امریکا دتجارت له نړیوالې موسسې هم وځی
-
د ولسمشر ټرمپ بهرنی سیاست له نړیوالو موافقو او موسسو دوتلو په نظریې ولاړ دی .
زمونږخبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ګواښ وکړ که چیرې له واشنګټن سره د تجارت دنړیوالې موسسې(World Trade Organization ) په اړیکو کښې زما د خوښې وړ بدلونونه رامینځته نشی نو دې به خپل هیواد له نوموړی موسسې وباسی .
ټرمپ ادعا وکړه چې دتجارت نړیواله موسسه ډبلیو ټی او(World Trade Organization ) له امریکا ناوړه استفاده کوی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل که چیرې ضروری وی نو واشنګټن به د تجارت له نړیوالې موسسې ووځی .
د امریکا دولسمشر ټرمپ حکومت تراوسه د ملګروملتونو د زده کړې ،علمی او دکلتوری موسسې یونیسکو (United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization) د پاریس د اب وهوا د بدلونونو د موافقې ، نړیوال اټومی تړون او د مینځ واټنه اټومی توغندیو د بندیز د تړون ایی این ایف(intermediate-Range Nuclear Forces Treaty ) په شمول له ډیرو نړیوالو او څو اړخیزه او دوه اړخیزه موافقو او تړونونو وتلی دی .
د امریکا د بهرنیو اړیکو دشورا مشر ریچارډ هاس (Richard Haass) څه موده مخکې ویلی وو د ولسمشر ټرمپ بهرنی سیاست له نړیوالو موافقو او موسسو دوتلو په نظریې ولاړ دی .