بی نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83678-بی_نقابه_امریکا
د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کی د روسیې د لاس وهنې په تور د غور ځای څارنوال رابرټ مولر د جولایی په ۲۴ په کانګرس کی په شتون سره د بشپړه تبریه کیدا په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2019 08:30 Asia/Kabul
  •  بی نقابه امریکا

د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کی د روسیې د لاس وهنې په تور د غور ځای څارنوال رابرټ مولر د جولایی په ۲۴ په کانګرس کی په شتون سره د بشپړه تبریه کیدا په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

د رابرټ مولر په وسیله د ټرمپ د بشپړه تبریه کیدا ردیدا

په نړۍ کې په راتلونکیو کلونو کی د ډالر د ځای د غورځیدا په اړه دستر امریکایی بانک خبرداری

او د ټرمپ لخوا په عربستان او اماراتو د وسلو له خرڅولو سره په مخالفت کی د کانګرس د مسودې وټو کول ، په تیره اونۍ کې د امریکا په مهمو پیښو کی شامل دی .

««««««««««««««««««««

د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کی د روسیې د لاس وهنې په تور د غور ځای څارنوال رابرټ مولر د جولایی په ۲۴ په کانګرس کی په شتون سره د بشپړه تبریه کیدا په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه . مولر وویل له قدرته د ټرمپ له وتلو وروسته هغه پرضد د جرم اعلانولو امکان موجود دی . زما راپور د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کی د روسیې د لاسوهنې په اړه  له دې سره سره چی ټرمپ له روسیې سره د ساز باز له توره بری کړی دی خو هیڅکله یې هغه د عدالت په اجرا کی  د مخنیوی له توره ندې تبریه کړی .

مولر دوه کاله له روسیې سره د ټرمپ د انتخاباتی کمپایین د ساز باز د ادعا په اړه په تحقیق تیر کړل . هغه نتیجه واخیسته چی روسیې په انتخاباتو کی د ټرمپ استازیتوب لاس وهنه وکړه خو د ساز باز په اړه یې  شواهد ترلاسه نکړل .

رابرټ مولر چی مخکې د ایف بی ای مشر وو ، د هغه ټیم نتیجه ترلاسه کړه چی د عدالت په لاره کی له کار ړنګونې سره په ارتباط کی  ولسمشر نشی محاکمه کولې خو هغه یې تبریه هم نکړ .

مولر وویل زمونږ په انتخاباتو کی د لاس وهنې لپاره د روسیې حکومت هلې ځلې یو جدی چیلنج دی . د روسیې او نورو په وسیله د دغې لاس وهنې په وړاندی د ساتنې لپاره باید ډیر کار وشی .

««««««««««««««««««««

د قضایی کمیټۍ دیموکراټو غړیو په  هغو لسو موردونو تمرکز وکړ چی  ځانګړی پلټونکی هغه داسې موردونه بللی وو چی ممکنه ده ولسمشر د تحقیقاتو د خنډ لپاره هڅه کړی وی . هغو په تیره بیا په دغه ادعا چی ټرمپ هڅه کوله رابرټ مولر اخراج کړی ، تمرکز وکړ . د سپینې ماڼۍ د هغه وخت حقوقی سلاکلار مک ګن د مولر ټیم ته مفصل شواهد ورکړی او هغه ته ویلی وو چی ولسمشر له هغه غوښتی وو چی  ځانګړې پلټونکی  اخراج کړی ، خو کله چی هغه دا کار ونکړ خو ولسمشر هم له خپل نظره تیر شو .

مولر د پارلیمان د اطلاعاتی کمیټۍ په غونډه کی د دې خبرې په ځواب کی چی له ویکی لیکس د ټرمپ د ستاینې په اړه څه فکر کوی ، وویل په خوشبینانه حالت کی دا کار مشکل جوړونکی دی ، له دې نظره چی په ظاهره ځینو ته هیله ورکوی ، یا نه پوهیږم ، هغه څه چی باید غیر قانونی فعالیت وی ، پیاوړی کوی .

