ورځپاڼو ته کتنه ۶-۵-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
وړومبې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو، دغې ورځپانې په تهران کښې د ايران له خارجه وزير سره د عمان د خارجه وزير د کتنې او خبرو اترو په باب ليکلي دي: د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوی پرون په تهران کښې د ایران له خارجه وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره کتنه اوخبرې اترې وکړې .
ایران ته د عمان د خارجه وزیر سفر د دوو اړخیزو تعلقاتو په چوکاټ او د د دواړو هیوادونو د دوامدارو سلاو مشورو او وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه د نظر د تبادلې په هدف ترسره شوے دے .
--------
د تهران چاپ ايران ورځپاڼې بيا د ایران د ملي امنيت د عالي شورا له سېکتر سره د عمان د خارجه وزير يوسف بن علومي د کتنې او خبرو اترو په اړه وليکل: علي شمخاني پرون په دې کتنه کښې په دې ټکي باندې په تاکيد سره چې په هرمز تنګۍ کښې د برطانوي کيشتۍ په نیولو کښې د ایران اقدام د سمندري اصولو او د سمندر ي چلن د امنیت د ساتنې په لړ کښې بڼه نیولې ده، زیاته کړه: ټولو هیوادونو ته پکار دي چې د امنیت د ساتنې لپاره د سمندري چلن د نړیوالو قوانینو خیال وساتي.
شمخاني همداشان په یمن باندې د تیري او د دغه هیواد د بیګناه خلقو د وژلې له دوامه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: د یمن کړکیچ فوځي حل لاره نه لري او پکار دي چې نړیواله ټولنه د یمن د خلقو د غوښتنې له مخې د سیاسي لاروچارو په کارولو سره په دغه هیواد د عربستان او اماراتو د پوځي بریدونو د دوام مخه ونیسي.
ورځپاڼې زياته کړه: په دغه کتنه کښې د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي هم په سیمه کښې د شخړې د زیاتیدو د مخنیوي لپاره د تیرو تجربو د کارولو او له هغو اقداماتو د ډډه کولو په ضرورت باندې په تاکيد سره چې د بې ثباتۍ او ناامنۍ پراختیا ته لمن وهي، وویل: ټولو هیوادونو ته پکار دي چې په تیره بیا په هرمز سمندري تنګۍ کښې د حفاظتي اصولو خیال وساتي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د کړکیچ جوړیدو سبب کیږي.
--------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې بيا وليکل: د ملګرو ملتو مشر وويل، سعودي او امارات په يمن کښې د سلګونو ماشومانو د قتل عام ذمه واري دي.
د ورځپاڼې له مخې د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوټریش د امنیت شورا ته په یورپوټ کښې وليکل د سعودي تیریګر ائتلاف د ماشومانو د حقوقود خلاف ورزي کونکو په تور لېسټ کښې شتون لري.
هغه وویل د سعودی تیریګر ائتلاف دیمن په جنګ کښې تراوسه اوه سوه نهویشت ماشومان قتل عام کړي دي .
د ملګروملتومشر آنتونیو ګوټریش وویل په تیر میلادي کال کښې دسعودی د ائتلاف په حملو کښې دیمن شپږ سوه نهه اتیا(۶۸۹) ښاريز مړه یا ژوبل شوي دي.
--------
د تهران يوې بلې ابرابر ورځپاڼې بيا د اسلامي ايران د خارجه وزارت د وياند له قوله وليکل:هغه بیګا د معترضانو د اعدامولو په لړ کښې د منامې د حکومت اقدام په کلکه وغندۀ او وې ویل: د امنیتي او پولیسي سټراټیجیو سختول په بحرین کښې د کړکیچ له هواري سره هیڅ مرسته نه کوي.
سید عباس موسوي د اجباري او تر شکنجې لاندې اعترافاتو په هکله خپرو شویو رپورټونو او د پانسي شویو ناعادلانه محاکمو او د مرګ د سزا د احکامو د اجرا د بندولو لپاره له بحرینه د نړیوالو غوښتنو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د معترضانو په اعدامولو کښې د بحرین د حکومت فرقه پال اقدام وښودله چې دغه حکومت د عقلانیت د لارې د غوره کولو او له خلکو سره د پخولاینې له لارې د خودساخته کړکیچ د هوارولو د کوشش پر ځاې، لاهم د معترضانو په ځپلو کښې پر خپل غلط سیاست ټینګار لري.
