ترکیه به د خپلې دفاع لپاره ایس-۴۰۰ میزایل سیسټم وکاروي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83309-ترکیه_به_د_خپلې_دفاع_لپاره_ایس_۴۰۰_میزایل_سیسټم_وکاروي
د ترکییې ولسمشر وویل که چیرې دښمن زمونږ په هیواد حمله وکړي نو د ځان د دفاع لپاره به د روسیې ایس-۴۰۰ توغندوي سیسټم استعمال کړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2019 11:08 Asia/Kabul
  • ترکیه به د خپلې دفاع لپاره ایس-۴۰۰ میزایل سیسټم وکاروي

د ترکییې ولسمشر وویل که چیرې دښمن زمونږ په هیواد حمله وکړي نو د ځان د دفاع لپاره به د روسیې ایس-۴۰۰ توغندوي سیسټم استعمال کړو.

د ترکییې ولسمشر وویل که چیرې دښمن زمونږ په هیواد حمله وکړي نو د ځان د دفاع لپاره به د روسیې ایس-۴۰۰ توغندوي سیسټم استعمال کړو.

رجب طیب اردوغان له بوسنیا هرزګوینا څخه د ستنیدو په وخت خبریالانو ته وویل: ترکیې د خپلې دفاع لپاره له روسیې څخه ایس-۴۰۰ میزایل سیسټم اخیستی دی.

له دې مخکښې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که ترکیه له روسیې څخه ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم واخلي نو په انقرې به سخت بندیزونه ولګوي.

د ویلو ده چې له روسیې څخه د ایس-۴۰۰ توغندوي سیسټم د اخیستو لپاره د دغه هیواد او ترکیې ترمینځ د ۲۰۱۷ کال په دسمبر میاشت کښې یو تړون لاسلیک شوی دی.