دامریکا دملی امنیت سلاکار څنګ ته کړی شو
Sep 11, 2019 01:49 Asia/Kabul
-
ډونالډ ټرمپ وویل چې ما د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن له ډیرو وړاندیزونو سره اختلاف درلود .
زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملی امنیت سلاکار جان بولټن له کاره لیری کړ .
دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل د ملی امنیت سلاکار جان بولټن پرون د استعفا کولو غوښتن لیک استولی وو چې پرون سهار راته ملاو شوی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل دملی امنیت سلاکار جان بولټن ویلی دی چې سپینې ماڼۍ ته زما د کار ضرورت نشته .
ډونالډ ټرمپ وویل چې ما د ملی امنیت د سلاکار جان بولټن له ډیرو وړاندیزونو سره اختلاف درلود او زیاته یې کړه په راتلونکو څو اونیو کښې به د ملی امنیت دنوی سلاکار نوم اعلان کړم .
د ویلو ده چې دامریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن یو(۱) ډیر بې منطقه ، دروغجن او سرزوری کس دی او هغه له سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او اسرائیلو سره یوځاې هڅه کوله چې امریکا له ایران سره په جنګ واچوی .
ټیګونه