ورځپاڼو ته کتنه ۳-۵-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83620-ورځپاڼو_ته_کتنه_۳_۵_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2019 08:37 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۳-۵-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو، دغې ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: په فارس خليج او د هرمز په تنګۍ کښې چا ته د بې نظمۍ اجازه نه ورکوو.

حسن روحاني پرون په دې ټکي باندې په تاکيد سره چې د ایران اسلامي جمهوریت به له ټولو بهرنیو دباؤنو سره سره بدمعاشۍ ته سر ټیټ نه کړي، څرګنده کړه: ایران له ایټمي موافقې د امریکې له وتلو وروسته مقابل لورو ته یو کال فرصت ورکړ چې په برجام موافقه کښې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، خو اوس په ایران باندې د تیلي بندیزونو په لګیدو او نویو حالاتو سره د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو برجامي ژمنو د کمولو په لړ کښې یولړ پریکنده فیصلې کړې دي.

د اسلامي ایران ولسمشر د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره په برجام کښې پاتې لورو ته د تهران شپیته ورځنیو فرصتونو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: که دویم شپیته ورځنی فرصت هم پاې ته ورسي او مقابل لوري څه ونه کړي نو ایران به خامخا دریم ګام پورته کړي.

هغه د فارس خلیج، عمان سمندر او هرمز اوبلارې امنیت د ایران لپاره ډیر د اهمیت وړ وباله او ویې ویل: ایران د فارس خلیج او هرمز اوبلارې د امنیت د ساتنې ترڅنګ د باب المندب او هند سمندر په شمول د نړۍ د نورو اوبلارو د امنیت لپاره هم هڅه کوي.

-------

د تهران چاپ ايران ورځپاڼې د ايران د ملي امنيت د عالي شورا د سېکتر له قوله وليکل، له لوظ ماتونکي سره مذاکره بې عقلي ده

علي شمخاني پرون د اسلامي شورا له مشر او د اقتصادي کمیشن له غړو سره په ملاقات کښې وویل: نن سبا د ایران د خلکو په مثالي مقاومت سره دښمن دې باور ته رسیدلی چې د جنګ د خیالي بلا په سترې ښودلو سره د ایران ولس د ذلت منلو ته نه شي مجبورولی.

هغه د فعال مقاومت له سټراټیجۍ د ترلاسه شویو ارزښتناکو بریاؤ په بیانولو سره زیاته کړه: نن سبا دښمن د دباؤ او مذاکرې د سیاست په کارولو کښې په خپلې ناتوانۍ باندې ښه پوه شوی دی او د خپلو ژمنو له بشپړې اجرا او د ایران د ولس د حقوقو له تامینولو پرته بله لاره نه لري.

-------

د تهران يوې بلې ورځپاڼې رسالت بيا وليکل، د ایران د ټولو قواو د قوماندان صلاحکار امریکې او برطانيې ته خبردارے ورکړ.

ورځپاڼې زياته کړه: جنرل حسین دهقان له الجزیرې چینل سره په مرکه کښې د سمندري ځواک د جوړولو لپاره اروپائي هیوادونو ته د لندن د وړاندیز په غبرګون کښې وویل د هرمز تنګۍ په حالت  کی هر ډول بدلون د خطرناکې مقابلې احتمال رامنځته کوي . هغۀ برطانيې ته په هرمز تنګۍ کښې د شتون او امریکې ته د جنګ د شروع کولو  په اړه خبردارے ورکړ او وې ویل په یمن کښې د جنګ له ختمیدو د عربستان او اماراتو خبره د هغوي د ماتې نښه ده .

---------

او د تهران يوې بلې ابرابر نومې ورځپاڼې وليکل، ایران د افغانستان د ولس خلاف د ټرمپ نژاد پرستانه څرګندونو په اړه ردعمل څرګند کړ.

د ايران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي پرون د افغانستان د ولس خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د توکمپالو څرګندونو د غندنې په ترڅ کښې، هغه د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره ګواښ وباله او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت ځان د ورور او ګاوند هیواد افغانستان د مقاومو خلکو او حکومت ترڅنګ ګڼي.

---------

اوس هم د پاکستان ورځپاڼې د دغه هېواد چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل، وزيراعظم عمران خان د امريکې له سفره وطن ته راستون شو. وزيراعظم عمران خان وئيلې دي چې الله تعالی په مونږ خاص کرم دے، پاکستان د اسلام په نوم وجود کښې راغلې، د مدينه په اصولو او اقبال او قائد اعظم د فرمودات مطابق به پاکستان يو عظيم ملک جوړ ولې شي، وعده کووم چې قام به نه مايوسه کوم

هغه خپله وېنا کښې زياته کړه داسې ښکاري چې له سفر نه پس نه بلکه نړيوال کپ ګټلو وروسته وطن ته راستون شوے يم ، دنيا صرف د هغه عزت کوې څوک چي خپل عزت کوي، د خير غوښتونکو عزت څوک نه کوې، نه پخپله د چا مخې ته ټيټ شوے يم او نه به خپل قام د چا مخې ته ټيټوم.

