هندوستان د کشمیر په مسلې کښې ددریمګړی لاسوهنه نه منی :-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84252-هندوستان_د_کشمیر_په_مسلې_کښې_ددریمګړی_لاسوهنه_نه_منی
د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د کشمیر په مسلې کښې د دریم (۳) هیواد هرډول مینځګړیتوب یا لاسوهنه رد کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2019 11:12 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ټرمپ چې څه موده مخکې یې د هندوستان او دپاکستان ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره چمتووالی اعلان کړو وو .
    دامریکا ولسمشر ټرمپ چې څه موده مخکې یې د هندوستان او دپاکستان ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره چمتووالی اعلان کړو وو .

د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د کشمیر په مسلې کښې د دریم (۳) هیواد هرډول مینځګړیتوب یا لاسوهنه رد کړه .

ناریندرا مودی دفرانسې په بیاریټز(Biarritz,) ښار  کښې د جې اوه (Group of Seven) ډلې د غړو هیوادونو د غونډې په څنګ کښې دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره  له خبرو وروسته ټینګار وکړ د پاکستان او دهند ترمینځ ټول مسائیل دوه اړخیزه دی او د دریم(۳) هیواد مینځګړیتوب ته هیڅ ضرورت نشته او موجود اختلافات او مسائیل په دوه اړخیزه ډول حل کولای شو .

د هندوستان دلومړی وزیر مودی دغه وینا د کشمیر د مسلې د نړیوال کولو  او دکشمیر مسلې ته د بیلابیلو لوبغاړو د لارې د خلاصولو لپاره د اسلام اباد وروستیو هڅو ته روښانه پیغام دی .

پاکستان په تیرو اونیو کښې ډیره هڅه وکړه چې د کشمیر مسله له دوه اړخیزه حالت څخه وباسی او نړیوالو ادارو ته ددغه  موضوع د ورکاږلو یا د دریمګړو لوبغاړو د مینځګړیتوب  کولو  زمینه برابره کړی .

دا د هندوستان ترکنټرول لاندې د کشمیر په هکله د نوی ډیلی فیصلو ته د غبرګون دښودلو لپاره له هرې وسیلې د پاکستان استفاده کول دی او  څو اونۍ کیږی په کشمیر کښې یې شرایط ډیر کړکیچن کړی دی .

پاکستان د کشمیر په اړه په یواړخیزه فیصلو سختې نیوکې سره ددغو پریکړو د پایلو په هکله خبرداری ورکړی دی .

په همدې لړ کښې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون یوځل بیا د جمو او د کشمیر سیمې د ځانګړیو امتیازاتو د لغوه کولو په هکله د هند وروستۍ فیصله د نوی ډیلی ستراتیژیکه غلطۍ وبلله او ویې ویل که چیرې دسیمې حالات کړکیچن شی نه یوازې د هند او دپاکستان بلکې دنړۍ لپاره به ډیر لګښت ولری .

د پاکستان له دغو خبرداریو او دغه راز له دوه(۲) اړخیزه حالته د کشمیر د موضوع د ایستلو لپاره د اسلام اباد له هڅو سره سره هندوستان تراوسه په  کشمیر کښې د کړکیچونو د کمولو لپاره هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی او دپاکستان دغوښتنو منلو ته یې هیڅ ګروهنه نه ده ښودلی .

د هندوستان لخوا د دا ډول کړچار دغوره کولو یو (۱)علت له نوی ډیلی څخه  له سیمې د وراخوا دځینو قدرتونو ملاتړ دی .

ډیرې شناندی باوری دی چې د  کشمیر سیمې د کورواکۍ د لغوه کولو په هکله د هندوستان وروستۍ فیصلې له نوی ډیلی څخه دامریکا په شان د ځینو هیوادونو د ملاتړ له کړچار سره بې ارتباطه نه دی .

دامریکا فارس پالیسی(Foreign Policy) مجلې څه موده مخکې د کشمیر په مسلې کښې د مینځګړیتوب په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوینا په غندلوسره ولیکل دنړۍ په هره سیمه کښې چې کړکیچ شته نو هلته د امریکا لاسوهنه لیدل کیږی .دغه حالت په یوې (۱) پایداره بیلګې بدل شوی دی او په کشمیر کښې اوسنی بدلونونه هم دامریکا د ولسمشر ټرمپ له کړچار سره بې ارتباطه نه دی .

ددغه لیدتوګی په تائید کښې د هندوستان له لومړی وزیر ناریندرا مودی سره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې دوشنبې ورځې وینا ته اشاره کولای شو .

دامریکا ولسمشر ټرمپ چې څه موده مخکې یې د هندوستان او دپاکستان ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره چمتووالی اعلان کړو وو پرون دخپل پخوانی دریځ په اپوټه وویل هندوستان او پاکستان په یوازې ځان خپل مشکلات حل کولای شی .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغه کړچار که څه هم دهغه په کړچار کښې د بې ثباتۍ نښه او دهغه د ټولو دریځونو په شان دی خو دغه حقیقت په ګوته کوی چې په جنوبی اسیا کښې دامریکا سیاست او پالیسۍ د هندوستان ملاتړ کول دی .

شاید په همدې خاطر دی چې دپاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په تلویحی ډول له  اسلام اباد څخه د ځینو سترو قدرونو د ملاتړ نه کولو ته اشاره وکړه او ویې ویل دنړۍ مهم قدرتونه  له مظلومو کشمیریانو سره د ملاتړ مسولیت لری او حتی که چیرې هغوې دغه ملاتړ ونکړی مونږ به تر اخری سلګې پورې د کشمیر له خلکو سره وو.