ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83741-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل او د ځینو نورو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقابلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2019 09:09 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل او د ځینو نورو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقابلې.

 د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه ګورو چې په خپل وړومبي مخ یې د نورو خبرونو ترڅنګ یو سرټکي کښې لیکلي چې د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا په هرمز اوبلاره کښې د خپل هیواد د نیول شوې کشتۍ د آزادولو غوښتنه وکړه.

انګریز خارجه وزیر ډومینیک راب د ایران د سپاه پاسداران ځواک له خوا د انګلستان د تیل وړونکې کشتۍ د نیولو د ویډیو له خپرولو وروسته د دغې کشتۍ د آزادۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ایران دا کار غیرقانوني دی.

خبر زیاتوي چې د بریطانیې خارجه وزیر دا ادعا په داسې حال کښې کوي چې د انګلستان ځواکونو دوه اونۍ مخکښې په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایران یوه تیل وړونکې کشتۍ په دې پلمه چې ګني سوریې ته روانه وه او د سوریې خلاف د اروپايي اتحادیې د بندیزونو خلاف ورزي یې کړې، نیولې وه او تراوسه یې نه ده پریښې.

د ایران چارواکو د انګلستان دغه کار غیرقانوني او سمندري ډاکه ماري بللې او په تهران کښې یې د دغه هیواد سفیر احضار کړی دی.

له بلې خوا په لندن کښې د ایران سفیر ویلې دي: د کشتۍ د پریښودو په بدل کښې قانون ماتونکې کشتۍ نه پریږدو.

خبر زیاتوي چې حمید بعیدي نژاد ویلې دي: ایران په هرمز اوبلاره کښې د قوانینو د خلاف ورزۍ په وجه د بریطانیا له نیول شوې کشتۍ سره، د بریطانیې له خوا په غیرقانوني توګه د ایران د نیول شوې تیلي کشتۍ د مبادلې مخالف دی.

په لندن کښې د ایران سفیر بعیدي نژاد ویلې دي: په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایراني کشتۍ د نیولو او په هرمز اوبلاره کښې د برطانیې د خلاف ورزي کونکې کشتۍ د نیولو د ډول او علت د توپیر په وجه ایران د نیول شویو کشتیو د مبادلې مخالف دی.

په بریطانیا کښې د ایران سفیر زیاته کړه چې په هرمز تنګي کښې د بریطانیا کشتۍ د امنیتي قوانینو د خلاف ورزۍ په وجه نیول شوې ده خو په جبل الطارق کښې ایراني کشتۍ د بریطانیايي ځواکونو له خوا د امریکې د خوشالولو په موخه نیول شوې ده او په هم دې وجه تهران د خپلې کشتۍ د پریښودو په بدل کښې د بریطانیا د قانون ماتونکې کشتۍ پريښودو ته غاړه نه ږدي.

**

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ایران او فرانسې د ولسمشرانو ټیلیفوني خبرواترو ته انعکاس ورکړی او د ولسمشر حسن روحاني له قوله یې په غټو ټکیو لیکلې دي: د ایران د تیلي او بانکي اړیکو عادي کول، له اروپا څخه د تمې وړ ژمنو وړومبی ګام دی.

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی له خپل فرانسوی هم رتبه امانوئل مکرون سره په ټیلی فونی تماس کی دې ته په اشارې سره چی اروپا  له ایران سره د ملګرتیا او په خپلو ژمنو د عمل لپاره ډیر فرصت له لاسه ورکړې دې ټینګار وکړ د ایران د بانکی او تیلی اړیکو عادی کول  له اروپا د ایران د تمې وړ د ژمنو لومړنې ګام دی .

ښاغلی روحانی په دغه ټیلی فونی تماس کی د دې خبرې په کولو سره چی د امریکا اقتصادی ترهه ګری د خلکو د اساسی شیانو او اړتیاو د تامینولو په زمینه کی د انسانی ضد اقدام دی وویل د ایران لخواد برجام په ژمنو بشپړه پایبندی په داسې شرایطو کی چی مقابل لوری په خپلو ډیرو کمو ژمنو عمل نه کوی ، د ایرانی ملت لپاره د منلو ندې .

