امریکا دایران په مقابل کښې ماتی خوړلی ده
-
د ویلو ده چې انګلستان دامریکا په غوښتنه د ایران دتیلو یوه (۱) کشتۍ جبل الطارق سیمې ته نږدې نیولي وه .
ایرنا خبری اژانس وایی د هانګ کانګ ایشیا ټایمز (Asia Times)ورځپاڼې د ایران د« ادریان دریا» په نوم د تیلو کشتۍ خوشی کیدل په تهران د زیات دباو د راوستلو لپاره د امریکا په کارنامې کښې یوه(۱) بله ماتی وبلله .
دغه ورځپاڼې پرون په یوې (۱) مقالې کښې وویل امریکا زیاتې هڅې وکړې چې د ایران دتیلو دکشتۍ د خوشی کولو لپاره د جبل الطارق سیمې د محکمې حکم له چیلنج سره مخ کړی خو ماتی یې وخوړله .
ایشیا ټایمز (Asia Times)ورځپاڼې زیاته کړه په ایران د زیات دباو د راوستلو سیاست چې له اټومی تړون د امریکا له وتلو وروسته له تیر کال راهسې تراوسه د واشنګټن ستراتیژۍ ده یوازې د امریکا د ډیر څنګ ته کیدا سبب شوی او هیوادونه یوبل پسې د ایران پرضد دامریکا له بایکاټ او دباو سره مخالفت کوی .
د ویلو ده چې انګلستان دامریکا په غوښتنه د ایران دتیلو یوه (۱) کشتۍ جبل الطارق سیمې ته نږدې نیولی وه خو اوس د دغه سیمې محکمې د نوموړی کشتۍ دخوشی کولو حکم ورکړی او دغه کشتۍ خوشی شوی او خپل مزل ته یې په ازادو اوبو کښې دوام ورکړی دی .