ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84900-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه او تبصرې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2019 10:25 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه او تبصرې

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه ګورو چې په وړومبي مخ یې د خبرګانو شورا د غړو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د وینا خبر په خپل وړومبي سرټکي کښې راخیستی دی او د دوي د یو انځور دپاسه یې لیکلي دي: له اروپایانو باید تمه بیخي ختمه شي.

د خبر په تفصیل کښې راغلې دي چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اروپایانو د دښمنی انګیزې د امریکا له دښمنی سره اصولی توپیر نلری وفرمایل اروپایان په ظاهره د مینځګړیتوب په توګه ورګډیږی او اوږدې خبرې هم کوی خو هغه ټولې پوچې دی .

د رهبرۍ ستر مقام  د خبرګانو په شورا کی د ملت له غوره کسانو سره په کتنه کی د هیواد له شرایطو ، د شعارونو له پراختیا ، د اسلامی جمهوری نظام له سیاسی او انقلابی اقتدار او په سیمه کی د هغه  له اوږدیداد جامعې شننې په ترڅ کی دسپیڅلی دفاع د پړاو له درسونو ګټه پورته کول او په ټولنې کی د هغو ژورول ډیر مهم وبلل او ټینګار یې وکړ د هیواد د پرمختګ دوام او اساس لازمه پر خدای توکل ، مقاومت ، راتلونکی ته هیله ، په ځوانانو په تیره بیا انقلابی ځوانانو باور ، د خلکو د پرګنو په تیره بیا انقلابی کسانو ترمینځ وحدت او کوټلتیا ، له داخلی تولیده حقیقی ملاتړ او له پردیو بشپړه هیلې غوڅول دی .

د رهبرۍ ستر مقام په دې ټینګار سره چی له امریکا او صیهونیسټ رژیم پرته له بل هیڅ هیواد سر ه د خبرو اترواو تعامل لاره بنده نده، زیاته کړه: خو هیڅکله باید په هغوهیوادونو چی له اسلامی نظام سره یې د دښمنۍ بیرغ پورته کړی او په سر کی یې امریکا او دا څو اروپایی هیوادونه دي، باور ونشي ځکه چی په ډاګه له ایرانی ملت سره دښمني کوي.

د رهبرۍ ستر مقام له ایټمی موافقې وروسته د اروپایانو کړچار او په خپلو ژمنو عمل نه کولو ته په اشاری سره  زیاته کړه اروپایان له خپلو ژمنو سره سره عملا د امریکا بایکاټونو ته پایبند پاتې شول او هیڅ اقدام یې ونکړ او له دې وروسته هم لیری ښکاری چی اسلامی ایران لپاره څه وکړی ، پر دې اساس باید په کلی ډول له اروپایانو هیله ونلرلې شو .

د رهبرۍ ستر مقام همداراز له دغو دښمنیوسره سره د چارو بهیر د اسلامی ایران په ګټه وباله او ویې فرمایل نن اسلامی نظام نه یوازې له تیرو څلویښتو کلونو پیاوړې شوې دې بلکې له لسو کلونو مخکې هم پیاوړې شوې دې او په سیمه کی د هغه انقلابی او سیاسی اقتدار پراخ شوی او د انقلاب جرړې ژورې شوی دی . 

**

جمهوري اسلامي:

له تهرانه چاپيدونکې جمهوري اسلامی ورځپاڼې بیا د معظم رهبر د خبر ترڅنګ په یو بل سرټکي کښې د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني خبرې هم راخیستې دي چې له نیویارکه له راستنیدو وروسته یې د خبریالانو په ټول کښې کړې دي. د ولسمشر له خولې،د خبر عنوان دی: د ایراني ولس د حقانیت او مظلومیت پیغام مو نړیوالې ټولنې ته ورسوه.

دا خبر زیاتوي چې د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کی له ګډون او وینا وروسته  په  تهران کی د خبریالانو په ټول کی د دې خبرې په کولو سره چی ایران د منطق او هغو دلیلونو په خاطر چی لری یې ، له خبرو اترو ویره نلری او نه تښتی ، وویل امریکا د خبرو اترو اصلی خنډ ده .

ښاغلی روحانی زیاته کړه ایران د بایکاټ او دزیات دباو په زهرجنې فضا کی حتی د ۵+۱ ډلې په چوکاټ کی هم خبرې اترې نه کوی .

ښاغلی روحانی د ملګرو ملتو د غونډې په ترڅ کی د بیلا بیلو هیوادونو  له چارواکو سره پراخو کتنو ته په اشارې سره زیاته کړه هیڅ کس او هیڅ چارواکی نشته چی له ایټمی موافقې د امریکا وتل او ایران پرضد دباو او بایکاټ ونه غندی او هغو ټولو له ایټمی موافقې د امریکا وتل غلط او ناسم کار بللې دی .

