ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83283-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼې مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2019 08:09 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼې مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تهران چاپ له ورځپاڼو وړومبی جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د ویاند له قوله یې په غټو ټکیو لیکلې دي: د ایران د یورانیمو د پخولو سطحه څلور نیمو فیصدو ته ورسیده، په دریم ګام کښې به شلو فیصدو ته هم ورسي.

د خبر په دوام کښې راغلې دي چې د یورانیمو دا اندازه غني سازي د قدرت د سلاکوټونو د سونګو په برابرولو کښې د هیواد اړتیا پوره کولی شي.

د ایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍد ادارې ویندوی بهروز کمالوندی پرون د اروپایانو دبدعهدیو په ځواب کې دایران د نړیوالې ایتمی موافقې د ژمنتیاؤ دکمولو  ددوهم ګام پیلیدا ته په اشارې سره  ووئیل ،په شلو فی صدو سره د یورانیمو پخول  او دسنټرفیوژونو زیاتول ،د ایران د ژمنتیاؤ د  کمولو د دریم ګام ټاکنې دی  او د وخت په رارسیدو سره به  دغه ګام هم پورته شی .

 کمالوندی ټینګار کړی،که اروپایان خپلې ژمنې اجرا نه کړی،نو ایران د هغو ژمنتیاؤ شمیرچې په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې ئې څنګةکړی،او ځنډولی دی لازیاتې کړی .

  د ایران دایټمی انرژۍ دادارې ویندوی د تهران دژمنتیاؤ دکمولو موخه د نړیوالې ایټمی موافقې ساتل وبلل او  هیله ئې وښودله،د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې  درست لوری خپلو ژمنتیاؤ ته پابنده ووسي.

** جمهوري اسلامي لیکي چې

له بلې خوا د ایران د خارجه وزارت ویاند ویلې دي: که اروپایان تشې د خولې خبرو ته دوام ورکړي او عملي کار ونه کړي نو دریم ګام به لا مضبوط پورته کړو.

سیدعباس موسوی  پرون په خبری کنفرانس کې ووئیل  که  په جامعې  ایټمی موافقې  کې  پاتې هیوادونه په تیره بیا اروپایان پخپلو ژمنو عمل ونه کړی ، او دخولې درملنې  ته دوام ورکړی ، نو اسلامی ایران  به دریم  ګام لاپیاوړی پورته کړی .

 عباس موسوی  اروپایانو ته د دوه میاشتنی  ملهت  ختمیدا او  دایران دنړیوالې ایټمی موافقې داجرائی  ژمنتیاؤ د کمیدا دوهم ګام پیلیدا ته په اشارې سره  روښآنه کړې ،  اسلامی ایران  دملی ګټو او ملی امنیت  په اساس  خپلواکه فیصله کوی .

  هغه  په نړیوالې ایټمی موافقې کې د اروپایانو د بې عملۍ  او د ایران دژمنتیاؤت په کمیدا د  هغوی دغبرګون په باب  هم ووئیل ،  تهران   په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې  دخپلو ژمنتیاؤ په کمولو کې  خپل ورته اقدام پیل کړی او وئیلی ئې دی ، له نړیوالې ایټمی موافقې  د امریکا په  وتلو  او د اروپایانو  له بې عملۍ سره  دمونږ د دندو او حقوقو ترمینځ  هیڅ تناسب نشته .

 دایران دخارجه وزارت ویندوی ټیننګار کړی ، ایران حق لری ،  داروپایانو  دبدعهدیو په نسبت  غبرګون وښئ او دا  غبرګون د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د ۲۶ او ۳۶مادو په اساس،یو منطقی اوحقوقی  غبرګون دی .

**

د ایټمي موافقې په لړ کښې د اروپایانو د بدلوظیو په ځواب کښې د ایران اقداماتو نړۍ اندیښمنه کړې ده. په دې لړ کښې د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوتریش هم  د ایران له خوا دیورانیمو دپخولو د سوئې په زیاتولو داندیښنې په ښودلو سره  له ایرانه غوښتی دی ،  جامعې نړیوالې ایتمی موافقې ته دې پابنده پاتې شی.

اخو روسیه وايي: له ایران سره دې د ایټمی موافقې د ساتلو هڅه وشي.

خبر زیاتوي چې د روسیې  خارجه وزارت  پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ټینګار کړی ، ماسکو  دجامعې نړ یوالې موافقې  له درستو لورو  غواړی ،څو  دایران د ایټمی موافقې  دساتلو لپاره دې  په یوځای هڅو سره  مثبت ګامو پورته  کړی .

 ماسکو له ایران سره په   جامعې نړیوالې ایتمی  موافقې   کې د پاتې  هیوادونو  دخارجه وزیرانو په سویه د غونډې د ترسره کیدا  وړاندیز  مطرح کړی او وئیلی ئې دی  چې دغه غونډه باید د دغې نړیوالې موافقې د ساتلو لپاره   د ضرورت په بڼه کې ترسره شی .

