که امریکا ضرورت وګڼی نو د ترکیې اقتصاد به تباه کړی
د امریکا د کانګرس جمهوری غواړو هم د پنجشنبې په ورځې وئیلی دی ، د سورئې په شمال ختیځ باندې د ترکیې د حملې په دلیل د دغه هیواد دبندیز لپاره د یوه پلان په وړاندې کولو پسې دی .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، د امریکاد خزانې وزیر سټیفن منوچین بیګا ګواښ کړی ، که ترکیه خپله روده سمه نه کړی ،نو له سختو احتمالی بندیزونو سره به مخ شی.
د امریکا خزانې وزیر زیاته کړې د امریکا ولسمشر د ترکیې په ضد دسختو بندیزونو د مجوز د وړاندې کولو په حال کې دی .
د امریکا د کانګرس جمهوری غواړو هم د پنجشنبې په ورځې وئیلی دی ، د سورئې په شمال ختیځ باندې د ترکیې د حملې په دلیل د دغه هیواد دبندیز لپاره د یوه پلان په وړاندې کولو پسې دی . همداراز د امریکا دفاع وزارت د ترکیې دپوځی عملیاتو په باب وئیلی دی ،ترکیه به ددغه اقدام په نتیجې کې له ډیرو بدو نتیجو سره لاس اوګریوان شی . دترکیې ولسمشر له دې وروسته چې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ئې ټیلیفونی خبرې کړی ، د سورئې په شمال کې د پوځی عملیاتو دپیلولو فرمان صادر کړ.
دغه راز په یوه بل خبر کې وئیل شوی ، له دې سره په یووخت د امریکا دفاع وزارت پنټاګان وائی سعودی عربستان ته ئې لازیات پوځی تجهیزات او نوی ځانګړی ځواکونه لیږدولی دی .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی دامریکا جنګ وزارت پنټاګان بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره سعودی عربستان ته د امریکا د نورو تازه دم ځواکونو د لیږدولو دخبر په تائیدولو سره وئیلی دی ، دغه هیواد ته د لازیاتو پوځی تجیهزاتو په لیږدولو کې ماډرن توغندوی ضددفاعی سسټمونه او ډیرې پرمختللی وسلې شاملې دی .
د پنټاګان د دغې اعلامیې په اساس د امریکا درې زره نورو پوځیانو عربستان ته لیږدول په ایجنډا کې شامل دی او دغه راز به سعودی عربستان ته د پیټریاټ او تاډ توغندوی ضد دفاعی ماډرن سسټمونه هم ولیږدوی . او دغه راز به په دغه هیواد کې د ماډرن جنګی الوتکو دوه نور سکاډرن هم دیره کړی .