فرانسه دایران لپاره یوشمیر وړاندیزونه لری
-
د ایران او دفرانسې دولسمشرانو په ټيلي فوني خبرو کښې بیلابیل وړاندیزونه مطرح شوي خو هیڅ یو(۱) یې پریکنده نه دی .
زمونږ خبریال وایی د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په پاریس کښې دایران دبهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې خبر ورکړ .
هغه پرون وویل زه به د اوه (۷) ډلې د غونډې له پیلیدا مخکې دایران له خارجه وزیر جواد ظریف سره په پاریس کښې کتنه وکړم چې یوشمیر وړاندیزونه ورته وکړم .
دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف فینلینډ، سویډن او ناروې هیوادونو ته له سفرونو وروسته سبا په پاریس کښې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره کتنه او خبرې اترې کوی .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د اروپا دشمال هیوادونو ته په سفرونو کښې ټینګار وکړ که چیرې اروپا په اټومی تړون کښې خپلی ژمنې عملی نکړی دایران داټومی ژمنو دکمولو دریم (۳) ګام به په پریکنده توګه ترسره شی .
وروسته له دې چې اروپا له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته ونه توانیدله په اټومی تړون کښې خپلې ژمنې عملی کړی ایران تراوسه د اټومی موافقې د ژمنو دکمولو دوه (۲) ګامونه اجرایی کړی دی .
دایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوی هم تهران ته د فرانسې دوړاندیزونو په هکله دځینو رسنیو د ګونګوسو په هکله وویل د ایران او دفرانسې دولسمشرانو په ټیلی فونی خبرو کښې بیلابیل وړاندیزونه مطرح شوی خو هیڅ یو(۱) یې پریکنده نه دی .