امریکا د ایران پرضد بیا ادعاګانې مطرح کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84784-امریکا_د_ایران_پرضد_بیا_ادعاګانې_مطرح_کړې
زمونږخبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو یوځل بیا دخپلو بې اساسه او بې بنسټه ادعاګانو په تکرارولو سره دایران اسلامی جمهوریت د سعودی عربستان دتیلو دملی شرکت ارامکو په تاسیساتو د برید مسول وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2019 01:12 Asia/Kabul
  • واشنګټن د جنګ د مخه دنیولو هڅه کوي او د امریکا حکومت په جدي ډول په دې موضوع غور کوي .
    واشنګټن د جنګ د مخه دنیولو هڅه کوي او د امریکا حکومت په جدي ډول په دې موضوع غور کوي .

زمونږخبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو یوځل بیا دخپلو بې اساسه او بې بنسټه ادعاګانو په تکرارولو سره دایران اسلامی جمهوریت د سعودی عربستان دتیلو دملی شرکت ارامکو په تاسیساتو د برید مسول وباله .

هغه دامریکا له« ای بی سی» ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د سعودی عربستان د تیلو په تاسیساتو د یمن  د پوځ او دانصار الله غورځنګ د بې پایلوټه الوتکو حملو ته په اشارې سره  ادعا وکړه دغه بریدونه د یمن انصار الله غورځنګ نه دی کړی بلکې دغه اقدام له یوه(۱) هیواد سره دبل هیواد جنګ دی .

دامریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو په دې خبرې ټینګار سره چې زه او ولسمشر ټرمپ دایران په ارتباط د ډیپلوماټیکې لارې چارې د لټولو په تکل کښې یوو وویل سره له دې د یوشمیر کارونو ترسره کولو ته تیار یوو که چیرې ترسره کول یې ضروری وګڼو .

دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د ایران پرضد خپلو غلیمانه ادعاګانو ته په دې ډول دوام ورکړ واشنګټن د جنګ د مخه دنیولو هڅه کوی او د امریکا حکومت په جدی ډول په دې موضوع غور کوی او ډیپلوماټیکې لارې چارې ته د رسیدا هڅه کوی .