د تهران او پاکستان ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84387-د_تهران_او_پاکستان_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم نورې ځینی نړیوالې ورځپاڼې درسره شریکې کوو .نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2019 07:58 Asia/Kabul
  •  د تهران او پاکستان ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم نورې ځینی نړیوالې ورځپاڼې درسره شریکې کوو .نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

د تهران ورځپاڼو په سر کې دا هم  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده  چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر  محمد جواد ظریف په ماسکو کې د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره له کتنې وروسته  دفارس خلیج دامنیت لپاره د روسیې دملګرتیا هرکلی وکړ .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، عربی اتحادئې عمومی منشی احمد ابوالغیظ د صهونیسټ رژیم او دلبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ ترمینځ د ډزو د مبادلې دنتیجو په باب  په خبرداری سره وئیلی دی  عربی اتحادیه  د هر ډول تیریو په وړاندې د لبنان دحکومت  ملاتړ کوی .

د  لبنان او فلسطین  ولسونو د وحشی او تیریګر صهیونیسټی رژیم  تیریګریو ته  دحزب ا... د ولسی غورځنګ  د  ځواب ، تود  هرکلی کړی .

 دسرۀ صلیب نړیوالې موسسې  په اعلامیې کې راغلی دی ،د یمن په ذمار ولایت کې  په یوه بند دسعودی ائیتلاف  دجنګی الوتکو په بمبارۍ کې د وژل شوو بندیانو شمیر څه دپاسه سلو تنو نه رسیدلی .

 د انګلستان د حکومت مخالف کارګرګوند له  اروپائی اتحادئې   د دغه هیواد د وتلو له موافقې پرته د بریګزیټ  دمخنیوی لپاره خپلې  ټوله هلې ځلې  کارولی دی  او وئیل کیږی چې   د انګریز حکومت دغه مخالف ګوندبه نن  په دې اړه خپل وړاندیزی پیکیج وړاندې کړی .

په انګلستان کې  دامریکا پټ پوځی ما موریت ایشوا کړې ، له راډاره تښتیدونکی هغه جنګی  الوتکې چې  انګلستان ته لیږدول شوی ، په روسیې د ایټمی حملې لپاره تیارې دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،له پاکستانه د صادرو شوو  طبی ګواهیو  د په رسمیّت نه پیژندلو  په باب د عربستان د سلامتیا دکمیشن  له ناڅاپی فیصلې وروسته  په عربستان کې کارکونکی کابو  زره ډاکټران د  خپل کارکسب  د له لاسه ورکولو او له دغه هیواده داحتمالی ویستلو په تمه دی .

میډل ایسټ آئی  خبری سایټ  راپور ورکړی ، د  سعودی عربستان د سلامتیا د کمیشن  په دغې فیصلې  په زرګونو   کارکونکی ډاکټران  سره دخپلو کورنیو   سربداله شوی  او دپاکستان له حکومته ئې په دې اړه  دمرستې غوښتنه کړې ده .  دپاکستان ډان نیوز خبری سایټ هم لیکلی دی ، دغو پاکستانیو ډاکټرانو ته  د عربستان داړونده  اورګان له خوا لیکونه  استول شوی چې تاسو  دلازمې زده  کړې  نه دی  کړی ، په  همدې خاطر  باید له عربستانه  ووځئ یا  له دغه هیواده  تر نزدې راتلونکی پورې  وتلو ته ځانونه تیار کړئ .

زاهد نومی پاکستانی ډاکټر  چې په دغو زرو ډاکټرانو کې شامل دی ، وئیلی دی  زۀ ددغه شان لیک په ترلاسه کولو سره سربداله شوی یم او دخپلې کورنۍ لپاره ا ندیښمن یم باید دپاکستان حکومت په دې اړه جدی اقدام وکړی . دعربستان اړونده  اورګان دوی ته له  کومې مخکینۍ   اطلاع پرته  دغه یواړخیز اقدام کړی او د پاکستان دمیډیکل  بوډ او کمیشن  حیثیّت او احترام ئې  له خاورو سره خاورې کړی دی .