-------
او اطلاعات ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د یمن د روغتیا وزارت په دې خبرې سره چې د هیواد کابو دوه میلیونه او درې لکه ماشومان له ناوړه خواړو کړیږی وویل د ناوړه خواړو او د سعودي تيرګر ائتلاف د بمباريو له کبله په هرو لسودقیقو کښې یوماشوم وژل کیږي.
دیمن د روغتیا وزارت دغه رنګ په هیواد کښې د وبا د ناروغۍ د بیا خپریدو خبر ورکړ او وې ویل په هیواد کښې د وبا د ناروغۍ د وژل شویو کسانو شمیر درې سوه اوو سوه تنو ته رسیدلې دے .
-------
اوس به راشو د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته د دغه هېواد د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل: د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې د افغانستان سرحد ته نزدې د خپلو لسو تنو پوله ساتو ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړ.
ورځپاڼې وليکل: چې د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کښې راغلې دي: په دغو حملو کښې چې پرون د شمالي وزیرستان په صفر سرحدي سیمې او هم داشان د بلوچستان صوبې د چمن په سرحدي سیمه کښې رامنځته شوې، ترهګرو د افغانستان له خاورې څخه د پاکستاني پوله ساتونکو ګاډي په نښه کړل.په دغو دواړو پیښو کښې لس تنه د پاکستان فوځي او سرحدي ځواکونه مړه شول.
---------
د پاکستان جنګ ورځپاڼې بيا وليکل: دپاکستان د فوځ مشر د ترهه ګرۍ پيښې د مايوسه دښمن قوتونو ناکامه کوشش وبلۀ.
د فوځ مشرجنرل قمر جاويد باجوه د شمالي وزيرستان او بلوچستان د ترهه ګرۍ پيښو کښې قربانيانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړےدي ، او د ترهه ګرۍ دا پيښې د مايوسه دښمن قوتونو ناکامه کوشش ولۀ ، هغه وويل چې د نړۍ لپاره داوخت دے چې د سيمه ايز امن لپاره ملګرتياوې وکړي.
هغه زياته کړه چې که ضرورت پيښ شو نو د خپل ځانونو قرباني به ورکوي خو د ملک دفاع به په هرصورت کښې کولې شي
--------
د پاکستان چاپ دنيا ورځپاڼې بيا د دغه هېواد جمعيت علمای اسلام د فضل څانګې د مشر مولانا فضل الرحمن له قوله وليکل، مونږ د امريکې له غلامۍ ځان خلاصول غوښتل چې واکمنانو يو ځل بيا د امريکې غلامان کړو.
----------
کابل چاپ نننیو اکثرو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپائن د پيل او څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې سپارښتنه کړې چې په انتخاباتي منډو ترړو کې باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د جمهوري ریاست کاندیدان باید په خپلو انتخاباتي مبارزو کې انتخاباتي قوانین مراعت کړي او له توهین او سپکاوي ځان وساتي.
د سرمقالې لیکوال یادونه کوي چې انتخاباتي کمېسیونونه نه باید هېڅ کاندید ته اجازه ورکړي چې له دولتي امکاناتو د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي.
-----
هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې کاندیدان باید خپل اقتصادي پروګرامونه واضح کړي، ځکه افغانستان بېوزله هېواد دی، دوی څه پروګرامونه لري او څنګه کولای شي چې له فقر او بېوزلۍ سره مبارزه وکړي؟
-------
انيس ورځپاڼه بيا وړاندیز کوي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې ممکنه کېدونکی توافق باید له انتخاباتو مخکې لاسلیک شي، چې خلق په پراخه کچه په انتخاباتو کې ګډون وکړې شي.
---------
او وېسا ورځپاڼې بيا وليکل: يوې باوري سرچينې ويسا ته وويل چې د افغانانو د ګډ ټيم او طالبانو ترمنځ خبرې ښايي په نژدې ورځو كې په ناروې هېواد كې ترسره شي، سرچينه وايي چې دا افغاني ۱۵ كسيز ټيم به د جمهوري اسلامي ټيم په نوم له طالبانو سره خبرې كوي بل لور ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره چمتووالى پيل شوى او دغه خبرې به تر اتلونکو دوو اونيو پورې پيل شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو خبرو لپاره د ١٥ کسيز پلاوي پر غوراوي هم کار روان دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د کېدو لپاره د حکومت د هڅو پر دوام، دغه خبرې اترې تر راتلونکو دوو اونیو پیلیږي.
خبرپاڼه زياتوي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ښکېلو اړخونو سره د ۱۵ کسیز پلاوي په ټاکلو کار او مشورې پیل کړې دي او دا مهال د خبرې کوونکي پلاوي نوملړ په وروستي کېدو دی.
------------