په امريکه کښې ترټولو لوے چاڼځي کښې چاودنه او اور لګېدنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82927-په_امريکه_کښې_ترټولو_لوے_چاڼځي_کښې_چاودنه_او_اور_لګېدنه
د امريکې خبري سرچينو پرون د امريکې په ختيځکښې د ترټولو لوے چاڼځي کښې د چاودنې او پراخه اور لګېدنې خبر ورکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 22, 2019 01:42 Asia/Kabul
  • په امريکه کښې ترټولو لوے چاڼځي کښې چاودنه او اور لګېدنه

د امريکې خبري سرچينو پرون د امريکې په ختيځکښې د ترټولو لوے چاڼځي کښې د چاودنې او پراخه اور لګېدنې خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د امريکې د پېنسېلوانيا ايالت په فيلادلفيا چاڼځي په کمپلېکس کښې د اور لګېدنې له کبله آسمان له لمبو او لوګيو ډک شوے دے.

ځاي سرچينو د بوټان ګېس ليک کېدل د دغه چاڼه ځي د چاودنې او اور لګېدنې وجه اعلان کړه.

د سيمې خلقو ته ويل شوي دي چې امن ځايونوته پناه يوسي. د چاڼځي دغه کمپلېکس يو نيم سل کلن لرغونتوب لري او هره ورځ پکښې درې لکه پينځه دېرش بېرل تېل چڼيږي. او پکښې له لسو زرو نه زيات کسان کار کوي.

تر اوسه د دغې اور لګېدنې له کبله د سر او مال تاوانونو په اړه رپوټ نه دے خپور شوے.

د يادونې ده چې د فيلادلفيا په چاڼځي کښې په روانه مياشت کښې دا دويمه اور لګېدنه ګڼل کيږي.د جون د روانې مياشتې په لسمه هم پکښې اور لګېدلے ؤ.