--------

 

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د هند د دفاع وزير راج نات سېنګ د کشمير په مسئله کښې د مېنځګړيتوب لپاره د ټرمپ تجويز رد کړ. او وې ويل په کشمير مسئله کښې د مينځګړيتوب هيڅ امکان نشته.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې بل لوري ته د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ صلاحکار ليري کېډلو د کشمير په مسئله کښې د مېنځګړيتوب نه قبلولو په اړه د هند د دفاع د وزير څرګندونو په ردولو سره وويل،د کشمير په اړه چې ټرمپ څه ويلي دي صحيح يې ويلي دي ځکه چې ټرمپ ته د مينځګړيتوب وړانديز خپله د هند وزيراعظم نرېندر مودي ورکړے ؤ .

-------

د پاکستان چاپ دنيا ورځپاڼې بيا وليکل، د حکومت مخالف ګوندونه نن په ټول هېواد کښې توره ورځ نمانځي او په دې موقع په مختلفو ښارونو کښې احتجاجي غونډې کوي او د حکومت د پالېسيو او د تېر کال په انتخاباتو کښې د  تحريک انصاف لخوا د ټګيو ټورو په خلاف وېناګانې کوي. د ويلو ده چې د پاکستان د حکومت مخالف ګوندونه ادعا کوي چې تېره کال په نننۍ ورځ يعني د جولائۍ په ۲۵ نېټه په انتخاباتو کښې د تحريک انصاف ګوند لخوا ټګي شوې ده.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان وزيراعظم د امريکې له سفره له راستنېدو مخکښې په امریکه کښې په خپله يوه وېنا کښې وويل چې د صلحې د خبرو اترو لپاره د طالب ډلې راضي کول مشکل کار دے خو مونږ به خپلې ټولې هلې ځلې کاروو او هيله لرو چې په دې مقصد کښې کامياب شوو. ځکه چې په دې مسئله کښې د پاکستان حکومت، فوځ او عوام يو خوله او متفق دي.

ورځپاڼې د پاکستان د فوځ د مشر جنرل قمر جاويد باجوه له قوله وليکل، له امريکې سره د يو بل د احترام او اعتماد په بنياد مضبوط تعلقات غواړوو. هغه زیاته کړه چې امريکائي چارواکو سره د نورو مسائلو ترڅنګه په خاصه توګه د افغانستان د صلحې د بهير په اړه هم تفصيل سره خبرې اترې وشوې.

دنيا ورځپاڼې د برطانيې د نوي جوړ شوي وزيراعظم بورس جانسن له قوله وليکل، د اکتوبر په يودېرشمه نېټه به بې له شکله له اروپائي اتحاد نه بیل شوو. ورځپاڼې زياته کړه دوزيراعظم  په توګه د بورس جانسن له ټاکل کېدو سره سم د برطانوي حکومت په کابينه کښې ګډوډې رامنځته شو او څو تنو وزیرانو له خپلو پوسټونو استعفا ګانې ورکړې.

د ورځپاڼې د يو خبر له مخې د پاکستان له راولپنډۍ ښار سره نزدې د رېلوې پټلۍ کښې د ترهه ګريزې چاودنې اراده کونکې د جهنګوي لښکر يو ترهه ګر له ترهه ګريز اقدامه مخکښې ونيوۀ. خبر زياتوي چې له دغه کس سره چې مجبی اقبال نوميږي ۵۱۰ ګرامه بارود او ترهه ګرۍ نور سامانونه ونيوې شول. په خبر کښې واضحه کړې شوې ده چې که دغه ترهه ګريز اقدام ترسره شوې وې نو سخته تباهي به يې جوړه کړې وه او بې شمېره بې ګناه خلق به مړۀاو ژوبل شوي وو.

-----

د پاکستان چاپ مشرق ورځپاڼې بيا وليکل، د پاکستان واکمن ګوند ځينو مشرانو په قبائيلي سيمو کښې په انتخاباتو کښې له کامياب شويو ازادو کانديدانو سره  ليدنې کتنې کړې او هغوي ته يې په تحريک انصاف ګوند کښې د شاملېدوبلنه ورکړې ده.

ورځپاڼې همدارنګ په يو بل خبر کښې وليکل چې د قبائيلي سيمو په انتخاباتو کښې کامياب شويو څلورو کانديدانو د جمعيت علمای اسلام له مشر فضل الرحمان سره ليدل کتل کړي دي.

مشرق ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل په هند کښې له مسلمانانو سره د ناروا سلوک مسئله په ملګرو ملتو کښې مطرح کړې شوه.

او د يو بل خبر له مخې د پاکستان د خېبر پښتونخوا حکومت د دغې صوبې د مدرسو او ښونځيو په خواشا کښې د سېګرېټو او د تماکو د نوروتوليداتو په خرڅون بنديز ولګوۀ.

عزتمنو دوستانو نن د کابل ورځپاڼود نه چاپ کېدو په وجه مو دغه ورځپاڼې مطرح نه کړې شوې چې معذرت کوو.

--------