امریکا دایران پرضد د بایکاټونو جزیات اعلانوی
-
پمپئو هم بیګا د هیڅ ثبوت او سند له وړاندې کولو پرته ایران د سعودي عربستان دتیلو په تاسیساتو د حملې مسول وباله .
پارس ټوډې سایټ راپور ورکړ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ددغه هیواد دملی امنیت دنوې سلاکار رابرټ اوبراین په شتون سره وویل په راتلونکو اتوڅلویښتو(۴۸) ساعتونو کښې به دایران پرضد نوی بایکاټونه اعلان کړم .
دامریکا ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه چې دایران پرضد نوی بایکاټونه به پراخ وی .
دغه راز دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو هم بیګا د هیڅ ثبوت او سند له وړاندې کولو پرته ایران د سعودی عربستان دتیلو په تاسیساتو د حملې مسول وباله .
هغه دسعودی عربستان په جده(Jeddah) کښې د ایران داسلامی جمهوریت پرضد د بې اساسه ادعاګانو په تکرارولوسره ادعا وکړه دسعودی عربستان دتیلو په تاسیساتو بریدونه له یمن څخه نه بلکې له ایران څخه شوی دی .
دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو وویل واشنګټن له متحده عربی اماراتو، سعودی عربستان او له خپلواروپایی شرکاو سره د ایران پرضد دائتلاف دجوړولو په هکله مشوره کړی ده .