د امریکا پوځیان په سوریې کښې اقدام نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85134-د_امریکا_پوځیان_په_سوریې_کښې_اقدام_نه_کوی
زمونږ خبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په شمال باندې د ترکیې د پوځی یرغل له پیلیدا سره په یووخت د واشنګټن عسکرو ته حکم ورکړ چې له هرډول اقدام ترسره کولو ډډه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2019 02:00 Asia/Kabul
  • روسیې ، اروپايي اتحادیې ، عراق ، مصر او ځینو نورو هیوادونو  د سوریې په شمال د ترکیې پوځي یرغل ته غبرګون ښودلی
    روسیې ، اروپايي اتحادیې ، عراق ، مصر او ځینو نورو هیوادونو د سوریې په شمال د ترکیې پوځي یرغل ته غبرګون ښودلی

زمونږ خبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په شمال باندې د ترکیې د پوځی یرغل له پیلیدا سره په یووخت د واشنګټن عسکرو ته حکم ورکړ چې له هرډول اقدام ترسره کولو ډډه وکړی .

هغه وویل  د امریکا پوځیان په سوریې کښې هیڅ اقدام نه ترسره کوی .

داپه داسې حال کښې دی چې د ترکیې خارجه وزارت دسوریې په شمال کښې د خپل هیواد د پوځی یرغل له پیلیدا سره په یووخت د ملګروملتونو د امنیت شورا د غړیو هیوادونو سفیران وربللی دی .

د ترکیې دغه اقدام د سوریې په شمال د انکارا د پرونی پوځی یرغل د پیلیدا په ارتباط د جزیاتو د ورکولو لپاره ترسره شوی دی .

روسیې ، اروپایی اتحادیې ، عراق ، مصر او ځینو نورو هیوادونو  د سوریې په شمال د ترکیې پوځی یرغل ته غبرګون ښودلی ده او دغه کار یې غندلی دی .