اروپایی هیوادونه باید اټومی موافقه اجرا کړی
-
اروپايي هیوادونه باید سخته هڅه وکړي چې ډاډمن شي دایران په اټومي تړون کښې یې خپله ونډه اجرا کړي ده .
زمونږخبریال وایی د سویډن دبهرنیو چارو وزیرې میرمن مارګوټ والسټروم (Margot Elisabeth Wallström)له اټومی تړون د امریکا په یواړخیزه ډول وتلو پرون خواشینۍ څرګنده کړه او په اروپایی هیوادونو یې غږ وکړ چې ددغه نړیوالې موافقې په کامل ډول داجرا لپاره سخته هڅه وکړی .
هغې په اسټکهلم(Stockholm, ) کښې دایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر جواد ظریف سره له کتنې وروسته د خبریالانو په ټول کښې د اټومی تړون د ژغورنې د احتمال په هکله یوې (۱) پوښتنې ته په ځواب کښې وویل اروپایی هیوادونه باید سخته هڅه وکړی چې ډاډمن شی دایران په اټومی تړون کښې یې خپله ونډه اجرا کړی ده .
د سویډن خارجه وزیرې مارګوټ والسټروم زیاته کړه اروپایی هیوادونه باید د اټومی تړون د ساتلو او په دغه تړون کښې د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره یوشمیر لارې چارې پیدا کړی .
له اټومی تړون څخه دامریکا په غیر قانونی ډول له وتلو وروسته له ایران سره دخبرو اترو په بهیر کښې د اروپایی هیوادونو په ورکړل شویو ژمنو کښې یوه (۱) ژمنه د اینسټیکس( Instrument in Support of Trade Exchanges) اجرا کول دی خو تراوسه دغه ژمنه نه ده اجرا شوی .