صهیونیسټي رژیم ته د حزب الله ځواب به سخت ځپونکی وي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84237-صهیونیسټي_رژیم_ته_د_حزب_الله_ځواب_به_سخت_ځپونکی_وي
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال په بیروت باندې د تل ابیب تیری یوه محاسباتي تیروتنه وبلله او اټکل یې وکړ چې صهیونیسټي رژیم ته د حزب الله ځواب به حیرانونکی او فلج کونکی وي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Aug 27, 2019 00:48 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم ته د حزب الله ځواب به سخت ځپونکی وي

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال په بیروت باندې د تل ابیب تیری یوه محاسباتي تیروتنه وبلله او اټکل یې وکړ چې صهیونیسټي رژیم ته د حزب الله ځواب به حیرانونکی او فلج کونکی وي.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال په بیروت باندې د تل ابیب تیری یوه محاسباتي تیروتنه وبلله او اټکل یې وکړ چې صهیونیسټي رژیم ته د حزب الله ځواب به حیرانونکی او فلج کونکی وي.

حسین امیر عبداللهیان بیګا په یو ټویټ کښې خبرداری ورکړ چې شک نشته چې صهیونیسټان به په لبنان، شام او عراق باندې د تیري دروند تاوان ورکړي.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې معادله به بدله شي، د پایداره امنیت ساتنه د سیمې سره کرښه وبلله.

د ویلو ده چې د تیر اتوار په شپه د اسرائیلو دوو بې پایلټه الوتکو د لبنان په هوايي حریم باندې تیری کړی و.

هم داشان دصهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو په هم دغه شپه د سوریې د پلازمینې دمشق په سویل کښې په عقربا کلي باندې توغندوي حمله وکړه.

له بلې خوا د عراق د الحشد الشعبي ولسي مبارز  ځواک په پوځي مرکزونو باندې هم په تیره یوه میاشت کښې د صهیونیسټي رژيم له خوا څلور ځلې بریدونه شوې دي.