د نایجیریا د شیعیانو مشر هندوستان ته روان شو
Aug 13, 2019 02:52 Asia/Kabul
د نایجیریا د شیعه مسلمانانو مشر شیخ ابراهیم زکزاکي او میرمنه یې پرون مازیګر د درملنې لپاره هندوستان ته لاړل.
هندوستان ته د شیخ زکزاکي او د هغه د میرمنې دا سفر د نایجیریا د کادونا د سترې محکمې له حکم وروسته شوی دی.
شیخ ابراهیم زکزاکي او میرمنه یې د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه په زاریا ښار کښې په یوې امباړې باندې د نایجیریا د پوځیانو په حمله کښې نیول شوې وو. په دغه هیواد کښې سلګونه شیعیان هم شهیدان شوې وو.
ټیګونه