**

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا په یو سرټکي کښې لیکلې دي: د ایرانیو حاجیانو لومړنۍ ډله د عربستان مدینې ته روانه شوه

د ایرانیو حاجیانو لومړڼۍ شل کسیزه ډله پرون د تهران له امام خمینی هوائی ډګره  دعربستان مدینې منورې ته ولیږله شوه.

دایرانیو حاجیانو ددغې لومړنۍ ډلې بدرګه  د ا یرانیو حاجیانو سرپرست او د حج اوزیارتونو په چارو کې د ولی فقیه استازی حجةالاسلام  سید عبدالفتاح  نواب او د  ایران د حج او زیارتونو د ادارې مشر علی رضا رشیدیان وکړه.

    حجةالاسلام نواب په دغو دستورو کې  ددې خبرې په کولو سره چې   حاجیان  د  حج په مناسکو  اوشپو ورځو کې  دمستکبرانو د دسیسو  شنډونکی  او  دملت  سفیران دی ،ووئیل،که  نن سبا ایران په نړۍ کې  د وئیلو لپاره څه لری ، نو  دمونږ د ولس  د اقتدار او ولس  په وسیله دی  چې تر دې دمه  په یوزړتوب  او یو موټیتوب سره ئې د دښمنانو درستې دسیسې شنډې کړی دی .

 دحج تمتع په معنوی سفر کې سږکال   دایران  کابو شپږ اتیازره پنځه سوه حاجیان  د وحی ټاټوبی ته مشرف کیږی .

**

کابل چاپ:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې تر ډېره د قطر په دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې شوي پرمختګونه او خنډونه راخېستي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې جملو پيل کړې چې د قطر بین الافغاني ناسته پرون پای ته ورسېده، سره له دې چې د دې ناستې د غړو په باب څه خبرې وې، خو دوه ورځنۍ خبرې د طالبانو او نورو افغاني اړخونو ترمنځ د تفاهم او نظریاتو د تبادلې يو ښه فرصت و چې ترسره شو.

د مقالې د لیکونکي په باور، د قطر د بین الافغاني خبرو، اعلامیو او پرېکړه لیکه له دې امله ډېره تمه نشي کېدای چې حکومت په دې خبرو کې نېغ حضور نه درلود، بله دا چې پخپله بهرني ځواکونه چې پر طالبانو بریدونو ته یې دوام ورکړی، منطق دا نشي منلای چې طالبان دې کومې پرېکړې ته درناوی وکړي.

د ویسا سرمقاله په دې جملو پای ته رسېدلې چې که د قطر غونډه وروستۍ نشي او دغه ډول ناستې لږ په لوړه کچه دوام وکړي، نو بالاخره د ښو پایلو تمه ترې کېدای شي، ځکه د دغسې غونډو په دوام سره د افغانانو ترمنځ خپلمنځي باور زیاتېږي چې له پردیو سره د تړاو په کمېدو کې مرسته کولای شي.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د سولې او پخلاینې لپاره د قطر دوه ورځنۍ غونډې ته ځانګړې ده او لیکلي یې دي چې د قطر غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په غزني او کابل کې طالبانو خونړي بریدونه وکړل او سلګونو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله چې زیاتره یې د ښوونځیو ماشومان او ښځې وې.

ورځپاڼه لیکي، د قطر په غونډه کې هم له طالبانو څخه د دغو بریدونو په اړه پوښتنې وشوې او ورڅخه وغوښتل شول چې له حکومت سره بین الافغاني خبرو ته چمتو شي، څو په افغانستان کې روانه پردۍ جګړه ختمه شي.

د سرمقاله لیکوونکي په اند، د قطر په غونډه کې د طالبانو دریځ ته په کتو دا تمه نشي کېدای چې دغه ډله دې په دومره اسانۍ له جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي.

د هېواد سرمقاله په دې کرښو پای ته رسېدلې چې امریکا دې پر طالبانو او د دغې ډلې په ملاتړو نور هم فشار زیات کړي چې د افغانستان پرضد له ناوړه دریځه لاس په سر او سولې ته غاړه کېږدي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې سرمقاله بیا په دې عنوان ده چې پوهنتونونه دې له داعشیانو پاک کړای شي.

د دغې مقالې په پیل کې په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د حضور او افغانستان ته یې د راتګ او فکر په اړه معلومات وړاندې شوي.

د سرمقالې لیکوال افغانستان د داعش ډلې لپاره مناسب بستر بللی او لیکلي یې دي چې د دغې ډلې يو شمېر غړو د افغانستان په پوهنتونونو کې هم نفوذ کړی او محصلین افراطیت ته رابولي.

د ملي ارمان ورځپانې په سرمقاله کې راغلي چې د هېواد د پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځي په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون د داعش ډلې د فکر او لارې د پراختیا لپاره په مناسب ځای بدل شوی دی.

د سرمقاله لیکوونکي په خبره، دا د کار پيل دی او دغه ډله باید پرې نښودل شي چې د هېواد پوهنتونونو ته داسې جرړې وغځوي چې ویستل یې بیا ګران شي.