمشر ډونالډټرمپ  چې واک ته له رسیدو وروسته د ایران په وړاندې په سرزوری دریځونو او سختې لهجې  مشهور شوی،همدااوس  ئې خپلو سرزورو ملګرو  یا بی ټیم  ته سپارښتنه کړې ده ،  چې خپلو پخوانیو دریځونو   تکرارولوته ګروهنه نه لری او  باید له سختې لهجې دې ټول ملګری ډډه وکړی او تاؤتریخوالی دې کم شی ځکه مونږ له ایران په جنګ پسې نه یوو .

 دافغانستان  په چارو کې د  امریکا ځانګړی استازی د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر د ویندوی  د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وئیلی دی ،مونږ له افغانستانه د امریکائی پوځ  په ویستلو پسې نه ،بلکې له طالبانو  ډلې سره د  سولې د خبرواترو په باب په موافقې پسې یوو .  داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې په قطر کې د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر  ویندوی سهیل شاهین وئیلی وو چې  امریکا  له افغانستانه د خپلو درستو پوځیانو  له ویستلو سره موافقه کړې ده، بلکې دا ئې هم ژمنه کړې ، چې  دافغانستان په راتلونکی کې به بیا هیڅ ډول دخالت نه کوی .

 اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو ورځپاڼو ته چې دافغانستان  د وروستیو بدلونونو په باب ئې لیکنې کړی دی (البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

 

یورو اېشیا ریویو خپرونې په افغانستان او مینځنۍ اسیا کې د پاکستان پر ستراتېژیکو اهدافو او پالېسیو تبصره کړې ده.

خپرونه لیکی، داسې معلومېږی چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدل او ثبات د پاکستان لومړی هدف نه ‌وی، بلکې دې هېواد په افغانستان کې د هند د رول د کمولو او د دې هېواد له لارې منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره هڅو ته لومړیتوب ورکړی دی.

یورو اېشیا ریویو لیکی، په اوږدمهال کې د پاکستان هدف دا دی چې په افغانستان کې سیاسی، اقتصادی او ایډیالوژیک نفوذ ولری او له افغانستانه د هند لاس لنډ کړی.

د خپرونې په لیکنه، د افغانستان ولسمشر له ۲۰۱۵ میلادی کال راهیسې په دومدارډول خبرداری ورکړی چې که پاکستان د افغانستان سوداګرو ته د واګه لاره خلاصه پرې نه‌ږدی چې خپل مالونه هند ته ولېږدوی، نو دوی به هم په پاکستان  خپلې ټرانزیتی لارې وتړی.

په هغه صورت کې به پاکستان نه‌شی کولای چې خپل مالونه د افغانستان له لارې، منځنۍ اسیا ته صادر کړی.

خپرونې همداراز د یوه سیاسی څېړونکی، ادریس ستانکزی خبرې خپرې کړی چې ویلی یې دی چې پاکستان د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی د کار له څرنګوالی اندېښنه لری ځکه اشرف غنی اکثراً پر اقتصادی پروژو کار کوی او په دې ډول پر پاکستان د افغانستان اتکا کموی.

د بشری حقونو د څارنې نړیوال سازمان د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د پخوانی مشر، کرام‌الدین کریم په اړه مقاله خپره کړې ده.

دې سازمان ویلی چې پر کرام‌الدین کریم مؤثق تورونه لګېدلی چې د افغانستان د فوټبال د نجونو د ټیم یو شمېر غړی یې له جنسی اړخه ځورولی دی.په مقاله کې وړاندې لیکل شوی، پر کرام‌الدین کریم چې کومو کسانو تور پورې کړی، له هغوی سره  عدالت نه ‌دی شوی او له هغوی سره د انصاف کېدو پروسه ډېره سُسته روانه ده.

د افغانستان حکومت د ثور په ۲۸مه نېټه د کرام‌الدین کریم د نیولو حکم وکړ، خو هغه لا هم نه‌دی نیول شوی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون ویلی چې کرام‌الدین کریم له خپل  صلاحیته ناوړه کار اخیستی او د دې نړیوالې ادارې اخلاقی اصول‌یې تر پښو لاندې کړی دی.

له دې امله، کرام‌الدین کریم په کور او نړۍ کې د فوټبال په تړاو له ټولو فعالیتونو منع شوی او یو میلیون ډالر جریمه هم ورباندې لګېدلې ده.