هند د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو ملاتړ وکړ
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وايي، هند په دې باور دی چې د سولې په پروسه کې باید ټول افغاني لوري او منتخب حکومت یوه مهمه برخه وي.
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم هند د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی رویش کمار وویل چې هند د افغانستان په اړه د امریکا او د طالبانو د خبرو تر څنګ ټول بدلونونه له نږدې څاري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وايي، هند په دې باور دی چې د سولې په پروسه کې باید ټول افغاني لوري او منتخب حکومت یوه مهمه برخه وي.
ښاغلي رویش کمار زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کوي ځکه چې دوی نه غواړي چې قانوني خلاوې د تروریستانو په ګټه تمامې شي
هند په افغان سوله کې د ټولو لوریو د راشریکولو خبره په داسې حال کې کوي چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې درولي او پر دغه ډله یې د بریدونو زیاتولو ګواښ کړی دی .
ټاکل شوی ده د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د ستمبر په ۲۸ نیټه ترسره شی .