د بریتانیا خلکو د بن سلمان پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85014-د_بریتانیا_خلکو_د_بن_سلمان_پرضد_مظاهرې_وکړې
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې له کلیزې سره په یوخت د بریتانیا په زرګونو خلکو پرون په لندن کښې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان پرضد مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2019 02:55 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې حکم ورکړی  وو .
    دسعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې حکم ورکړی وو .

زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې له کلیزې سره په یوخت د بریتانیا په زرګونو خلکو پرون په لندن کښې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان پرضد مظاهرې وکړې .

د بریتانیا خلکو په دغو مظاهرو کښې مړ دې وی (Death to)بن سلمان او د جمال خاشقجی په هکله عدالت رعایت کړئ په شعارونو سره د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې د عاملانو د سزا کولو او ددغه خبریال د مړی د حالت د مالومیدا غوښتنه وکړه .

د بریتانیا مظاهره چیانو دغه راز د محمد بن سلمان د پوکاڼې په  جوړولو سره چې لاسونه یې په وینو ککړ دی په هوا کښې ولوزوله او بن سلمان یې قاتل وباله .

د سعودی عربستان نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د تیر میلادی کال په اکتوبر میاشت کښې دترکیې په استنبول کښې دعربستان په کنسولګرۍ کښې د ریاض لخوا د استول شویو مامورانو په لاس په ډیر ظلم سره وژل شوی وو .

دسعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې حکم ورکړی  وو او هغه په قتل کښې نیغ په نیغه لاس لری .