د بریتانیا خلکو د بن سلمان پرضد مظاهرې وکړې
-
دسعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې حکم ورکړی وو .
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې له کلیزې سره په یوخت د بریتانیا په زرګونو خلکو پرون په لندن کښې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان پرضد مظاهرې وکړې .
د بریتانیا خلکو په دغو مظاهرو کښې مړ دې وی (Death to)بن سلمان او د جمال خاشقجی په هکله عدالت رعایت کړئ په شعارونو سره د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې د عاملانو د سزا کولو او ددغه خبریال د مړی د حالت د مالومیدا غوښتنه وکړه .
د بریتانیا مظاهره چیانو دغه راز د محمد بن سلمان د پوکاڼې په جوړولو سره چې لاسونه یې په وینو ککړ دی په هوا کښې ولوزوله او بن سلمان یې قاتل وباله .
د سعودی عربستان نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د تیر میلادی کال په اکتوبر میاشت کښې دترکیې په استنبول کښې دعربستان په کنسولګرۍ کښې د ریاض لخوا د استول شویو مامورانو په لاس په ډیر ظلم سره وژل شوی وو .
دسعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې حکم ورکړی وو او هغه په قتل کښې نیغ په نیغه لاس لری .