د اروپا په کلتوري پلازمینه کښې یو سړک خراسان ونومول شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85200-د_اروپا_په_کلتوري_پلازمینه_کښې_یو_سړک_خراسان_ونومول_شو
د ایټالیا په سویل کښې د اروپا په کلتوري پلازمینې ماټِرا Matera ښار کښې په یو سړک باندې (خُراسان) نوم کښیښودل شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 13, 2019 07:43 Asia/Kabul
  • د اروپا په کلتوري پلازمینه کښې یو سړک خراسان ونومول شو

د ایټالیا په سویل کښې د اروپا په کلتوري پلازمینې ماټِرا Matera ښار کښې په یو سړک باندې (خُراسان) نوم کښیښودل شو.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د شمال ختیځ ښار مشهد د ښاروالۍ د نړیوالو چارو سلاکار حسین کشیري پرون وویل: په ماټرا کښې د دغه ښار د ښاروال او یوشمیر ایټالیايي چارواکو او همداشان د ایران سفارتي چارواکو د مشهد ښار د اسلامي شورا د مرستیال مشر په شتون سره یولړ مراسمو کښې په یو سړک باندې د خراسان نوم کښیښوده او په یاد سړک باندې د ایران د حماسه ویونکي شاعر فردوسي مجسمه ولګوله شوه.

هغه زیته کړه: د فارسۍ په شعر او ادب کښې د فردوسي موقعیت د نړیوالو په نزد ډیر لوړ او مشهور دی او هم دا چاره سبب شوه چې د دغه مشهور شاعر د مقام په درنښت د ایټالیا په ماټِرا ښار کښې یو سړک ته د خراسان د نوم ورکولو په وخت د دغه ستر شاعر مجسمه ولګوله شي.