د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83160-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو . نو ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 03, 2019 08:11 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو . نو ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

داهم د تهران   جمهوی اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت دتیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه  د اوپک دغړو هیوادونو دو زیرانو له غونډې وروسته وئیلی دی ، ایران په دغې غونډې کې  هغه ضمانتونه چې  غوښتل ئې ترلاسه ئې کړی دی .

 دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دایران  داسلامی جمهوریت  حکومت دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د ۲۶ او ۳۶ مادو په اساس  د خپلو حقوقو د تحقق لپاره  د پخو یورانیمود زیرمه کولو داندازې یعنی له درو سوو کلوګرامه د زیاتو یورانیمو زیرمه کولو  اقدام په وړاندې  نړیوال غبرګونونه  هماغه راز دوام لری ، په دې باب  د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر  محمد جواد ظریف روښانه کړې ده ، له دې وروسته به  په نړیوالې ایټمی موافقې کې   په هماغه اندازه پخپلو ژمنو عمل کوی ، څومره چې درې اروپائی هیوادونه  پخپلو ژمنو  عمل وکړی .

 د روسیې  د یوه اوبتل  څوارلس   کسیزه عمله   په یوه څیړنیز  اوبتل کې د اوور لګیدو په پیښې کې  وژل شوی دی .

 د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی په یوه فرمان کې ددغه هیواد  الحشد الشعبی ولسی مبارز ځ واک د  عراق د  وسلوال ځواک  یوه برخه بللې  او وئیلی دی ، الحشد الشعبی ځواک به له هماغو  امکاناتو برخمن وی چې ددغه هیواد پوځ ئې ترلاسه کوی ،ځکه دغه ولسی ځواک  دخپل ټاټوبی  لپاره دومره خدمتونه کړی دی ، چې  دغه ټاټوبی به ئې هیڅکله هم هیر نه کړی .

 د الجزیره  مراة خبری سایټ  راپورورکړی ،  په سعودی عربستان کې ډیر داسې شخصیتونه چې  حتی سیاسی او رسندوئی فعالیتونه هم نه لری ،  یوازې د دینی او ټولنیزو  فعالیتونو په خاطر نیول شوی دی  او  په هغو کې ځینی  حتی د پانسۍ  او عمر بر  بندی کیدا په څیر  له سزاګانوسره مخامخ دی.

  د امریکا په مشرانو جرګې کې   د  ډیموکراټانو لږکی لوری  مشر چاک  شومر د شمالی کوریا له رهبر سره د ډونالډټرمپ  په لیدو کاتو په سختو نیوکو سره  وئیلی دی ، په شمالی کوریا کې د ټرمپ ګام کیښودل  د ا مریکا د بهرنی سیاست یوه تر ټولو تورتمه ورځ وه . هغه په عین حال کې وئیلی دی ټرمپ د قانون د حاکمیّت   یو اصول هم نه پیژندی ، نه پوهیږی چې  ددیموکراسۍ اصول څه دی ، دا  د امریکا د ډ یپلوماسۍ  او  دبهرنی سیاست  یوه تر ټولو  توره ورځ وه .

دبحرین ولس یو ځل بیا پخپلو اعتراضونو او مظاهرو سره  له هغې غونډې سره  دخپل مخالفت  او کرکې اظهار کړی ، چې  د منامې په کوربتوب سره  د  امریکا د پیړۍ د معاملې  دپلان  داقتصادی اړخ  دمعرفی  کولو لپاره ترسره شوی  ده .

 دمتحده عربی اماراتو د دوبئ د واکمن  دکورنۍ  دمیرمنې او یوه بل غړی په حقوقی شخړې  چې څو ورځې مخکې انګلستان ته تښتیدلی ،  دلندن په یوې محکمې کې د  ددغې دوسیې په باب دانګریز  حکومت په لابۍ  په مشتملو  ادعانو سره یو ځای  پیل شوې ده . یاده دې وی ، چې   د دوبئ  د واکمن  شیخ محمدبن راشد المکتوم میرمن  هیّا  ، چې  د اردن د اوسنی پاچا ملک عبدا.... دوهم  میرنۍ خور  هم ده ،   له خپل خاوند یعنی  د دو بئ له واکمن محمد بن راشد المکتوم څخه جلا شوی او   لندن ته له خپلې لور سره یو ځای تښتیدلی ده او اوس   د روانې جولائی میاشتې په لومړنیو کې دمیرمن هیّا  په غوښتنې سره  پر دغې دوسیې  دلندن په سترې محکمې کې غور او ارزونې روانې دی .

