امریکا د ایران له تورنولو شاتګ کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84159-امریکا_د_ایران_له_تورنولو_شاتګ_کړی_دی
ای بی سی نیوز ټیلی ویژن راپور ورکړ دامریکا دبهرنیو چارو وزارت له خپلې ادعا چې ویلی یې وو ایران په اټومی تړون کښې خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړی دی شاتګ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2019 08:35 Asia/Kabul
  • داټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ایران داټومي فعالیتونو سوله ایزوالی او قانوني توب او اټومي موافقې ته د تهران پاې بندۍ تائید کړي ده .
    داټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ایران داټومي فعالیتونو سوله ایزوالی او قانوني توب او اټومي موافقې ته د تهران پاې بندۍ تائید کړي ده .

ای بی سی نیوز ټیلی ویژن راپور ورکړ دامریکا دبهرنیو چارو وزارت له خپلې ادعا چې ویلی یې وو ایران په اټومی تړون کښې خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړی دی شاتګ وکړ .

دامریکا د باندنیو چارو وزارت له ډیرو هلو ځلو وروسته مجبوره شو دوسلو دکنټرول موافقو ته د ایران دپاې بندۍ د حالت په  هکله ولسی جرګې کانګرس ته دخپلې کلنې جاجونې راپور په اوڅاره توګه بدل کړی .

دامریکا له قانون سره سم دغه راپور هرکال ددغه هیواد خارجه وزارت د وسلود کنټرول په ادارې کښې برابریږی .

ددغه راپور په لومړۍ مسودې کښې ویل شوی وو چې ایران د اټومی وسلو د تولید او دپراختیا دبندیز دتړون ایی پی ټی (Non-Proliferation Treaty or NPT) چې په نولس سوه اویایم  (۱۹۷۰) میلادی کال کښې یې لاسلیک کړی وو ددوهمې (۲) او د دریمې (۳) مادې خلاف ورزۍ کړی ده .

خبرو سرچینو ویلی دی د دغه راپور پر سر کورنۍ شخړې تر دې حده زیاتې وې چې د امریکا د سپینې ماڼۍ په امنیت شورا کښې نهایی او فاینل راپور رد شو او دغه شورا په یوې (۱) بې ساری بیانیې کښې له دغه راپور سره خپل مخالفت اعلان کړ .

داټومی انرژۍ نړیوال اژانس (International Atomic Energy Agency)په خپلو پینځلسو (۱۵) رسمی راپورونو کښې د ایران داټومی فعالیتونو سوله ایزوالی او قانونی توب او اټومی موافقې ته د تهران پاې بندۍ تائید کړی ده .