د نایجریا شیخ زکزاکی د درملنې لپاره هند ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84007-د_نایجریا_شیخ_زکزاکی_د_درملنې_لپاره_هند_ته_تللی
د نایجریا د اسلامی غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکی لور سهیلا زکزاکی پرون له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې وویل زما پلار چې دمعالجې لپاره هند ته تللی دی په کامل ډول ازاد نه دی او یوازې اجازه لری په روغتون کښې پاتې شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2019 01:42 Asia/Kabul
  • دنایجریا پوځ په ۲۰۱۵ میلادي کال کښې په زاریا ښار کښې د شیخ زکزاکي په کور حملې سره هغه او دهغه دکورنۍ غړي په ډزو ویشتلي وو .
    دنایجریا پوځ په ۲۰۱۵ میلادي کال کښې په زاریا ښار کښې د شیخ زکزاکي په کور حملې سره هغه او دهغه دکورنۍ غړي په ډزو ویشتلي وو .

د نایجریا د اسلامی غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکی لور سهیلا زکزاکی پرون له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې وویل زما پلار چې دمعالجې لپاره هند ته تللی دی په کامل ډول ازاد نه دی او یوازې اجازه لری په روغتون کښې پاتې شی .

هغې وویل زما پلاز شیخ زکزاکی د وینې دلوړ دباو په شمول له ډیرو جسمی مشکلاتو سره مخ دی .

د نایجریا د اسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزاکی پرون مازیګر د درملنې لپاره هند ته ورسید .

په هندوستان کښې دنایجریا سفارت نوی ډیلی ته د شیخ زکزاکی له رسیدا وروسته په یوې (۱) بیانیې کښې وویل چې هغه دسفارت تر  کنټرول او څارنې لاندې دی .

د نایجریا امنیتی ځواکونه له شیخ زکزاکی او دهغې له میرمنې سره په سفر کښې ملګری دی .

د شیخ زکزاکی وکیلانو ویلی دی چې دهغه ښې سترګه ړنده شوی ده او احتمال شته چې کیڼه سترګه یې هم ړنده شی .

د نایجریا د اسلامی غورځنګ دمشر شیخ محمد ابراهیم زکزاکی وکیلانو وویل اوس هم د زکزاکی په بدن کښې د مرمیو بڅرکی شته .

دنایجریا پوځ په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې په زاریا ښار کښې د شیخ زکزاکی په کور حملې سره هغه او دهغه دکورنۍ غړی په ډزو ویشتلی وو او درې (۳) زامن یې ورته شهیدان کړی وو   او دغه راز په سلګونو نور کسان یې شهیدان کړی هم وو .