دتهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .
داهم د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دسیمې او نړۍ په سویه د ایران د هرمزګان ولایت په سمندری حدودو کې د امریکا د ګلوبل هاؤک نومې بې پیلوټه جاسوسی الوتکې دنسکوریدا په باب هماغه راز انعکاسونه دوام لری ، زیاتره خبری رسندوئې د ایران داسلامی جمهوریت پر توغندوی قدرت او چټکتیا حک بکې پاتې دی او دوی په دې اعتراف ته اړ شوی چې ووائی ،دایران سپاه پاسداران داسې قدرتمنه ټیکنالوجی لری چې د امریکا په ایم کیو ۴ ډوله ډرون الوتکې کې کارول شوی ټیکنالوجی ئې راګیره کړې او کلک ګوزار ئې ورکړی دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی دامریکا مشرانو جرګې په غوڅ اکثریت سره د درو مسودو په تصویبولو سره ، عربستان ،متحده عربی اماراتو او اردن ته د وسلو دخرڅلاؤ منع کیدا ته مثبته رایه ورکړه
د ملګروملتو رپورټر په خپل څیړنیز راپور کې وئیلی دی ،د لبنان د وخت د لومړی وزیر سعد حریری له برمته کیدا رانیولې دجمال خاشقجی تر بوږنونکی وژلې پورې نړیوالې ټولنې د آل سعود رژیم په ضد هیڅ کار نه دی کړی ،حال دا چې دغه دواړه جنایتونه د نړیوالې ټولنې په تیره بیا دنړیوالو قوانینو دسپکاوی په معنا دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت او ترکیې خارجه وزیرانو محمد جوادظریف او مولود چاووش اوغلود ایران په اصفهان کې د ګډو ملګرتیاؤ سټراټژیک سند لاسلیک کړ .
په مصر کې یوې ډلې د دغه هیواد په یوې محکمې کې دپخوانی ولسمشر محمد المرسی په مرګ په غبرګون کې په درست هیواد کې د اعتراضیه مظاهرو غوښتنه کړې ده .
د یمن دپوځ ویندوی یحیی سریع دعربستان په جنوب کې د جیزان په هوائی ډګر د ډرون الوتکو دپراخو حملو خبر ورکړی او وئیلی ئې دی ، په عربستان کې د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د بې پیلوټه الوتکو دیونټ په بریالیو حملو پسې اوس وار د متحده عربی اماراتو د پوځی اوسټراټژیکو تاسیساتو دی ، چې دخپلو جنایتونو په ځواب کې به سخت ګوزارونه ووینی.
دفلسطین د غزې اوسیدونکو د بیرته ستنیدا د حق په نامې سره د سترلاریون په درې شپیتمې جمعې ورځې هم په دغې سیمې کې له وحشی صهیونیسټی رژیمه خپله سخته کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ .
دعراق دبغداد په یوه جومات کې پرون په ځان مرګی برید کې کابو دولس کسان شهیدان او پنځلس نور ټپیان شوی دی .
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې په نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،سیمه ایزو او نړیوالو خبری رسندویو لیکلی دی ، د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د توغندوی ضد هوا فضا ضد سسټم د امریکا دایم کیو ۴ ډوله ډرون الوتکې په نسکورولو سره دغه استعماری قدرت ته درنده څپیړه ورکړې او د عربستان او متحده عربی اماراتو ونډه پاتې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جوادظریف د ایران او ترکیې د سټراټژیکې پلانونې دکمیشن له غونډې وروسته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو د بشپړ اجرا لپاره اروپائی لوری ته ورکړل شوی الټی میټم په ختمیدا دی او د چنګاښ یا جوزا د میاشتې له شپاړسمې نیټې وروسته به په جامعې ایټمی موافقې کې دایران د ژمنتیاؤ دکمیدا دوهمه مرحله پیل شی .
دتهران د جمعې لمانځه موقته خطیب محمد جواد علی اکبری دجمعې لمانځه په خطبو کې وئیلی دی ،امریکایان دې دایران دهوائی حدودو د خلاف ورزۍ په دلیل دایران له ملته زرترزره بخښنه وغواړی .
د سورئې پوځ او مقاومتی ځواک په حماه ،ادلب او ځینو نورو سرحدی سیمو کې د تکفیری ترهه ګرو له سپیرو منګولو ځینی سټراټژیکې سیمې آزادې کړ ی او دهغوی یو شمیر تکفیری جنایتکار ئې هلاک او ورسره په سترو وسلو سنبال یو شمیر ګاډی اوتجهیزات ئې هم تباه کړی دی
دا هم د تهران چاپ ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، په ملګروملتو کې داسلامی ایران دنمایندګۍ دفتر د امریکا دبې پیلوټه الوتکې له خوا د ایران دهوائی حریم په خلاف ورزۍ پسې اعتراض کړی او دملګروملتو او امنیت شورا مشرانو ته ئې په دې ا ړه سخت اعتراض کړی او وئیلی ئې دی ، باید نړیواله ټولنه په تیره بیا ملګری ملتونه د ایران دهوائی حریم دخلاف ورزۍ په دلیل له امریکا توضیح وغواړی چې ولې د سیمې د حالاتو دترینګلی کولو قصدا هڅه کوی .؟
روئټرز خبری آژانس راپور ورکړ، دعراق پوځی او امنیتی سرچینو وئیلی دی ، امریکا چمتوو کیږی ، دخپلو دوو شرکتونو لاکهیډ مارتی او سالیپورټ ګلوبل ټیکداران اوپرسنل ئې د احتمالی امنیتی ګواښونو په دلیل له عراقه وباسی .
دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون د ایران دسپاه پاسدارانو په لاس دامریکا د ایم کیو ۴ډوله جاسوسی ډرون الوتکې په نسکوریدا پسې وئیلی دی د مینځنی ختیځ ترینګلتیاوې دهیچا په ګټه نه دی ، په همدې خاطر باید داسې اقدام ونشی ، چې تاؤتریخوالی زیات کړی او شخړې لاپسې سختې کړی .
راپورونه ښئ دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د جنګ پلانونکی مارک سپر د دغه هیواد د دفاع وزارت یا پنټاګان د وزارت لپاره مشرانو جرګې ته ورمعرفی کړی دی .
د عراق روحانی دینی عالم او ددغه هیواد په پارلیمان کې تر ټولو دزیاتې څوکۍ لرونکی فریکشن مشر مقتدا صدر پر حکومت غږ کړی ، سږ کال دحج د اداکولو لپاره دې دهغو حکومتی مسئولانو او سیاستوالانو او د پارلیمانی استازو د تلو مخه ونیسی چې له دې مخکې ئې یو ځل د حج د اداکولو لپاره عربستان ته تللی وی .
د افغانستان دسولې د بهیر دپیاوړی کولو او په دغه بهیر کې د مخالفانو دګډون لپاره دهڅونې په موخې سره په پاکستان کې یو سیمنار شوی چې د مخالفانو اوافغان حکومت استازو هم پکې ګډون کړی دی .
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی دیوه لوړروتبه پلاوی په مشرۍ نن دپاکستان په دوه ورځنی سفر اسلام اباد ته رسیږی .
په پاکستان کې دسیاسی ترینګلتیاؤ یو ځل بیا سر راپورته کړی او وئیل کیږی ،ممکنه ده په دغه هیواد کې د حکومتی او قضائی ادارو له خوا د اپوزیشن ګوندونو دمشرانو دنیول کیدا په علت عمومی تاؤتریخوالی زیات شی .
= اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو، ( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو د جوړېډونکې ناستې او د انتخاباتی مسایلو په اړه لیکنې او تبصرې کړی دی.
د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، په پاکستان کې جوړېدونکې ناستې ته خوشبینۍ او بدبنینۍ.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، دا ناسته داسې مهال جوړېږی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم قطر ته رسېدلی او د ځینو نا تأیید شویو راپورنو پر اساس، نوموړی له طالب استازو سره غیر رسمی کتنې هم کړی دی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، په پاکستان کې ناسته ځکه ګټه نه لری چې د افغان سولې او جګړې په برخه کې د پاکستان رول کرغیړن او له غرضونو ډک دی.
د سرمقالې لیکوال افغان سیاستوالو او ګوندونو ته سپارښتنه کوی چې باید د سولې په هره ناسته کې ګډون وکړی، خو د افغانستان له ملی ګټو یوه زره هم شاته نه شی.
= هېواد دولتی ورځپاڼې لیکلی، پاکستان د روسیې په څېر د افغان حکومت د ننګولو هڅه کوی.
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې افغان حکومت باید د نړیوال ملاتړ تر سیوری لاندې پاکستان پرې نږدی چې چیلنج یې کړی او انزوا شوی پاکستان نور هم را ټینګ کړی چې له دغه ناوړه سیاسته لاس واخلی.
بل خوا بیا نور ورځپاڼو راتلونکو انتخاباتو ته د چمتوالی او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو په څرنګوالی لیکنې او تبصرې کړی دی.
= ملی ارمان ورځپاڼې لیکلی، له ناسالمو انتخاباتو سره د هېواد اوضاع بدترېږی.
په سرمقاله کې راغلی، اوس د دې وېره شته چې راتلونکی انتخابات د ولسی جرګې د تېرو انتخاباتو په څېر له پراخو درغلیو سره مله وی.
د سرمقالې لیکوال د انتخاباتو په خپلواک کمېشن غږ کوی چې یاد کمېسیون باید شفافو انتخاباتو ته بشپړ چمتووالی ونیسی، له تېرو انتخاباتو درس واخلی او پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار نشی.
د لیکوال په باور، د فساد د مخنیوی لپاره مهمه دا ده چې د رأیې ورکوونکو د اصلی او تقلبی لېست ترمنځ تفکیک وشی.
= د اطلاعات روز ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، یو تور ته په کتو راتلونکی به بدنام انتخابات وی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، که چېرې د مولانا محمد عبدا... ادعاوې سمې وی، نو د ارګ له خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په چارو کې له لاسوهنې پرده پورته کوی.
لیکوال وړاندیز کوی چې دغه ټولې ادعاوې دې په بې پرې ډول وڅېړل شی، که چېرې د ښاغلی محمد عبدالله څرګندونې نادرستې وی، ځواب دې ووایی، خو که چېرې لګول شوی تور واقعیت ولری، باید کمېسیون ځواب ویوونکی اوسی.