=    داهم  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې  نننۍ ګڼې کې ئې پخپل لومړی مخ په غټ سرټکی سره لیکلی دی ،سپینې ماڼۍ  دایران د پخو شوو یورانیمو  د زیرمه کولو په زیاتیدا د  سپینې ماڼۍ چارواکی  له ملنډو په ډک غبرګون کې  مدعې شوی  چې تهران   د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  له لاسلیک کولو مخکې  ددغې نړیوالې ایټمی موافقې   خلاف ورزی کړې  ده .  داپه داسې حال کې  ده چې  داسلامی ایران  خارجه وزیرمحمدجواد ظریف  له ملنډو په ډ کې ددغې ادعاپه غبرګون کې یوازې دومره وئیلی دی چې،

په رښتیا....(جدا)؟؟؟؟

دغې ورځپاڼې همداراز په دوام کې لیکلی دی ، په قدس شریف کې د سرنګونو دکندلو په غبرګون کې  د مصر د الازهر پوهنتون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له صهونیسټ رژیم سره  ددغو سپیرو او خطرناکو  اقداماتوسره  د مقابلې لپاره   نړیوال  مقابلې ته بللی او  دمسلمانانو لپاره ئې یو ډول د جهاد  بلنه ورکړې ده .

 دایران داسلامی ا نقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکنی ځوا ک  د حمزه غونډ  عمومی اړیکو په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، دایران  په آذربایجان غربی ولایت کې  په چالدران عمومی سیمې کې  د  سپاه پاسدارانو مبارزان   له انقلاب ضد ترهه ګرې ډلې سره  نښتی  او په بشپړ ډول ئې له مینځه وړی  ده . دغې څو کسیزې ترهه ګرې تکفیری ډلګۍ  دآذربایجان غربی ولایت له لارې  دایران ټاټوبی ته د واردیدو هڅه کوله چې  له مینځه لاړه .

 د امریکا هیل خپرونې راپور ورکړی ،  ددغه هیواد مشرانو جرګې یوه استازی  د امریکا په سرحدی بندونو کې  دکډوالو  اود هغوی د کورنیو  د وضعیّت  د لیدو په باب  دغې سیمې ته  له ورتلو وروسته په یو لړزونکی راپور کې وئیلی دی ، په دغو بندونو کې له اوسنی وضعیّته انسانیّت شرمیږی  او داسې  بوږنونکی  حالات  هغه پخپل ژوند کې هیڅکله هم نه دی لیدلی  او که د امریکال د سرحدی بندونو په وضعیّت سملاسی او فوری  غور او څیړنې ونشی ، نو ممکنه ده  دغه بوږنونکی انسانی غمیزې به د   امریکا د تباهۍ لامل شی .  

=    داهم  دتهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د اورپا او  اود اروپا ټرایئکا یعنی انګلستان ، فرانسه او جرمنی  د ایران د  پخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو داندازې په زیاتیدا لالهانده شوی او اوس لار ترې ورکه ده چې  څه وکړی څو  ایران  له دغې فیصلې بیرته لاس په سر شی او  جامعه نړیواله موافقه هم دهغوی پخپل خیال  له کوم لګښت ورکولو پرته پخپل ځای باقی پاتې شی ، خو د ایران د اسلامی جمهوریت   لوړپوړوچارواکو  په ډاګه وئیلی دی له دې وروسته به  اسلامی ایران  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  خپلو ژمنو ته په هماغه اندازه ژمن وی ، چې  درې اروپائی هیوادونه  ئې ترسره کوی .

 دپاکستان  دلاهور په  علامه اقبال هوائی ډګر کې  په ډزو کې  دوه هغه کسان وژل شوی چې  په همدې شیبو کې په یوه بهرنی  الوت کې له  عمرې بیرته ستانه  شوی وو .

 د  امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  چې    د  ایران له خوا د پخو شوو یورانیمو  د زیرمو له زیاتیدا مخکې ئې  دغه شان کار له  اوور سره لوبې بللې وې ،  دایران له خوا د  پخو شوو یورانیمو د  زیرمو له درې سوه  کلوګرامه  په زیاتیدو پسې یوازې دومره وئیلی دی ، چې ؛  دا ښه کار نه دی . او په همدې ئې بسنه کړې ده.

د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان  سردار حسین سلامی په ډاګه کړې ده ،  دښمن  له ایران سره له جنګه  سخت ویریدلی  او  اوس شرائط  اپوټه شوی دی  او  په کرتو  دخبرواترو  میز ته  د کیناستو خبرې کوی ، خو دوی  په  په دوکو او دښمنۍ کې تر هغه حده تللی چې  اوس پرې هیڅکله هم باؤ رنشی کیدلی .

