اسرائیل به د خپلو تیریو بیه ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84352-اسرائیل_به_د_خپلو_تیریو_بیه_ورکړي
د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا په دې خبرې سره چې په دغه هیواد باندې د صهیونیسټي رژيم د تیریدو د غندنې په سره په لبنان کښې ملي اجماع شته، ټینګار وکړ چې اسرائیل به د خپلو تیریو بیه پرې کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2019 02:54 Asia/Kabul
  • اسرائیل به د خپلو تیریو بیه ورکړي

د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا په دې خبرې سره چې په دغه هیواد باندې د صهیونیسټي رژيم د تیریدو د غندنې په سره په لبنان کښې ملي اجماع شته، ټینګار وکړ چې اسرائیل به د خپلو تیریو بیه پرې کړي.

د ایران پریس د خبر له مخې سید حسن نصر الله د محرم الحرام د میاشتې او د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د ورځو د رارسیدو په مناسبت خپله وینا کښې له مقاومته په ملاتړ کښې د لبنان د ولسمشر، د پارلیمان د مشر، وزیراعظم او د دغه هیواد د نورو چارواکو د دریځونو قدرونه وکړه او زیاته یې کړه: د اسرائیلو وروستیو تیریو ته د مقاومت ځواب به د لبنان له خاورې څخه ورکړی شي.

هغه ټینګار وکړ چې د لبنان مقاومت د اسرائیلو تیریو ته د غبرګون لپاره د یو معلوم تاکتیک په چوکاټ کښې او د خپلې ارادې او خوښې په اساس مناسب وخت، ځاې او حالات انتخابوي.

سید حسن نصر الله څرګنده کړه چې مقاومت له اسرائیلي دښمن سره هر ډول وړوکي یا ستر جنګ ته پوره تیار دی.

هغه وویل: دښمن دې پوه شي چې لبنان په ځان باندې تیری نه زغمي او د اسرائیلو تیریو ته ځواب یو حتمي او قطعي چاره ده او هیڅ شک په کښې نشته.

د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژيم بې پایلټه الوتکو په تیره یوه اونۍ کښې د لبنان په هوايي حریم باندې درې ځلې تیری کړی و.