هند دامریکا له مینځګړیتوب سره مخالفت وکړ
Aug 02, 2019 11:50 Asia/Kabul
-
د کشمیر دشخړې په هکله هرډول خبرې اترې به یوازې د پاکستان او دهند ترمینځ وشي .
زمونږخبریال وایی دهندوستان حکومت یوځل بیا د کشمیر دمسلې پرسر له پاکستان سره دنوی ډیلی په شخړې کښې د مینځګړیتوب لپاره دامریکا د ولسمشر ټرمپ وړاندیز رد کړ .
دهند دخارجه چارو وزیرې میرمن سوشما سواراج نن وویل دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو ته مو ویلی دی چې د کشمیر دشخړې په هکله هرډول خبرې اترې به یوازې د پاکستان او دهند ترمینځ وشی .
دامریکا او دهند خارجه وزیرانو نن په تایی لینډ کښې د جنوب ختیځې اسیا د هیوادونو داتحادیې اسیان د غونډې په څنګ کښې له یوبل سره خبرې وکړې
ټیګونه