امریکا د ایران له تورنولو شاتګ کړی دی
-
داټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ایران داټومي فعالیتونو سوله ایزوالی او قانوني توب او اټومي موافقې ته د تهران پاې بندۍ تائید کړي ده .
ای بی سی نیوز ټیلی ویژن راپور ورکړ دامریکا دبهرنیو چارو وزارت له خپلې ادعا چې ویلی یې وو ایران په اټومی تړون کښې خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړی دی شاتګ وکړ .
دامریکا د باندنیو چارو وزارت له ډیرو هلو ځلو وروسته مجبوره شو دوسلو دکنټرول موافقو ته د ایران دپاې بندۍ د حالت په هکله ولسی جرګې کانګرس ته دخپلې کلنې جاجونې راپور په اوڅاره توګه بدل کړی .
دامریکا له قانون سره سم دغه راپور هرکال ددغه هیواد خارجه وزارت د وسلود کنټرول په ادارې کښې برابریږی .
ددغه راپور په لومړۍ مسودې کښې ویل شوی وو چې ایران د اټومی وسلو د تولید او دپراختیا دبندیز دتړون ایی پی ټی (Non-Proliferation Treaty or NPT) چې په نولس سوه اویایم (۱۹۷۰) میلادی کال کښې یې لاسلیک کړی وو ددوهمې (۲) او د دریمې (۳) مادې خلاف ورزۍ کړی ده .
خبرو سرچینو ویلی دی د دغه راپور پر سر کورنۍ شخړې تر دې حده زیاتې وې چې د امریکا د سپینې ماڼۍ په امنیت شورا کښې نهایی او فاینل راپور رد شو او دغه شورا په یوې (۱) بې ساری بیانیې کښې له دغه راپور سره خپل مخالفت اعلان کړ .
داټومی انرژۍ نړیوال اژانس (International Atomic Energy Agency)په خپلو پینځلسو (۱۵) رسمی راپورونو کښې د ایران داټومی فعالیتونو سوله ایزوالی او قانونی توب او اټومی موافقې ته د تهران پاې بندۍ تائید کړی ده .