له هند او پاکستان څخه د اسلامي تعاون تنظيم غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83890-له_هند_او_پاکستان_څخه_د_اسلامي_تعاون_تنظيم_غوښتنه
د اسلامي تعاون تنظيم د هند او پاکستان ترمېنځ د کشمير د بحران د سياسي هواري غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2019 01:16 Asia/Kabul
  • له هند او پاکستان څخه د اسلامي تعاون تنظيم غوښتنه

د اسلامي تعاون تنظيم د هند او پاکستان ترمېنځ د کشمير د بحران د سياسي هواري غوښتنه وکړه.

د اسلامي تعاون تنظيم پرون په يوې بيانيه کښې غوښتنه وکړه چې د هند او پاکستان ترمېنځ د کشمير د لانجه منې سيمې کړکېچ دې په خبرو اترو او د ملګرو ملتو او د اسلامي تعاون د تنظيم د پرېکړليکونو په چوکاټ کښې هوار شي.

د اسلامي تعاون تنظيم په جمو او کشمير سيمه کښې د بحراني حالت په سختېدو د  اندېښنې په څرګندولو سره په دغه سيمه کښې د بشري حقوقو خلاف ورزي وغندله.

له بلې خوا د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي له نړيوالې ټولنې غوښتي دي چې د جمو او کشمير له خلقو څخه د ملاتړ لپاره دې ضروري او فوري فېصلې وکړي.

د هند لخوا تر خپل کنټرول لاندې کشمير کښې د خاصو اختياراتو له لغو کولو وروسته د پاکستان حکومت پرون په اسلام آباد کښې د هند سفير آجي بساريا وشړۀ او له هند سره يې خپل تجارتي تعلقات ختم کړل.