ښاغلی روحانی د ایران ځینو وروستیو برجامی اقداماتو ته په اشاری سره وویل هماغه ډول چی تهران په ځلونو ټینګار کړی دی تر دې پړاوه د برجامی ژمنو په کمولو کی د ایران اقدامات په دې ډول دی چی که اروپا لخوا د ایران اقتصادی ګټې تامین شی نو په چټکتیا سره به مخکینی ځای ته ورستون شی .

مکرون هم په دغه ټیلی فونی تماس کی جوته کړه فرانسه به په ایټمی موافقه کی د ایران د ګټو د تامینولو او له نورو هیوادونو سره د تهران د اقتصادی اړیکو د عادی کولو په لړ کی خپله ټوله هڅه په کار  واچوی .

د فرانسې ولسمشر د ایران پرضد د امریکا یو اړخیزه بایکاټونه د نه منلو وړ وبلل او ویې ویل اروپا د امریکا له بایکاټونو سره سره د اعتباری کرښې د رامینځته کولو په شمول له ایران سره د اقتصادی اړیکو د ټینګولو لپاره په لارو چارو پسې ده .

**

کابل چاپ:

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په جګړه کې د ملکي تلفاتو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي افغان ولس اوس په یوه او بل نوم د ورځې تر ۳۰۰ تنه ځوانان قربانۍ ته ورکوي.

د لیکوال په باور د جګړې شعارونه او څېرې بدلېږي، خو پای ته رسېدل‌یې ګران دي، یو لامل‌یې همدغه دی چې جګړه پردۍ ده، ترې راوتل اسانه هم نه‌دي.

هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی په هېڅ صورت د ملکي وګړو وژنې د توجیه کېدو وړ نه‌دي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې وسله‌وال مخالفین په ښارونو کې بریدونه کوي چې تر ډېره ملیکانو ته زیان اوړي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې وسله‌وال په ځينو کلیو او بانډو حاکم دي، کله چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دوی بریدونه کوي، ملکیانو ته په‌کې زیان اوړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي تر هغې چې پر افغانانو له بهره د تپل شوې جګړې د دوام لپاره هڅې نه‌وي بندې شوې، نو دا لړۍ به همداسې روانه وي.

هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي که د ملکي خلکو قتل همداسې دوام پيدا کړي، د سولې د خبرو احتمال کم لیدل کېږي.

د لیکوال په باور د جګړې د ختمېدو لپاره مذاکرات او د ملکي تلفاتو زیاتوالی له یو بل سره متضاد دي، که هره ډله غواړي مذاکرات وکړي لومړی باید وژنې بندې کړي.

اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو ژر او غیر مسؤلانه وتل د افغانستان د ثبات په زیان دی.

د لیکوال په باور که د افغان حکومت له همغږۍ پرته بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، دغه هېواد به د بحران خوا ته ولاړ شي او ستونزې به رامنځته کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د امریکا متحده ایالات باید له افغانستان سره د لاسلیک شوي امنیتي او دفاعي تړون د مفاداتو په نظر کې نیولو سره خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، جدیت او اغېز یې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت لاهم په دې اړه د معلوماتو پر ځای تحلیل کوي او هغو ګواښونو ته پام نه‌کوي چې له دغه بدلون سره تړلې دي.

د لیکوال په باور په‌کار ده چې د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله جدي وګڼل شي، که ټول ځواکونه هم ونه‌وځي همدا چې د ځواکونو وتل پيل شي، دا به پر افغانستان او حکومت ژور اغېز پرېږدي.

