دلیبیا الوتکو د خلیفه حفتر په اډې بمبار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83658-دلیبیا_الوتکو_د_خلیفه_حفتر_په_اډې_بمبار_وکړ
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د لیبیا د ملی وفاق د حکومت جنګی الوتکو پرون د پلازمینې طرابلس په جنوب ختیځ کښې په الجفره(Jufra ) هوایی اډې چې د خلیفه حفتر په قومندنۍ د لیبیا دملی پوځ په نوم د ډلې په لاس کښې ده بمبارې وکړې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 27, 2019 05:56 Asia/Kabul
  • خلیفه حفتر د روان میلادي کال د اپریل دمیاشتې په څلورمه (۴) نیټه خپلو عسکرو ته حکم ورکړ چې په پلازمینې طرابلس برید وکړي .
    خلیفه حفتر د روان میلادي کال د اپریل دمیاشتې په څلورمه (۴) نیټه خپلو عسکرو ته حکم ورکړ چې په پلازمینې طرابلس برید وکړي .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د لیبیا د ملی وفاق د حکومت جنګی الوتکو پرون د پلازمینې طرابلس په جنوب ختیځ کښې په الجفره(Jufra ) هوایی اډې چې د خلیفه حفتر په قومندنۍ د لیبیا دملی پوځ په نوم د ډلې په لاس کښې ده بمبارې وکړې .

د لیبیا د ملی وفاق حکومت وویل په دغه حملې کښې د ملی پوځ په نوم د ډلې یوه(۱) بار وړونکی الوتکه  ویجاړه شوه  او  دبې پایلوټه الوتکو مرکز تباه شو .

د خلیفه حفتر په نوم د لیبیا د ملی پوځ په نوم ډلې چې کلونه کلونه د سعودی عربستان د مصر ، متحده عربی اماراتو او دځینو نورو  لویدیځو هیوادونو په ملاتړ سره د لیبیا په ختیځ سلطه لری په تیرو څو میاشتو کښې د شمال په لور پرمختګ کړی دی .

خلیفه حفتر د روان میلادی کال د اپریل دمیاشتې په څلورمه (۴) نیټه خپلو عسکرو ته حکم ورکړ چې په پلازمینې طرابلس برید وکړی .

ددغه حملې له پیل راهسې تراوسه په طرابلس کښې څه دپاسه زر (۱۰۰۰)کسان وژل شوی او کابو پینځه زره (۵۰۰۰)نور ژوبل شوی هم دی .

لیبیا ددغه هیواد د خلکو د   ۲۰۱۱ میلادي کال له  انقلاب وروسته چې د پخوانی دیکتاتور معمر قذافی د حکومت دنسکوریدا سبب  شو د امریکا ، د ځینو اروپایی  او عربو هیوادونو په لاسوهنو سره له تاوتریخوالی او بې ثباتۍ سره مخ  شوی ده .