د کشمیر مشران دې باید خوشی شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84166-د_کشمیر_مشران_دې_باید_خوشی_شی
ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان دسیاسی ګوندونو مشرانو د کشمیر د مشرانو د خوشی کولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2019 10:37 Asia/Kabul
  • د هندوستان حکومت د خلکو د مظاهرو د مخنیوي لپاره په  کشمیر سیمه کښې ښوونځي ، پوهنتونونه او بازارونه بند کړي دي .
    د هندوستان حکومت د خلکو د مظاهرو د مخنیوي لپاره په کشمیر سیمه کښې ښوونځي ، پوهنتونونه او بازارونه بند کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان دسیاسی ګوندونو مشرانو د کشمیر د مشرانو د خوشی کولو غوښتنه وکړه .

د هندوستان د حکومت دمخالفو سیاسی ګوندونو مشرانو نن په پلازمینې نوی ډیلی کښې په لاریون کښې وویل د لومړی وزیر ناریندرا مودی حکومت په کشمیر کښې دډیموکراسۍ د تباه کولو په حال کښې دی او نوی ډیلی باید د میرمن محبوبه مفتی او د عمر عبدالله په شمول د کشمیر مشران خوشی کړی .

میرمن محبوبه مفتی چې کشمیر پخوانۍ اعلا وزیره وه او عمر عبدالله  چې د کشمیر اوسنی اعلی وزیر دی دهندوستان دحکومت لخوا دکشمیر سیمې د کوراکۍ  د لغوه کولو له وخت راهسې په کور  کښې نظر بند دی .

د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د اګست دمیاشتې په پینځمه (۵) نیټه دجمو او کشمیر سیمې د نفوسو د جوړښت د بدلولو او د کشمیر سیمې د ځانګړیو اختیاراتو د لغوه کولو لپاره د خپلې فیصلې خبر ورکړ .

د هندوستان حکومت د خلکو د مظاهرو د مخنیوی لپاره په  کشمیر سیمه کښې ښوونځی ، پوهنتونونه او بازارونه بند کړی دی او ټیلی فونونه او اینټرنیټ یې هم غوڅ کړی دی .