سوریې کښې د ترکیې پوځي اقدام ته نړیوال غبرګونونه دوام لري
(last modified Fri, 11 Oct 2019 00:36:11 GMT )
Oct 11, 2019 05:06 Asia/Kabul
  • سوریې کښې د ترکیې پوځي اقدام ته نړیوال غبرګونونه دوام لري

د ملګرو ملتو سرمنشي، د فرانسې وزیراعظم او ځینو نورو اروپايي هیوادونو هم د سوریې په شمال باندې د ترکیې پوځي یرغل ته سخت غبرګونونه وښودل.

د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوتریش په کوپنهیګ ښار کښې یوه خبري غونډه کښې د سوریې په شمال کښې د ترکیې د پوځي عملیاتو په غبرګون کښې، په دغې سیمې کښې د نښتو د کمولو لپاره د لازیاتو هلوځلو غوښتنه وکړه.

ګوتریش له نړیوالو ټولنو او اغیزشیندونکو هیوادونو وغوښتل چې د سوریې په شمال کښې د شخړې د کمولو کوشش وکړي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم په سوریې کښې د ترکيې د پوځي عملیاتو په غندلو سره له انقرې وغوښتل چې دغه تیری زرترزره بند کړي.

هم داشان د فرانسې او ایټالیا حکومتونو په پاریس او روم کښې د ترکیې سفیران هم ورغوښتې دي.

په سوریې باندې د ترکیې پوځي تیري ته د اروپایانو د غبرګونونو په دوام کښې ناروی او فِنلینډ ترکیې ته د خپلو وسلو صادرات بند کړل.

 

ټیګونه