د سرمقالې په پای کې سپارښتنه شوې کله چې د ځواکونو وتل پیلېږي، نو ورسره به اوربند کېږي او بیا به هم جګړه کمېږي چې دا یو بدلون دی او پوره ګټه باید ترې واخیستل شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

بهرنی ورځپاڼې

یو شمېر نړيوالو رسنیو د یکشنبې په ورځ د افغان ولسمشر اشرف غني په انتخاباتي ټکټ کې د لومړي مرستيال او زرغون بهیر د مشر پر دفتر حملې ته پام کړی دی.

په دې ډله يیزه حمله کې شل کسان وژل شوي او پنځوس نور ټپیان شوي وو.

واشنګټن پوسټ:

امریکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په لومړۍ ورځ تاوتریخوالی هغه خطرونه روښانه کوي چې انتخابات ورسره مخامخ دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، پر دې سربېره چې د تلې د شپږمې د انتخاباتو لپاره اتلسو نوماندانو خپل نومونه ثبت کړي، تر اوسه د انتخاباتو د نه کېدو په اړه شکونه شته.

په مقاله کې راغلي چې ډېری افغانان د انتخاباتو په درشل کې د طالبانو له تهدیدونو او حملو اندېښنه لري.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د ولسمشرۍ د نوماندانو په ګډون یو شمېر سیاستوالو ویلي چې له طالبانو سره د سولې توافق ته رسېدل باید لومړيتوب وي، ځکه انتخاباتي کمپاین کولی شي چې د سولې خبرې ضعیفې کړي.

نیويارک ټامیز:

نیويارک ټامیز ورځپاڼې لیکلي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د یکشنبې د ورځې پېښې اندېښنې راپورته کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا، وېره شته چې راتلونکي انتخابات هم د ۲۰۱۴ میلادي کال غوندې د درغلیو له ادعاوو سره مخامخ شي، خو دا ځل ښايي د ترورېستي حملو له دوام سره.

په مقاله کې راغلي دي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اتلسو نوماندانو، د هغوی د مرستيالانو او لوړپوړو همکارانو د امنیت لپاره یې ځانګړي پولیس ګمارل شوي دي.

خو د نیويارک ټامیز په وینا، خلک اندېښنه لري چې ترهګر ښايي د تلې د شپږمې د انتخاباتو په ورځ انتخاباتي حوزې هدف وګرځوي.

په مقاله کې لولو چې د حملو د زیاتوالي او درغلیو په صورت کې به په افغانستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو سناریو تکرار شي.

ګارډين:

د بریتانيي ګارډين ورځپاڼې هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د امنیت په اړه زیاتو شویو اندېښنو ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، ویل کېږي چې انتخابات د سپټمبر د مياشتې په اته ویشتمه نېټه وشي، خو په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی.

د مقالې لیکوال دې ته پام کړی چې طالبانو او داعش ډلې پر امنیتي ځواکونو، حکومتي او ملکي کارکوونکو حملې زیاتې کړي دي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم لیکلي چې د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو د کمپاین پیل ډېر اندېښمنوونکی و.

د ورځپاڼې په وینا، وروسته یو څو ساعته له دې چې ولسمشر غني د دې کمپاین په پیل کې وویل، چې (سوله راتلونکې ده) درنې چاودنې د ولسمشر د انتخاباتي ټکټ د لومړي مرستيال امرا...صالح دفتر هدف وګرځاوه.

په مقاله کې مخکې لولو چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې یوه توافق ته د رسېدو په خاطر ځان ته د روان کال د سپټمبر لومړۍ نېټه هدف ټاکلې ده.

خو وال سټريټ ژورنال وايي چې تر اوسه د بین الافغاني خبرو او د افغانستان د سیاسي راتلونکي برخلیک نه دی معلوم او طالبانو د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي هغه وړانديز هم رد کړ چې په راتلونکو دوو اوونيو کې يې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پيلېدو خبر ورکړی و.

طالبانو ويلي چې له افغان حکومت سره هېڅ کله تر دې مخکې رسمي خبرې نه کوي چې امریکايي او نړيوال ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلې.

*/*/*/*/*/*/