   داهم  دتهران  کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپل لومړی مخ ئې  لیکلی دی  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  داجرائی ژمنو دکمولو  ددریم  ګام  وخت په رانزدیکیدو دی او د ایران خارجه وزارت  په ډاګه کړې ، که  په دغو پاتې څو ورځو کې  د ۴+۱ډلې اروپائی لوری په خود کې نشی  او خپلې  ژمنتیاوې اجرا نه کړی ، نو د ایران اسلامی جمهوریت به  حتما  په دې اړه دریم ګام هم په قدرت سره پورته کړی او په دې اړه له هیچا اجازت هم نه  اخلی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی  د صهونیسټ رژیم د توپونو حملو ته د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  غاښ ماتونکی ځواب چې  دنیواکی فلسطین په شمال کې  ئې د وحشی صهیونیسټی رژیم  د یوه پوځی قوماندان سره د یو شمیر نورو پوځیانو  دهلاکت لامل شوی ،  د لبنان ، فلسطین ا و د سیمې اونړۍ نورو پتمنو او آزادی غواړو  ولسونو تود  هرکلی په ځان پسې درلودلی دی   او دغه   په موقعې غبرګون یو اتل اقدام  او دتل ابیب   دمشرانو په مخ ئې درنده څپیړه بللې ده .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دپاکستان دریلوی چارو وزیر شیخ رشید احمد په جمو اوکشمیر کې د هندی پوځ او حکومت دظالمانه  اوجنایتکارو اقداماتو  په محکومولو سره  چې  یوې میاشت راهسې ئې  د هند ترکنټرول لاندې په کشمیر کې پر مظلومو مسلمانانو ئې اجرا کړی او  دسلګونو مظلومو کشمیریانو وینه ئې بهولې ده ، ګواښ کړی ،که  هندی پوځ کومه تیروتنه وکړی ، نو  دپاکستان له خوا به ځواب غاښ ماتونکی وی  او ممکنه ده دغه جنګ به د دواړو هیوادونو ترمینځ تر ټولو وروستۍ او مرګونی جنګ وی . هغه همداراز هندی لومړی وزیر نریندرا مودی ته  هم الټی میټم ورکړی ، هوښیار دې ووسی له پاکستان سره دې له ډغرې  ډډه وکړی ،ځکه که داسې کومه تیروتنه وکړی نو د دواړو ایټمی قدرتونو ترمیځ ممکنه ده دا تر ټولو وروستۍ ډغره شی .

 د افغانسان  دطالبانو ډلې او  امریکائی  استازو ترمینځ  دقطر په دوحې کې  د روغې جوړې خبرې اترې په داسې حال کې  اوج ته رسیدلی چې وئیل کیږی  په کابل کې یو ځل  بیا طالبانو  په ځان مرګی حملې سره   دلسګونو  خلکو وینه بهولې او ددغه خونړۍ پیښې پړه ئې هم په غاړه اخستې د ه .ډیری کارپیژاندی وائی  طالبان هڅه کوی ،  د دولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې  او  له امریکا سریه  د روغې جوړې  دموافقې له لاسلیک کولو مخکې زیات شمیر امتیازونه ترلاسه کړی  او دا هیڅ فرق نه کوی چې دعامو افغانانو څومره وینه پکې  توی شی .

دسورئې پوځ او دمقاومتی چورلیز ځواک  په ادلب او حماه ولایتون کې  له تکفیری ترهه ګرو یو شمیر سیمې نوره  هم پاکې کړی او   په لسګونو تکفیری جنایتکارئې  هلاک کړی او  دهغوی په سترو وسلو سنبال ۲۳ګاډی  او یوشمیر نور ستر تجهیزات هم تباه کړی دی .

سی این این ټیلیویژنی چینل پخپل یوه راپو رکې  د  امریکا د ولسمشر ټرمپ او دهغه د ملی امنیت دسلاکار جان بولټن ترمینځ داختلاف  شتون ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، دافغانستان له دوسیې د جان بولټن  حذفیدا  به د امریکا لپاره خطرناکه وی .

د عربستان  په آل سعود کورنۍ کې خبرو سرچینو وئیلی دی د عربستان  ولی عهد محمد بن سلمان   دکورنۍ په شهزادګانو کې ویره وحشت او ساډوبی تر دې حده  خوره کړې ده چې هیڅ یو شهزاده  د شکنجې ، نیول کیدا او د بې د رکه کیدا له ویرې  د  ترټولو  واړۀ اعتراض جراءت  هم  نشی کولی .

 دافغانستان  د ولسمشرۍ ویندوی صدیق صدیقی پرون په کابل کې په یوه خبری کنفرانس کې  وئیلی دی ، دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د واشنګټن  او طالبانو ترمینځ  دخبرواترو د نهم پړاؤ  دموافقې متن  افغان ولسمشر  اشرف غنی ته وړاندې کړی دی . هغه وئیلی دی  دافغانستان حکومت به په دې باب  دهیواد له سیاسی مشرانو سره مشورې کوی او وروسته به په دې باب فیصله وکړی .

