ورځپاڼو ته کتنه ۹-۷-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84953-ورځپاڼو_ته_کتنه_۹_۷_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2019 09:22 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۹-۷-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم د تهران چاپ جنګ ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل، ولسمشر د اوراېشيا اقتصادي اتحاديې په سرمشريزه غونډه کښې د شرکت لپاره آرمېنيا ته سفر يو مهم اقتصادي سفروبلۀ او وې ويل، د ايران اسلامي جمهوريت د سږ کال د لړم له مياشتې څخه د دغې اتحاديې غړيتوب ترلاسه کوي او له اوراېشيا سيمې سره زمونږ آزاد تجارتي تعلقات به ټينګ شي.

ډاکټر روحاني تېره ورځ او له تهرانه ايروان ته له تګه مخکښې چې د آرمېنيا د ولسمشر په رسمي بلنې ترسره کيږي خبريالانو ته وويل، د يو هېواد اقتصادي پرمختګ او قدرت هغه وخت وي چې له نړيوال اقتصاد سره سيالي وکړې شي.

هغه زياته کړه، که د سيالۍ قوت ونه لروو نور نو تشې خبرې دي، پکار دي داسې توان پېدا کړوو چې اقتصادي قدرت ولروو او زمونږ دغه قدرت وکړې شي د سيالۍ وړ وي او له دغې اتحاديې سره يوځاے کېدل په سيمه کښې د دغه اقتصادي قوت مشق دے. که په سيمه ايزه سطح مشق ترسره کړو نو په نړيواله اقتصادي سطح کښې د ډېر مهم او اوچت مشق لپاره  يو ډېر مهم مشق دے.

ډاکټر حسن روحاني زياته کړه، قرقيزستان، قزاقستان، روسيه، بلاروس او آرمېنيا پينځه هېوادونه د دغې اتحاديې غړي دي او د ايران، سنګار/پور، مولداوي او وېتنام په شمول څو نور هېوادونه ورسره د يوځاے کېدو په لار کښې دي.

----------

د تهران چاپ ايران ورځپاڼې وليکل، د ايران د خارجه وزارت وياند وويل،ايران د امن او ثبات لرونکي افغانستان ملاتړ کوي.

د ایران د خارجه وزارت وياند سید عباس موسوي د دې خبرې په کولوسره چی تهران په سیمه کښې له دننه  د امنیت د ټینګولو غوښتونکې دے، وویل د سیمې هیوادونه دې پوهه شي چی  امنیت د اخیستلو ندے .

موسوي نن د داخلي او بهرنیو خبریالانو په ټول کښې زیاته کړه ایران په سیمه کښې د صلحې ، امنیت ، ثبات او پرمختګ غوښتونکې دے  او دا مسئله له بهره په اخیستلو سره نه بلکه د سیمه ایزو ملګرتیاو له لارې رامینځته کیږي.

موسوي یمن ته د ایران لخوا د وسلو د ورلیږلو په حقله د سعود د ادعا په ځواب کښې وویل یمن تر سختې کلابندۍ لاندې دے  او حتی هغو لپاره انسان دوستانه مرستې هم نشي ورلیږل کېدې ، نو ځکه دا  ادعاګانې  له سره بې بنياده دي .

------

د تهران يوې بلې رسالت ورځپاڼې بيا د اسلامي ايران د وسله والو ځواکونو د لوے درستيز په حوالې سره وليکل، د ایران اسلامي جمهوریت د دښمن د دسیسو په وړاندې کلکه او مضبوطه دفاع برابر کړې ده.

جنرال محمد باقري پرون په تهران کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قومندانانو او مسئولانو په درویشتمه سراسري غونډه کښې زیاته کړه: دښمنان پوه شوې دي چې د ایران وسله وال ځواکونه له هغوي سره د مقابلې تیاري، هوډ او میړانه لري او د خپلو آئیډیالونو، خاورې او خلکو په دفاع کښې یوه شیبه شک نه کوي.

جنرال باقري په دې خبرې سره چې ایران نن سبا د غوره سیمه ایز قدرت په توګه د سیمې په امنیت او ثبات کښې خپل مسئولیت او دنده پيژني، څرګنده کړه: ایران د دښمنۍ، طمعې، تیري او د جنګ او ناامنۍ د جوړولو نیت نه لري او د سیمه ایزې ملګرتیا په تګل کښې دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په ماموریتي ډګرونو کښې د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک ارزښتناکې بریاوې د دښمن د قهر او استیصال لامل وبللې او زیاته یې کړه: د مقاومت له جبهې ملاتړ، په سیمه کښې د نیابتي جنګونو او تکفیري ترهګرۍ د فتنې په ماتې کښې سټراټيجک او تاریخي رول، له انقلاب ضده او ترهګرو ډلګیو او اشرارو سره مقابله، د ارمیکې د تیري ګر سټراټیجک ډرون ویشتل او د انګلستان د قانون ماتونکې تیلي کشتۍ نیول د سپاه پاسداران او د ایران د اسلامي جمهوري نظام د اقتدار یوازې یوه برخه ده.

-------

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د یمن د علماؤ ټولنې نصر من الله عملیات د سعودي ائتلاف په مخ باندې یوه مضبوطه څپیړه وبلله او په دغه ائتلاف کښې غولیدلو تالي څټو ته یې سپارښتنه وکړه چې زرترزره خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

خبر زياتوي: د یمن د علماؤ ټولنې پرون په یوه خبرپاڼه کښې د سعودي او اماراتو حکومتونو او د هغوي ملاتړو ته سپارښتنه وکړه چې د یمن د انصار ا... غورځنګ د اوربند وړاندیز ومني.

