دامریکا دملی امنیت سلاکار څنګ ته کړی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84552-دامریکا_دملی_امنیت_سلاکار_څنګ_ته_کړی_شو
زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملی امنیت سلاکار جان بولټن له کاره لیری کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2019 01:49 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرمپ وویل چې ما د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن له ډیرو وړاندیزونو سره اختلاف  درلود .
    ډونالډ ټرمپ وویل چې ما د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن له ډیرو وړاندیزونو سره اختلاف درلود .

زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملی امنیت سلاکار جان بولټن له کاره لیری کړ .

دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل د ملی امنیت سلاکار جان بولټن پرون د استعفا کولو غوښتن لیک استولی وو چې پرون سهار راته ملاو شوی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل دملی امنیت سلاکار  جان بولټن ویلی دی چې سپینې ماڼۍ ته زما د کار ضرورت نشته .

ډونالډ ټرمپ وویل چې ما د ملی امنیت د سلاکار جان بولټن له ډیرو وړاندیزونو سره اختلاف  درلود او زیاته یې کړه په راتلونکو څو اونیو کښې به د ملی امنیت دنوی سلاکار نوم اعلان کړم .

د ویلو ده چې دامریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن یو(۱) ډیر بې منطقه ، دروغجن او سرزوری کس دی او هغه له سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او اسرائیلو سره یوځاې هڅه کوله چې امریکا له ایران سره په جنګ واچوی .