امریکا دایران په مقابل کښې ماتی خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84123-امریکا_دایران_په_مقابل_کښې_ماتی_خوړلی_ده
ایرنا خبری اژانس وایی د هانګ کانګ ایشیا ټایمز (Asia Times)ورځپاڼې د ایران د« ادریان دریا» په نوم د تیلو کشتۍ خوشی کیدل په تهران د زیات دباو د راوستلو لپاره د امریکا په کارنامې کښې یوه(۱) بله ماتی وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2019 01:38 Asia/Kabul
  • د ویلو ده چې انګلستان دامریکا په غوښتنه د ایران دتیلو یوه (۱) کشتۍ جبل الطارق سیمې ته نږدې نیولي وه .
    د ویلو ده چې انګلستان دامریکا په غوښتنه د ایران دتیلو یوه (۱) کشتۍ جبل الطارق سیمې ته نږدې نیولي وه .

ایرنا خبری اژانس وایی د هانګ کانګ ایشیا ټایمز (Asia Times)ورځپاڼې د ایران د« ادریان دریا» په نوم د تیلو کشتۍ خوشی کیدل په تهران د زیات دباو د راوستلو لپاره د امریکا په کارنامې کښې یوه(۱) بله ماتی وبلله .

دغه ورځپاڼې پرون په یوې (۱) مقالې  کښې وویل امریکا زیاتې هڅې وکړې چې د ایران دتیلو دکشتۍ د خوشی کولو لپاره د جبل الطارق سیمې د محکمې حکم له چیلنج سره مخ کړی خو ماتی یې وخوړله .

ایشیا ټایمز (Asia Times)ورځپاڼې زیاته کړه په ایران د زیات دباو د راوستلو سیاست چې له اټومی تړون د امریکا له وتلو وروسته  له تیر کال راهسې تراوسه د واشنګټن ستراتیژۍ ده یوازې د امریکا د ډیر څنګ ته کیدا سبب شوی او هیوادونه یوبل پسې د ایران پرضد دامریکا له بایکاټ او دباو سره مخالفت کوی .

د ویلو ده چې انګلستان دامریکا په غوښتنه د ایران دتیلو یوه (۱) کشتۍ جبل الطارق سیمې ته نږدې نیولی وه خو اوس د دغه سیمې محکمې د نوموړی کشتۍ دخوشی کولو حکم ورکړی او دغه کشتۍ خوشی شوی او خپل مزل ته یې په ازادو اوبو کښې دوام ورکړی دی .