 د افغانستان   دکابل پشمول په بیلابیلو سیمو کې  په داسې حال کې  د طالبانو ډلې او حکومتی لوری ترمینځ  اخ وډب زیات شوی او  هره ورځ په لسګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی ،چې  د  قطر په دوحې کې د  همدغو طالبانو ډلې او  امریکائی استازو ترمینځ د روغې جوړې  دخبرواترو اوه م پړاؤ هم روان دی . داپه داسې حال کې دی چې  له دې مخکې  دطالبانو او امریکائی استازو ترمینځ دخبرواترو شپږ پړاؤنه ترسره شوی دی ،خو هیڅ ډول  مثبتې نتیجې ئې نه دی درلودلی .

 =   اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې  ددغو روځپاڼو خپل د ریځونه دی .

د کابل چاپ ځینو نننیو  ورځپاڼو د قطر د راتلونکو بین‌الافغانی خبرو اترو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دی.

مسیر ورځپاڼې لیکلی دی چې د قطر بین‌الافغانی ناستې ته څوک ورځی او څه پایلې به ولری؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلی دی چې ټاکل شوې دغه غونډه د روانې جولای میاشتې په اوومه او اتمه نېټه د جرمنی او قطر په کوربه‌توب په دوحه کې جوړه شی، خو د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې د ناستې اصلی هدف څه دی؟ څوک وربلل شوی او د افغانستان د سولې له پروسې سره څه مرسته کولای شی؟

د لیکوال د معلوماتو له مخې چې دغه غونډې ته ۶۰ کسان وربلل شوی چې  کومې مهمې سیاسی څېرې په‌کې نه‌ښکاری.

سرمقاله لیکونکی لیکی چې په وربلل شویو کسانو کې ډېر  هغه افغانان دی چې د جرمنی تابعیت لری او یا هم د مدنی ټولنو په نوم په افغانستان کې د سفارتونو پروژې پر مخ وړی.

د سرمقالې لیکوال باور لری چې کله دغسې ناستې کېږی، نو باید مهم او نفوذ لرونکی کسانو ته په‌کې د ګډون بلنه ورکړل شی، څو هلته د افغانستان د خلکو د یو کتلې په استازیتوب خبرې وکړی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی دی چې دې غونډې ته دولتی کسان هم بلل شوی، خو د حکومت د استازو په توګه نه، بلکې د اشخاصو په توګه خو د سرمقالې لیکوال په‌دې باور دی چې په‌دې ناسته کې حکومتی کسان د دولتی استازو په توګه برخه نه‌شی اخیستی، نو د دې او د مسکو د غونډو توپیر نه‌شی کېدای.

د سرمقالې په پای کې راغلی دی چې همدې مسایلو ته په کتو سر له اوسه فکر کېږی چې دا ناسته ښې پایلې نه‌لری او د سولې له اصلی مسیره پر بله خوا مزل دی.

=    سرخط ورځپاڼې بیا دې ناستې ته هیله‌مندی ښودلې او په یو مطلب کې یې لیکلی دی چې دا د سولې پروسې لپاره یو بل مهم پړاو دی.

په مطلب کې د یو شمېر کارپوهانو په وینا لیکل شوی دی چې د افغان سولې پروسه خپل اصلی پړاو ته رسېدلې او د دغه پړاو له پیل او مثبتو پایلو سره به په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږی.

په مطلب کې وړاندې راغلی دی چې اوس نو د جګړې ښکېلو اړخونو ته په کار ده چې دا پروسه په ښه ډول مدیریت کړی.

د مطلب لیکوال همدا شان غوښتنه کوی چې باید د بین‌الافغانی خبرو اترو پروسه د افغان حکومت له لوری مدیریت شی نه د هغه اشخاصو له لوری چې له کلونو راهیسې په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالی لامل ګرځېدلی دی.

او هېواد دولتی ورځپاڼې د دغه غونډې په اړه لیکلی دی چې په دې ناسته کې  باید د افغانانو په مالکیت د سولې لپاره پرېکړه وشی.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې وړاندې راغلی دی چې که په‌دې ناسته کې د حکومت استازی د حکومت په نماینده‌ګۍ برخه نه‌شی اخیستی، نو ښکاره ده چې د غونډې پایلې به هم ښې نتیجې ونه‌لری.