ویکی لیکس هغه جوتونکی ویب سایټ دی چی د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کی یې د ډیموکراټ ګوند د ملی کمیټۍ بریښنا لیکونه په ډاګه کړل .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه کی د رابرټ مولر د ګواهۍ د ورکولو غونډه ، د امریکا د ملت لپاره د شرم  خبره او سرټیتی بللی ده .

ټرمپ  په دغه غونډه کی د ګډون لپاره له مولر د غوښتنې په خاطر په خپلو دیموکراټو سیالانو ملنډه وهلی ده .

«««««««««««««««««««««

د امریکا جی پی مورګن چیس بانک په نړۍ کې  په راتلونکیو کلونو کی د ډالر د ځای د ځوړتیا په اړه خبرداری ورکړ . دغه بانک اټکل وکړ داسیایی اقتصادونو د قدرت زیاتیدا ته په پام سره به ډالر په راتلونکیو لسیزو کی په نړیوالو بازارونو دخپلې سلطې د ساتلو لپاره  له جدی چیلنجونو سره مخامخ شی . د نوموړی بانک سټراتژیسټ کریګ کوهن په هغه راپور کی چی د ۲۰۱۹ کال د جولای په لومړیو کی خپور شو ، ولیکل کابو یوه پیړۍ کیږی چی ډالر د نړۍ غالب ارز بلل کیږی ، خو مونږه باوری یو چی ممکنه ده ډالر د جوړښتی دلایلو او موجودو خنډونو په وجه د نړۍ د غالب ارز په توګه خپل ځای له لاسه ورکړی .

د دغه بانک  د راپور په اساس د تاریخ په اوږدو کی د نړۍ په اقتصادی مرکزونو کی د بدلونونو د رامینځته کیدا په دلیل خپل ځای له لاسه ورکړی دی . دا بدلون همدااوس د اسیا په لور حرکت کوی . د نړۍ د اقتصاد په یوه زبرځواک د چین بدلیدل هم د دغه بدلون د رامینځته کیدا یو اغیزمن دلیل دی ، خو دا یوازنې دلیل ندې . د جی پی مورګن بانک د اعلان په اساس د اسیا اقتصادی سیمه په کلی ډول د نړۍ په دریو کې دوهمه برخه اقتصادی وده او د نړۍ د داخلی ناخالص تولید پنځوس فیصده جوړوی . په دغه سیمه کی د اخیستلو د قدرت زیاتیدا د غیر ډالری مبادلاتو د شمیر د زیاتیدا سبب شوی او همدغې مسلې د نړۍ د غالب ارز په توګه  د ډالره ځای سخت کمزوری کړی  او د یوه بل ارز د رامینځته کیدا لپاره زمینه برابروی . د نوموړی بانک د اعلان په اساس په راتلونکیو لسیزو کی به د نړیوال اقتصاد ځای له امریکا او د ډالر سلطه په اسیا کی یوه ستر اقتصاد ته ورسی .

««««««««««««««««««««««««

ټرمپ د جولایی په ۲۵ د امریکا د کانګرس هغه درې پریکړه لیکونه چی د بیړنی حالت په پلمه  په عربستان او اماراتو د وسلو د خرڅولو د مخنیوی غوښتونکی وو ، وټو کړل . د امریکا کانګرس د ټرمپ د وټو د لغوه کولو لپاره په دریو کی دوهمې برخې رایو ته اړتیا لری چی د عربستان په وړاندی د ټرمپ له بهرنی سیاسته د ځینو جمهوری غواړو ملاتړ ته په پام سره د داسې اکثریتی ر ایو د ترلاسه کولو احتمال کم دی . د ټرمپ  دولت له دې مخکې  له ایران سره د  تاوتریخوالیو د زیاتیدا په پلمه  د بیړنی حالت په اعلانولو سره کانګرس په عربستان ، اماراتو او اردن د څه د پاسه اتو میلیارډ ډالرو وسلو له خرڅولو خبر کړی وو .

