ترکیه د امریکې له بندیزونو سره ورته مقابله کوي
Jun 21, 2019 03:29 Asia/Kabul
د ترکیې ولسمشر وویل چې د دغه هیواد خلاف د واشنګټن احتمالي بندیزونه به د انقرې له ورته مقابلې سره مخامخ شي.
رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې رجب طیب اردوغان پرون ویلي دي: له روسیې څخه د ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم اخیستل د دې دواړو هیوادونو ترمینځ شوې موافقه ده.
هغه زیاته کړه چې د واشنګټن له ګواښونو او مخالفتونو سره سره به له روسیې څخه ایس-۴۰۰ ډوله د توغندوي دفاع سیسټم واخلي.
د ویلو ده چې په دې وروستیو څو میاشتو کښې له روسیې د ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم د اخیستو په شمول د مختلفو مسائلو په سر د ترکیې او امریکې ترمینځ شخړه ګرمه شوې ده.
امریکې ترکیه په بندیزونو او پرې د ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د خرڅون د تړون په لغو کولو ګواښلې ده.
ټیګونه