ولسمشر روحانی ټینګار وکړ: د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په ترڅ کی بیلابیلو لورو ته وویل شول چی ایران په زهرجنې فضا کی خبرې اترې نه کوي.

**

کیهان:

را به شو کیهان ورځپاڼې ته چې دا هم له تهرانه چاپیږي. د دې ورځپاڼو د بهرنیو خبرونو برخې ته ورځو او یوه ځغلنده کتنه ورته کوو.  کیهان لیکلي:

د پاکستان وزیراعظم د اسلام آباد له خوا په رسمیت د اسرائیلو د پيژندو په هکله د پروپاګنډو په غبرګون کښې وویل چې پاکستان به هیڅ کله اسرائیل په رسمیت ونه پيژني.

له بلې خوا په ترکیې کښې د سعودي خبریال جمال خاشقجي له وژلې کابو دوه کاله وروسته د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پي، بي، ایس چینل ته ویلي چې د جمال خاشقجي د وژلې پړه مني ځکه چې دغه قتل د ده تر نظر لاندې شوی دی.

یو عراقي چارواکي ویلې دي چې ریاض ته د دغه هیواد وزیراعظم په سفر کښې د آل سعود رژيم مشرانو له هغه وغوښتل چې د یمن د جنګ د ختمولو لپاره مینځګړیتوب وکړي.

کیهان د افغانستان د ننیو ولسمشریزو انتخاباتو په هکله هم یو سرټکي کښې لیکلې دي چې په افغانستان کښې نن د ولسمشرۍ ټولټاکنې په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د کابل د خلکو او حکومت او د دغه هیواد دسیاسي شخصیتونو ترمینځ متقابل باور او اعتماد په ډیر بد حالت کښې دی او طالب ډلې هم په انتخاباتي مرکزونو باندې د ترهګرو حملو ګواښ کړی دی.

کیهان هم داشان لیکلي چې د افغانستان د  ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دوی نن په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو شمېر ۹ اعشاریه ۶۶ میلیونه اټکل کړی دی، خو د رایه اچونې د پروسې د ګډونوالو شمېر به د ټاکنو د ورځې په وروستیو کې اعلان کړي.

کمېسیون وایي، د رایه ورکوونکي لپاره د رایه ورکولو تر ټولو لومړی شرط دا دی چې په کوم مرکز کې یې نوملیکنه کړې ده، په  همغه مرکز کې به یې نوم د رایه ورکوونکو لیست کې چیک کېږي او بیا به د رایې ورکولو نورو پړاونو ته داخلېږي.

دغه راز به د رایو د امنیت لپاره لومړی سټیکر شوې  تذکیره چیک کېږي، ورپسې د دواړو لاسونو غټې ګوتې بایومتریک کېږي، بیا به د بایومتریک لخوا پرینډ شوی د رایه ورکوونکي سیریال نمبر د رایې پاڼې پر شا لیکل کېږي، ورپسې به د رایه ورکوونکي د تذکیرې او څېرې انځورونه اخیستل کېږي، له هغې وروسته به رایه صندوق ته غورځي، چې د ټاکنو کمېسیون د مسوولانو په وینا د پراخو درغلیو مخه به ورسره ونیول شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی مولانا عبدالله وايي، د رایې اچونې ټول مرکزونه به د سهار له اووه بجو څخه تر ماسپښین ۳ بجو پورې خلاص وي او تر پنځو بجو پورې به د رایې شمېرنې پروسه بشپړېږي او مرکزي ډیټا بېس سره به په انلاین او افلاین ډول وصل شوي بایومتریک دستګاوې په اتومات ډول نتایج استوي.

اخوا په مصر کښې د عبدالفتاح السیي د حکومت په سترو اقتصادي او سیاسي فسادونو باندې د ولسي اعتراضونو له لاپراخیدو سره هم مهاله پرون د مصر خلک د دغه هیواد د سختې امنیتي فضا او ماحول سره سره د مظاهرو د بلنې په ځواب کښې د میلیونونو په شمیر کښې سړکونو ته راووتل.

کیهان په یو بل خبر کښې هم لیکلې دي، سره له دې چې د انګلستان پارلیمان (له موافقې پرته برګزیټ) غیرقانوني اعلان کړی، د دغه هیواد د نړیوالې پراختیا وزیر وايي: حکومت د برګزیټ لپاره په قانوني لاره ګام اخلي خو د اکتوبر میاشتې په پاې کښې له اروپايي اتحادیې وځي.

**//