امریکا دتجارت له نړیوالې موسسې هم وځی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84001-امریکا_دتجارت_له_نړیوالې_موسسې_هم_وځی
زمونږخبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ګواښ وکړ که چیرې له واشنګټن سره د تجارت دنړیوالې موسسې(World Trade Organization ) په اړیکو کښې زما د خوښې وړ بدلونونه رامینځته نشی نو دې به خپل هیواد له نوموړی موسسې وباسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2019 00:16 Asia/Kabul
  • د ولسمشر ټرمپ بهرنی سیاست له نړیوالو موافقو او موسسو دوتلو په نظریې ولاړ دی .
    د ولسمشر ټرمپ بهرنی سیاست له نړیوالو موافقو او موسسو دوتلو په نظریې ولاړ دی .

زمونږخبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ګواښ وکړ که چیرې له واشنګټن سره د تجارت دنړیوالې موسسې(World Trade Organization ) په اړیکو کښې زما د خوښې وړ بدلونونه رامینځته نشی نو دې به خپل هیواد له نوموړی موسسې وباسی .

ټرمپ ادعا وکړه چې دتجارت نړیواله موسسه ډبلیو ټی او(World Trade Organization ) له امریکا ناوړه استفاده کوی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل که چیرې ضروری وی نو واشنګټن  به د تجارت له نړیوالې موسسې ووځی .

د امریکا دولسمشر ټرمپ حکومت تراوسه د ملګروملتونو د زده کړې ،علمی او دکلتوری موسسې یونیسکو (United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization) د پاریس د اب وهوا  د بدلونونو د موافقې ، نړیوال  اټومی تړون او د مینځ واټنه اټومی توغندیو د بندیز د تړون ایی این ایف(intermediate-Range Nuclear Forces Treaty ) په شمول له ډیرو نړیوالو او څو اړخیزه او دوه اړخیزه موافقو او تړونونو وتلی دی .

د امریکا د بهرنیو اړیکو دشورا مشر ریچارډ هاس (Richard Haass) څه موده مخکې ویلی وو د ولسمشر ټرمپ بهرنی سیاست له نړیوالو موافقو او موسسو دوتلو په نظریې ولاړ دی .