فرانسې، جرمني او بریطانیې برجامي بیانیه خپره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83321-فرانسې_جرمني_او_بریطانیې_برجامي_بیانیه_خپره_کړه
فرانسې، جرمني او انګلستان وویل: د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې د ایران د اقداماتو په هکله روان مسائل باید د برجام د لاسلیکونکو له خوا حل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2019 02:59 Asia/Kabul
  • فرانسې، جرمني او بریطانیې برجامي بیانیه خپره کړه

فرانسې، جرمني او انګلستان وویل: د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې د ایران د اقداماتو په هکله روان مسائل باید د برجام د لاسلیکونکو له خوا حل شي.

فرانسې، جرمني او بریطانیې بیګا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړه: د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې د خپلو ژمنو د کمولو په لړ کښې د ایران اقدامات باید د برجام د ګډ کمیشن د بیړنۍ غونډې په ترسره کیدو سره حل شي.

د برجام نومې ایټمي موافقې دغو دریو اروپايي غړو د خپلو برجامي ژمنو د کمي د بندولو او د هغوي د بیرته ستنولو لپاره له ایرانه په غوښتنې سره ادعا وکړه چې د یورانیمو د پخولو او د خپلو زیرمو د زیاتولو په لړ کښې د ایران اقدام اندیښمنونکی دی.

د ویلو ده چې اروپایانو ته د ایران د وړومبني شپیته ورځني فرصت په ختمیدو او د برجام موافقې په چوکاټ کښې د هغوي د ژمنو په نه پوره کیدو سره ایران د برجام د ۲۶ او ۳۶ بندونو په چوکاټ کښې د خپلو ایټمي ژمنو د کمولو دویم ګام اجرايي کړ او د یورانیمو د پخولو د کچې د لوړولو اعلان یې وکړ.