د امریکا پوځیان په سوریې کښې اقدام نه کوی
Oct 10, 2019 02:00 Asia/Kabul
-
روسیې ، اروپايي اتحادیې ، عراق ، مصر او ځینو نورو هیوادونو د سوریې په شمال د ترکیې پوځي یرغل ته غبرګون ښودلی
زمونږ خبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په شمال باندې د ترکیې د پوځی یرغل له پیلیدا سره په یووخت د واشنګټن عسکرو ته حکم ورکړ چې له هرډول اقدام ترسره کولو ډډه وکړی .
هغه وویل د امریکا پوځیان په سوریې کښې هیڅ اقدام نه ترسره کوی .
داپه داسې حال کښې دی چې د ترکیې خارجه وزارت دسوریې په شمال کښې د خپل هیواد د پوځی یرغل له پیلیدا سره په یووخت د ملګروملتونو د امنیت شورا د غړیو هیوادونو سفیران وربللی دی .
د ترکیې دغه اقدام د سوریې په شمال د انکارا د پرونی پوځی یرغل د پیلیدا په ارتباط د جزیاتو د ورکولو لپاره ترسره شوی دی .
روسیې ، اروپایی اتحادیې ، عراق ، مصر او ځینو نورو هیوادونو د سوریې په شمال د ترکیې پوځی یرغل ته غبرګون ښودلی ده او دغه کار یې غندلی دی .
ټیګونه