د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورخپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملګری شئ
د تهران د ورځپاڼو په سر کې دا هم جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل تندی ئې د حسینی ا ربعین په میلیونی لاریون کې د ګډون کونکو یو په زړه پورې او ستر عکس راخستی او لیکلی ئې دی، دحسینی عاشورا د پرتمین او میلیونی لاریون کې د کربلا په لور په لکونو خلک روان دی او په ایران او عراق کې په بیلابیلو ښارونو اوښارګیو کې د کربلائی زیارتوالو د خدمت لپاره خلک لاس په کار شوی دی او د کربلا د حسینی اربعین د زیارتوالو خدمت خپل یو ارزښتمند او ویاړمن کار ګڼی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،د امریکا د یوه ولسمشر ریګن، پلار بش او زوی بش د وختونو خارجه وزیر او دملی امنیت سلاکار کالین پاؤل د اوسنی ولسمشر ډونالډټرمپ بهرنی سیاست غمیزه او ترینګلی وبالۀ .
ورخپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، بلاخره دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ دا خبره په خوله راوړې ده چې اوس وخت رارسیدلی څو په لویدیځی آسیا په تیره بیا په سورئې کې جنګ او مسخره پای ته ورسیږی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپل یوه وروستی راپور کې لیکلی دی ، د امریکا خارجه وزیر او د ټرمپ په پل دپښو کیښودونکی مایک پمپئو دخپلو کرغیړنو کړنو په دلیل استعفی ورکړی
د یمن یوې خبرې سرچینې وئیلی دی ، د یمن دملی نجات حکومت مسئولانو د عربستان رژیم په تیره بیا ولی عهد محمد بن سلمان ته خبرداری ورکړی ، د ناقص او نیمګړی اووربند په څیر د وړاندیزوننو په مطرح کولو سره دې د وخت په ترلاسه کولو پسې نه شی ،ځکه که داسې نه وی ،نو دصنعا حکومت به د ریاض دپابند کولو لپاره ځینی لاسختې فیصلې وکړی .
د فلسطین د لویدیځی غاړې په شمال کې د نابلس ښار کې په ختیځ کې واقع دحضرت یوسف علیه السلام په زیارت او قبر باندې پرون صهیونیسټ میشته ښارګوټی اوسیدونکو یرغل کړی او بې احترامی ئې کړې ده .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې یو ځل بیا د حکومتی او مخالفو وسلوالو ترمینځ په اخ و ډب کې په لسګونو کسان مړۀ او ټپیان شوی دی او داپه داسې حال کې دی ، چې افغان ولس د خپل نوی ټاکلی ولسمشر د نامې د آوریدو په تمه دی .
داهم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د عراق د حکومت ویندوی وئیلی دی ، د اسلام او عراق د دښمنانو دسیسه ناکامه شوې ده ولس پوه شوی چې دورانکارو له ټوله ځانونه بیّل کړی او د خپلو غوښتنو په باب د جوړې شوی دوه اړخیزې کمیټې سپارښتنو ته غوږ کیږدی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دجرمنی زیډ ډی ایف ټیلیویژنی چینل راپورورکړی د جرمنی یوه مطرح او نامتو کارپوه او شناندی مائیکل لوډرز د ایران داسلامی انقلاب د رهبر رول ته په اشارې سره وئیلی دی ، وغواړو او که نه وغواړو ، دایران د تسلیمولو لپاره د امریکا د زیاتره دباؤ سیاست او بندیزونو ماته خوړلې او پر ایران د سیاسی او پوځی غلبې امکان هیڅ وجود نه لری .
د یمن انصار ا.... ولسی غورځنګ مشرانو دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی و دآل سعود رژیم چارواکی په تیره بیا ولی عهد محمد بن سلمان دې ونه غولیږی چې دوی ته کوم امتیاز یا جایزه ورکړو او که دیمن پر مظلوم ولس تیری پای ته ونه رسوی ، نو دې ځل به د عربستان په ټاټوبی کې ورسره لاس اوګریوان شو .
د فرانسې دکورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی ، چې په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ خطره له زیات څخه ډیر زیات ته رسیدلې ده .
دمصر یوه پادری له ملنډو په ډکو څرګندونو کې مدعی شوی ددغه هیواد ولسمشر عبدالفتاح السیسی له آسمانه رالیږل شوی دی او هرڅوک چې د هغه خلاف مظاهرې کوی،او دهغه دڅنګةکیدا غوښتونکی دی،هغه ټول جهنمیان دی .
دا هم د تهران همشهری ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، امریکا اوشمالی کوریا خبرې اترې د شکونو او ناکامۍ په درشل کې دی ، حال دا چې ا مریکائی چارواکی وائی له شمالی کوریا سره خبرې اترې رغنده دی او ددغو خبرواترو د د وام غوښتونکی دی ،خو دپیونګ یانګ چارواکی وائی له واشنګټنی چارواکو سره دخبرواترو دوام هیڅ دلیل نشته او نور له امریکائی چارواکو سره په خبرواترو خپل وخت نه ضائع کوی .
د سورئې حکومتی او پوځی چارواکی وائی ، د دغه هیواد په شمالی برخو کې د امریکائی او ترکیه ای پوځیانو ورانکار فعالیتونه ددې ښودنه کوی ، چې دوی په سورئې کې دیوې بلې غمیزې په رامینځة کونې پسې دی .
د امریکا سی این این ټیلیویژنی چینل په یوه پروګرام کې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د امریکاد تاریخ تر ټولو بد او ترینګلی خارجه وزیر بللی دی .
د افغانستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په ختیځی ولایتونو کې د داعشی تکفیریانو ورانکار فعالیتونه تر دې حده رسیدلی چې وئیل کیږی ، ددغو ولایتونو په زرګونو کورنۍ د داعشی تکفیریانو له روزونکو کیمپونو شاوخوا سیمو څخه په کوچیدا مجبوره شوی دی .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان د چین له لوړروتبه چارواکو سره د لیدوکاتو او ددو اړخیزو اړیکو دپیاوړتیا او دغه راز د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونون په باب د خبرواترو او مشورو لپاره د چین بیجینګ ته رسیدلی دی . وئیل کیږی چې په همداوروستیو کې د پاکستان حکومت د چین په دباؤ او ګواښ سره له سعودی عربستان سره د تیلو په باب د یوه تړون له لاسلیک کولو ډډه کړې ده ، چې د سعوډی عربستان د چارواکو سخته غوسه ئې هم راپارولې ده .
د پاکستان له بیلابیلو سیمو په لسګونو زره حسینی زیارتوال د حسینی عاشورا د څلویښتۍ یا اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره د ا یران د میرجاوې له پولې ایران ته رارسیدلی او دایران مسلمان ولس هم د حسینی زیارتوالو دخدمت کونې لپاره لاس په کار شوی او دغه خدمت دځان لپاره یو ارزښتمند ویاړ ګڼی .
دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا په شنې اشارې سره د سورئې د شمالی پولو په لور خپل پوځونه غونډوی ا و داسې ښکاری چې ګواکې د سورئې په شمالی سیمو ئې د یرغل پلان جوړ کړی وی . له دې سره په یووخت د سورئې د بشری حقوقو ادارې وئیلی دی ،د واشنګټن تر امر لاندې د داعش ضده ائیتلاف د پوځی مرستو وړونکی په لسګونو پوځی ګاډی د عراق د کردستان سیمې له ځینو برخو دسورئې شمال ختیځ ته وارد شوی دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دافغانستان حکومت له زندانونو د طالبانو یولس مسئولان او فعالان خوشی کړی دی . داپه داسې حال کې دی چې د وسلوالو طالبانو یوه لوړ روتبه پلاوی په همداوروستیو کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره په اسلام اباد کې لیده کاته کړی او د واړو لورو دغه لیده کاته رغنده او کارنده بللی دی ، چې د افغانستان حکومت هم له دغې لیدنې کتنې وروسته په لومړی ځل د طالبانو دغه یولس مسئولان او فعالان له زندانه خوشی کړی دی .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .)
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو د انتخاباتو او د سولې په ګډون په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې کړې دی.
د ماندګار ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ناسالم انتخابات ګټوونکی نه لری.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، په انتخاباتو کې د شفافیت نه شتون، د قانون نه پلی کول، وروسته په دې اړه د کاندیدانو له خوا کوڅهیی ادبیات کارول او د بریالیتوب ادعا کول، هغه څه دی چې انتخابات ناسالم لوری ته بیایی.
= سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پر کاندیدانو غږ کړی چې انتخابات دې نه لانجمنوی.
سرمقاله لیکوونکی د کاندیدانو تېرې ورځې څرګندونې راخیستی چې ویلی یې دی، که انتخابات لومړی پړاو کې ګټوونکی ونه لری، نو په کار ده چې په درېیمې لارې یې غور وشی.
سرخط که څه هم د درېیمې لارې په اړه کم معلومات ورکړی، خو لیکوال ټینګار کوی، وړاندې له دې چې پایلې اعلان شی، کاندیدان دې دغه انتخابات په لوی لاس ستونزو ته نه وړی.
د سرمقاله لیکوونکی په باور کاندیدان حق نه لری چې د انتخاباتی کمېشنونو په چارو کې لاسوهنه وکړی یا هم له وخته مخکې د خپلې بریا اعلان وکړی.
په سرمقاله کې یادونه شوې، کاندیدانو چې غوښتل یې د خلکو په پاکو رایو ځان واک ته ورسوی، اوس باید دا ظرفیت هم ولری، چې د هغوی ارادی ته درنښت وکړی او انتخاباتی کمېسیونونه پریږدی چې د دوی لپاره کارول شوې رایې په دقت وشمېری او پایله یې اعلان کړی.
= هېواد دولتی ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې سپارښتنه کړې چې د انتخاباتو پرضد د ناوړو هڅو مخنیوی وشی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، ځینې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ هڅه کوی چې انتخابات بدنام او لغوه کړی.
لیکوال پر حکومت غږ کړی چې د داسې کړیو مخه دې ونیسی او د قانون او ملی تصامیمو په جرم یې پر خپله جزا ورسوی.
ځینو نورو ورځپاڼو بیا د جګړې او د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دی.
= دنیا ورځپاڼې په افغانستان باندې د امریکا د برید په غبرګون کې د طالبانو اعلامیې ته په ځواب کې وایی چې طالبان باید په جګړه د ټینګار پرځای په سوله تمرکز وکړی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی طالبان دې د امریکایی نیواک د پلمې پرځای افغانان په ځان مرګی حملو، چاودنو او وسله والو بریدونو کې نه وژنی، بلکې سولې ته دې لبیک ووایی او له وینې بهولو دې لاس واخلی.
او په پای کې اصلاح دولتی ورځپانې یو ځل بیا وړاندیز کړی، چې طالبان دې له جګړې لاس واخلی او بین الافغانی مذاکراتو ته دې چمتو شی.