المیادین ټیلیویژنی چینل  په یوه راپور کې  روښانه کړې  د  لبنان دحزب ا.. ولسی غورځنګ له خوا داسرائیلو دپرمختللی ټانک   د په نښه کیدا د ویډیو ئی کلیپ په خپرولو سره د صهونیسټی رژیم درستې ادعاګانې دروغ  ثابتې کړی دی .

 او س  هم راګرځو دپاکستان ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی اوله تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .

 داهم د پاکستان دنیانیوز ورځپاڼه چې پخپل خبری سایټ کې ئې لیکلی دی دقطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو  تر مینځ دروغې جوړې   دموافقې مسوده تیاره شوې اوډ یر زر به ئې دواړه لوری لاسلیک کړی . زلمی خلیلزا د وئیلی دی ،له دغې موافقې لاسلیک کید اوروسته  به امریکا په   افغانستان کې پنځه پوخی اډې خالی کوی  او له دغو مرکزونو به پنځه زره امریکائی عسکر بیرته ګرځوی ، که طالبانو د موافقې خلاف ورزی وکړه نو دغه ځواکونه به بیرته  پخپل ځای پاتې شی . باید ووئیل شی چې د م ګړۍ په افغانستان کې  امریکا اوه پوځی مرکزونه لری او  دناټو ځواک په چوکاټ کې کابو څوارلس زره  پوځیان ئې هم  له  ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دغه هیواد ته دامنت اوثبات دډالۍ کولو په پلمه دیره کړی دی ،خو داسې کومه ورځ نشته چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې  افغانان  دترهه ګرۍ  په نامه دجنګ له امله د خپلو لسګونو بچیانو ،ښځو اوماشومانو جنازې  اوچتې نه کړی .

ورځپاڼه په دوام کې لیکی ،   د هندوستان او پاکستان  په سرحدی سیمې کرتاپور کې دسرحدی لارې دپرانیستو  په باب د خبرواترو دریم پړاؤ به سبا ترسره کیږی او د خبرواترو په دوهم پړاؤ کې  دهنی پلاوی له خوا له دغې سرحدی لارې د هندی ښاریزو له بې ویزې داخلیدا   غوښتنه هم منل شوې ده .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی په یولړڅرګندونو کې روښانه کړې  دسیمې دتل پاتې امنیت لپاره دکشمیر دشخړې  آ واری  اړین دی .  داپه داسې حال کې دی چې  دپاکستان  لومړی وزیر عمران خان  دسعودی عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره په داسې حال کې د کشمیر دشخړې په باب ټیلیفونی خبرې اترې کړی ، چې  د حرمیّنو شریفیّنو خادمانو دهندی پوځیانو او جنایتکارو په لاس د  کشمیر د  مظلومو مسلمانانو د وینې  د بې خرته بهیدو په باب هیڅ  نظر نه دی ښودلی او دا عربان دی چې د   د کشمیری مشلمانانو د وینې بهونکی هندی لومړی وزیر نریندرا مودی ته ئې  د امن ملی میډالونه هم ډالۍ کړی دی .

دپآکستان په تورخم  سرحدی سیمې کې د هندوستان لپاره  دجاسوسۍ په تور یو افغان ښاریز وینول شو .

 داهم  دپاکستان جنګ ورځپاڼه ده چې په خپل انټرنیټی سایټ  کې ئې لیکلی دی ، دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وئیلی دی ،  دکشمیر د مظلومو مسلمانانو  د درد او کړاؤ چغه به په درستو نړیوالو اورګانونو  او موسسو کې پورته کړو .

 ورځپاڼه په دوام کې لیکی ، په پاکستان کې دپیټرولیّم مصنوعاتو بیّې تر یوه حده ټیټې شوی دی  چې په خلکو کې  ئې د امید یو سپرکی رامینځةکړی دی .

 له طالبانو ډلې سره د  خبرواترو لپاره د امریکا ځانګړی استازی  زلمی خلیلزاد وئیلی دی ، له طالبانو سره هوکړې ته رسیدلی یوو او ډیر زر به دواړه لوری  دافغانستان د ولس لپاره د سولې ځیرې ډالۍ کړی .

 او په یوې نوی څیړنې کې  وئیل شوی  دی ، چې  د نوزیږی له زیږیدا مخکې  دهغه د دماغی سلامتیا لپاره  امیندواره مور باید د آنارو جوسو څښلو ته ډیر ا همیّت ورکړی . او امیندوارې ښځې باید  دامیندوارۍ په دریمې او میاشت او دغه راز  په وروستیو درو میاشتو کې   هره ورځ  دآنار و دجوسو یو ګلاس نوشی جان کړی .