د یمن عالمانو په خپل هیواد باندې د تیري کونکو په دریځونو باندې په نیوکې سره  تاکيد وکړ چې د سعودي تیري ګرو او د هغوي د انډیوالانو غرور او خودغرضي به هغوي د هلاکت او د یوې سترې ماتې په لور بوځي.

--------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته راوګرځوو چې په سر کښې هم جنګ ورځپاڼه رااخلو ورځپاڼې په خپلې غټې سُرخۍ کښې وليکل، د دغه هېواد وزيراعظم په سياسي او سفارتي پوسټونو کښې مهم بدلونونه راوستل. ورځپاڼې د  وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل، هر ناقصه کارکردګي ښودونکې به څنګته کړې شي.

عمران خان په ملګرو ملتو ، جنيوا او مختلفو هېوادونو کښې په سفيرانو کښې د بدلون راوستلو فېصله وکړه او همدارنګ په يې په هېواد کښې دننه په تېره بيا په پنجاب صوبه کښې د وزيرانو په پوسټونو کښې هم د ردوبدل راوستلوفېصله کړې ده.

ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، د پاکستان د بلوچستان صوبې په لورا لائي سيمه کښې په يوې ځان وژونکې حمله کښې يوپوليس ووژل شو او دوه حمله کونکي په هلاکت ورسېدل.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان حکومت د دغه هېواد او هند ترمېنځ د کُرتارپور تجارتي راهدارۍ د پرانېستې په مراسمو کښې د ګډون لپاره د هند د وزيراعظم نرېندرا مودي په ځاے پخواني وزيراعظم من موهن سېنګ ته د ګډون لپاره د بلنې ورکولوفېصله وکړه.

-------

د پاکستان اسلام اباد چاپ دنيا ورځپاڼې د دغه هېواد د حکومت په خلاف د جمعيت علمای اسلام د فضل څانګې د مشر مولانا فضل الرحمن د آزادۍ مارچ په سره د مخالفوګوندونو ترمېنځ د اختلافاتو د رامنځته کېدو خبر ورکړ.

ورځپاڼې د دغه هېواد د پيپلز پارټۍ له قوله وليکل چې فضل الرحمان ته يې وړانديز کړے دے چې د آزادۍ مارچ د کولو په ځاے دے د حکومت په خلاف يوه بله لار اختيار کړي. په خبر کښې همدارنګ د مسلم لينګ نواز څانګې په حوالې سره يې وليکل چې فضل الرحمان ته يې تجويز وړاندې کړ چې آزادي مارچ دې تر نومبر مياشتې وځنډوي.

دنيا ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پاکستان د فوځ مشر جنر قمر جاويد باجوه وويل، د پاکستان فوځ به د سعودي د فوځيانو په روزنه کښې ملګرتيا وکړي. هغه پرون په راولپنډۍ کښې د سعودي د زمکني فوځ د مشر  جنرل فهد بن عبدا... په کتنه کښې وويل، د پاکستان فوځ به د سعودي د فوځيانو د صلاحيتونو د سطحې د لوړاوي لپاره خپلې ټولې هلې ځلې وکاروي.

------

اوس به هم د کابل چاپ ورځپاڼې راواخلو چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتایجو په تړاو د یو شمېر نوماندانو او د دوی د مرستیالانو له خوا د مخکې تر مخکې وړاندوینو په اړه تبصري کړي دي.

 

هشت صبح ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقالې ته دا عنوان ورکړی چې د خلکو درد او رنځ مه زیاتوئ!

 

سرمقاله لیکونکي، د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو او د دوی د مرستیالانو له خوا په انتخاباتو کې مخکې له وخته د دوی د بریا د اعلان موضوع ته اشاره کړې او ويلي چې دا ستونزې ډېروې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، هیڅوک باید د انتخاباتو د نتیجو په اړه وړاندوینه ونه کړي.

هشت صبح زیاتوي، نوماندان باید خپل پلویان او انتخاباتي ټیمونه په دې وپوهوي، کومه وړاندوینه چې د انتخاباتو د نتایجو په اړه یې لري په عمومي فضا کې مطرح نه کړي.

---------

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې همدې موضوع ته اشاره کړې.

دغې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په استناد لیکلي، نوماندان دې د ټاکنو د پایلو اعلان د انتخاباتو کمیسیون ته پرېږدي او دوی دې مخکې له مخکې د بریاوو ادعاوې نه کوي.

د دولت جوړونکي ټیم مرستیال امرالله صالح په یوه خبري کنفرانس کې د خپلو هغو خبرو له محتوا انکار وکړ چې له امریکا غږ سره یې مرکه کې کړې وې. صالح هم وویل چې دا د اړوندو کمیسیونو کار دی چې پایلې یې اعلان کړي.

خو سرمقاله لیکونکي هم وړاندوینه کړی او لیکلي، ظاهراً داسې ښکاري چې د ۲۰۱۴ کال سناریو یو ځل بیا تکرار شي. خو سرمقاله لیکونکي هم وړاندوینه کړی او لیکلي، ظاهراً داسې ښکاري چې د ۲۰۱۴ کال سناریو یو ځل بیا تکرار شي.

-----------

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د انتخاباتو کمیسیون لخوا د خپرو شویو راپورونو له مخې داسې ښکاري چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به تر یوې میاشتې وخت ونیسي.

خو سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې د انتخاباتو کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دواړه باید خپل چاري چټکې کړي.

په سرمقاله کې راغلي، خلک په دې اړه اندېښنه لري او پکار ده چې دې اندېښنو ته په وخت ځواب ورکړل شي.

--------