دا له خپلو عربو متحدانو یعنی عربستان او اماراتو په ملاتړ کې د ټرمپ  دوهمه وټو ده . امریکایی استازیو د ۲۰۱۹ کال په اپریل میاشت کی هم د یمن پرضد د عربستان په جنګ کی د امریکا د ګډون ختمولو ته رایه ورکړی وه . د یمن د جنګ په اړه د کانګرس د مسودې ملاتړی باوری وو چی د یمن په جنګ کی د امریکا مشارکت د اساسی قانون د هغه اصل خلاف ورزی ده چی د هغه په اساس د جنګ په اړه فیصله باید کانګرس وکړی نه ولسمشر . په عین حال کی  جمهوری غواړو او دیموکراټ استازیو د جمال خاشقچی په قتل کی د رول لوبولو په دلیل دعربستان د ولیعهد نه سزا کولو په وجه د ټرمپ له  حکومته خپله ناخوښی څرګنده کړی ده .

د نیویارک ټایمز په وینا په بهرنی سیاست کی د عربستان د مسلې په اندازه هیڅ موضوع  د ټرمپ او کانګرس ترمینځ درز ندې رامینځته کړی .

اوس ټرمپ په عربستان او اماراتو د وسلو له خرڅولو سره په مخالفت کی د کانګرس د مسودې په وټو کولو سره  د کانګر ساستازیو په تیره بیا دیموکراټانو ته یادونه کړی ده چی د وسلو د خرڅولو په شان د ملی امنیت د مسلو په اړه فیصلې کول د ولسمشر پر غاړه دی او کانګرس باید په دې زمینه کی لاس وهنه ونکړی .

«««««««««««««««««««

د امریکا دپخوانی دفاع وزیر جیمز ماتیس له اجباری استعفا وروسته  پنټاګون د څو سرپرستانو شاهد وو تر دې چی نوی دفاع وزیر انتخاب شو . د جیمز ماتیس له استعفا وروسته پاتریک شاناهن  او مارک اسپر د دغې ادارې سرپرستان شوی وو . خو بالاخره مارک اسپر د دفاع وزارت د څوکي لپاره د امریکا سنا ته معرفی شو او برالی شو چی ضروری راې ترلاسه کړی شی او په رسمی توګه د امریکا دفاع وزیر شو .

د امریکا نوی دفاع وزیر د پنټاګون داخلی مسلو ته په پام سره  د نړي په بیلا بیلو سیمو کی  له ډیرو بهرنیو چیلنجونو سره مخامخ دی . په فارس خلیج حوزه کی د ایران او امریکا ترمینځ د تاوتریخوالیو زیاتیدا ته په پام سره چی د تهران پرضد د واشنګټن د زیات دباو د سیاست په چوکاټ کی شوی ، اسپر باید د دفاع وزیر په توګه په دغه جیو پولیټیک حوزه کی د امریکا د تجهیزاتو او عسکرو د ځای پر ځای کولو د څرنګوالی او ارایش په زمینه کی سختې فیصلې وکړی . د امریکا نوی دفاع وزیر د ټرمپ دولت د دریځونو په لړ کی په ځلونو ادعا کړی  چی له ایران سره د پوخی نښتې غوښتونکی ندې .

د اسپر بل ستر مشکل د امریکا اوترکیې د تسلیحاتی او پوځی اړیکو د راتلونکی  ټاکل دی چی د روسیې په وسیله په ترکیې د ایس څلوره سوه  توغندوی سیسټم د خرڅولو د تړون اجرایی کیدا ته په پام سره اوس ډیر حساس پړاو ته ورداخلې شوی دی . د ټرمپ دولت د دغې مسلې په غبرګون کی په رسمی توګه د ایف ۳۵ الوتکو په پروګرام کی د انکارا مشارکت ختم کړ او په دې ډول په ترکیې د دغو الوتکو د خرڅولو مسله هم منتفی شوی ده . اسپر د ترکیې دفاع وزیر ته ویلی دی چی ، تاسو به یا ایس څلوره شوه ولرئ یا ایف ۳۵ ، داسې نشو کولې چی دواړه ولرلې شو .

اوس د ترکیې پرضد د بایکاټونو د اعمالولو لرلید وجود لری چی په دې ډول د دواړو هیوادونو د اړیکو راتلونکی په تیره بیا په پوځی حوزه کی د شکونو په شپول کی راغلی دی .